د غوره زیربناو لپاره د حکومتولۍ د جوړښتونو پیاوړي کول

د افغانستان په شمال کې د ژوند کولو شراېط تر اوسه هم خراب دي. د جمعیت اکثریت بنسټیزو زیربناو او عامه چوپړتیاو ته یواځې محدود لاسرسی لري. د نورو څیزونو ترمنځ هلته د سړکونو، پلونو، د څښلو د پاکو اوبو، کرنې لپاره د اوبو لګولو د سیسټمونو، د بریښنا رسولو، د سیلابونو په مقابل کې ساتنه او د ښوونځېو د نه شتون ستونزه موجوده ده.

وضعیت

د دولت جوړښتونه دومره اغیزمن ندي چې دغه ستونزې په دایمي ډول سره له منځه یوسي. ولایتي ادارو کې د زیربنایي پروژو د پلان جوړولو، پلي کولو او فعالیت لپاره د پریکړې کولو د رڼو او ګډون کونکو پروسو او کارپوهانو کمښت شتون لري.

موخه

دغه پروژې د شمالی افغانستان د وګړو لپاره غوره بنسټیزې زیربناوې برابروي. د ولسوالۍ او ولایت په کچه د حکومتولۍ جوړښتونه پیاوړي شوي ترڅو د زیربنایی پروژو په ټاکلو، پلان جوړولو او پلي کولو او په باثباته توګه د هغو په کاراچولو کې رڼې کړنلارې تضمین شي. د ځايي وګړو د ژوند کیفیت ښه شوی او دولتی ادارو باندې د اعتبار کچه لوړه شویده. دا په هیواد کې سوله اییز پرمختګ ته وده ورکوي او د دولت مشروعیت ډیروي.

اقدامات او پایلې

د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت(BMZ) له ۲۰۱۰ کال راهیسې د سیمه اییزې زیربنا د پراختیا وجهي صندوق د KfW د پراختیايي بانک له لیاری له مالي پلوه تمویلوي. زیربنايي پروژې د ولایتي پراختیا د شوراګانو پواسطه ټاکل کیږي. پروژې د اړونده مقاماتو لخوا په ولایتي کچه مدیریت کیږي چې د پلي کولو پرمهال عملي روزنه ترلاسه کوي. دا د دولت د اغیزمنو، مشروع او خلک-محوره جوړښتونو لامل ګرځي. د سیمه اییزی پراختیا د وجهی صندوق د فعالیت ساحې په لاندې ډول دي:

د سړکونو جوړول

په ټولیزه توګه ۳۱ کیلومټره قیر شوي سړکونه او ۷۹ کیلومټره خامه سړکونه جوړ شویدي. بل ۱۷ کیلومټره قیر سړک د جوړیدو په حال کې ده، حال دا چې د یو بل ۱۱ کیلومټره سړک لپاره پلانونه جوړیږي. نور سړکونه د ډبرو د ښوئیدو او سیلاب په وړاندې بیارغول شوي یا ژغورل شویدي. دا به لومړنېو چوپړتیاو ته د خلکو لاسرسی آسانه کړي.

د اوبو لګولو د کانالونو جوړول

د بدخشان، بغلان او تخار ولایتونو بزګرانو خپل حاصلات لوړ کړیدي ځکه چې هغوې د ۶۳ کیلومټره د اوبولګولو د کانالونو د جوړولو او بیارغاونې له امله د ۲۲۱۵۰ هکټاره اضافي ځمکې د کارولو وړتیا لري. د اوبو لګولو نور کانالونه بیارغول شویدي.

سیلابونو پر وړاندې ساتنه

د تخار ولایت په تالقانو کې، د سیلاب ۵ کیلومټره دیوالونه جوړ شویدي ترڅو ښار له سیلاب څخه وژغوري. د سیلاب نور دیوالونه د افغانستان په شمال کې د سیلاب پر وړاندې کرنیزې ځمکې، د اوبو لګولو کانالونه، ښاري اوسیدونکي او ښاري زیربناوي ژغوري.

د بریښنا د شبکې پراختیا

په ټولیزه توګه ۳۸۵۰ کورنې په کندز او بغلان ولایتونو کې او ۱۹۰۰ کورنې په تخار ولایت کې په هزار سموچ ولسوالۍ کې د بریښنا له شبکې سره نښتې دي. دې کار د ژوند کیفیت ښه کړی او په سیمه کې له اقتصادي ودې سره مرسته کوي. نورو  ۴۳۰۰کورنۍ په سمنګان او بلخ کې د بریښنا له شبکې سره نښتی شي.

د ښوونځېو جوړول

بدخشان ولایت کې، ۵۵۰۰ هلکانو او انجونو لپاره د کلېو له دوه ښوونځېو سره اته ښوونځي جوړ شویدي. د تخار او سمنګان په ولایتونو کې ۲۰۵۰۰  زده کونکو لپاره د ښاروالۍ د ښوونځېو پنځه مرکزونه جوړیږي. نور ښوونځي د جوړیدو په حال یا یې په اړه پلان جوړیږي او د شته ښوونځېو ودانې بیا رغول کیږي.

د بشري سرچینو پراختیا

دا پروژه د ولایت په کچه د افغان دولت د مقاماتو په سکتوري ریاستونو کې د پرسونل د روزنې لپاره زیربنايي پروژې کاروي. د سیمه اییزې زیربنا د پراختیا وجهي صندوق په کار ځاې کې عملي روزنه، ښوونه، سمینارونه، له لرې ځاې څخه څارنه او د جامع زده کړې یا د جامع مسلکي پرمختګ (IPD) د مفکورې په کارولو سره اړونده ځاې کې پلټنې وړاندې کوي. له ۵۵۰۰  څخه ډیرو دولتي کارکونکو، عمدتاً اینجینرانو، د IPD په اقداماتو کې ونډه اخستې ده.

په یو نظر کي

پروګرام:
اییزی زیربنا د پراختیا وجهی صندوق (RIDF)
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د مالیې وزارت (MoF)
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایی بانک
ولایتونه:
بدخشان, بغلان, بلخ, کندز, سمنګان, تخار
د پروګرام موخه:
د بنسټیزې زیربنا په برابرولو سره د افغانستان په شمال کی د ژوندانه شراېطو ښه کول. د ولسوالۍ او ولایت په کچه اداري او ښاري اوسیدونکې ډلې پخپله د زیربنايي پروژو د پلان جوړولو، پلي کولو او عملي کولو لپاره ځواکمنې شویدي ترڅو د اړونده جمعیت اړتیاوې پوره کړي.
ټوله موده:
۱۳۸۹ لړم – ۱۴۰۰ لیندۍ پورې