د مسلکي زده کړو وده او د ځوانانو د وزګارتیا پرضد مبارزه

دد لپاره چې د خپلو پارټنرانو سره یوځای په افغانستان کې د مسلکي ښوونځیو یو اوږدمهال سیستم منځته راوړو چې د حکومت او ټولنې د منلو وړ وي، د المان فدرالی حکومت په هیواد کې د خپل افغاني شریک څخه ملاتړ کوي چې د مسلکي ښوونځیو ښوونکي وروزي او د مسلې زده کړو شرایط منځته راوړي یا هغوی ته سمون ورکړي.

وضعیت

په افغانستان کې د ځوانانو د مسلکي زده کړې دپاره ډیره لوړه غوښتنه شتون لري. هر کال شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ افغان ځوانان د کار بازار ته وردانګي. د ۱۳۸۰ او ۱۳۹۲ کلونو تر منځ په هیواد کې د مسلکي ښوونځیو شمیر د ۴۱ نه ۳۰۰ ښوونځیو او د زده کوونکو شمیر د ۱۳۵۰ نه ۵۶۰۰ تنو ته زیاتوالی وموند. تر ۱۳۹۷ کاله پورې د افغانستان په پام کې لري چې د مسلکي ښوونځیو شمیر د ۱۵۵۰۰۰ تنو زده کوونکو په ظرفیت ۶۰۰ ښوونځیو ته ورسوي. له همدې امله د ښوونځیو او انستیتونو نویو ودانیو ته د اړتیا کچه په دوامداره توګه لوړیږي. سره له دې،  باید د مسلکي زده کړو په ډګر کې اداري نیمګرتیاوې د ریفورمونو له لارې رفع شي ترڅو د نوې ودانې شوې بیخبنا څخه په ډیره ښه توګه کار واخیستل شي.

هر څومره چې په راتلونکو لسیزو کې په هیواد کې مسلکي ښوونځي، روزنیز ځایونه او د کار ځایونه زیات منځته راشي، په هماغه کچه هغه ځوانان چې عمر یې مسلکې روزنې ته برابر وي، د افغانستان په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې په ډیره ښه توګه ادغام کیدلای شي. خو تر اوسه پورې یوازې هر ۲.۴٪ تن رسمي مسلکي روزنه لیدلې ده، په داسې حال کې د ځوانانو ۲۸٪ سلنه په دودیزه توګه د افغانستان په کوچینو کارخانو کې د شاګردۍ له لارې روزنه موندلې ده. له همدې امله ښه به داوي چې په ښوونځیو کې د مسلکې زده کړې تر څنګ، په موسسو او کارخانو کې مسلکي روزنه چې د دودیزو جوړښتونو سره تړاو لري، پراختیا ومومي.

موخه

د افغان-المان د پراختیایي همکارۍ پروګرام د مسلکي زده کړو د ریفورم او د مسلکي ښوونځیو د وداولنو په اړه د سلامشورو له لارې او همدارنګه د ښوونکو د روزنې له لارې په افغانستان کې د رسمي مسلکي زده کړو د یوه سیستم د جوړولو څخه ملاتړ کوي. د مسلکي زده کړو د کیفیت په سمون سره په پام کې ده چې د کار په بازار کې د ځوانانو د منلو د وړتیا کچه لوړه شي.         

ګام اخیستنه او پایلې

د آلمان فدرال حکومت د افغانستان سره د همکارۍ په چوکاټ کې د ډیر ګڼ شمیر کارونو څخه ملاتړ کړیدی چې په پیاوړي توګه د مسلکی ښوونځیو د لا پراختیا د سیستم لامل ګرځي. په ټولیزه توګه د دې پروژې بیلانس د پاملرنې وړ دی: په کابل، مزارشریف او د کندز په ولایت کې شپږ مسلکي ښوونځۍ د انرژۍ د اغیزمنتیا او د ژوند د چاپیریال د غوښتنو سره سم نوي ودان شوي او سمبال شوي دي. د ۵۰ نورو مسلکي ښوونځیو دپاره د ورکشاپونو تجهیزات او د ټولګیو میز او څوکۍ برابر شوي دي، د تخنیکي مسلکي زده کړو اووه ۷ نوې څانګې منځته راغلي او په ۵۰ مسلکي ښوونځیو کې شاملې شوې دي. اوس په نویو مسلکي ښوونځیو کې ۱۴۰۰۰ تنه ځوانان مسلکي زده کړه کوي چې ۲۳،۶٪ سلنه یې ښځینه دي. د تخار په ولایت کې د مسلکي زده کړو یو انستیتوت چې ودانیز کار یې په دې نیږدو کې بشپړ کیږي، د ۱۳۹۵ کال را نه وروسته به ۶۲۰ تنه زده کوونکي د موټر د میخانیک، برښنا، ماشین جوړونې، احداثولو، ادارې، محاسبه، سوداګرۍ او تکنولوژۍ په څانګو کې وروزي.

ښوونکي د ښوونې او روزنې د هر سیستم یوه اصلي برخه ګڼل کیږي. د هغوی ښه روزنه د مسلکي زده کړو د یوه کیفیت لرونکي سیستم شرط شمیرل کیږي. له همدې امله، د مسلکي ښوونځیو د ښوونکو زده کړه او روزنه چې پخوا یې شتون نه درلود، منځته راغلل. په ټولیزه توګه د ۷۵۰۰ تنو نه زیات ښوونکي، چې ۲۴،۱٪ سلنه مېرمنو له ۴۰۰ ډېرو روزنیزو کورسونو کې برخه اخیستې ، په پیداګوژیکه مسلکي روزنه یا تخصصي روزنو کې ګډون کړی دی. اوس مهال نږدې ۳۰۰ تنه ځوانان په مسلکي ښوونځیو کې د دې پروژې له خوا په کابل او مزارشریف کې ودان شوی دي، د ښوونکي په توګه روزل کیږي. دا ښوونکي کولای شي د زده کړې نه وروسته خپلې نوې پوهه خپلو همکارانو ته ولیږدوي.

سربیره پردې، تر اوسه پورې د ځوانانو د ۳۵ نه تر ۶۰ سلنه د ۵۰۰۰۰۰ نه زیاتو  صنعتي او سوداګریزو کارخانو او موسسو کې په دودیزه او غیررسمي توګه د شاګرد په توګه روزنه موندلې ده. که څه هم دغه روزنه په هیواد کې په رسمی توګه په رسمیت نه ده پیژندل شوې، خو د تخنیکي اومسلکي زده کړو او روزنې دپروژې په چوکاټ کې دغه وضعه بدلون مومي. هره اونۍ د یوه مسلکي ښوونځۍ څخه د شاګردانو په لیدنې سره په دې وروستیو وختونو کې رواج موندلی دی، د کار د زده کړې دودیز سیستم موډرن شوی دی. په دې توګه مسلکي زده کوونکي هغه پوهه او مهارتونه په لاس راوړي چې د یوه مسلک د موډرنه پرمخ بیولو او د یوې موسسې د مدیریت دپاره ضروري دي. سربیره پردې، د ښوونځۍ د مهال په چوکاټ کې عملي دورې او همداراز د مسلکي زده کړو نندارتونونه د زده کوونکو او د هغوی د مور او پلار د معلوماتو دپاره د لومړي ځل دپاره منځته راغلل. د عملي دورو د پلۍ کولو په موخه شاوخوا ۶۹۰ افغاني شرکتونو او موسسو خپلې دروازې پرانیستلې دي.

په حقیقت کې، هر څومره چې په راتلونکو لسیزو کې په هیواد کې مسلکي ښوونځي، روزنیز ځایونه او د کار ځایونه زیات منځته راشي او روزنیز موضوعګانې د اړتیاوو سره سم عیار شي، په هماغه کچه هغه ځوانان چې عمر یې مسلکې روزنې ته برابر وي، د افغانستان په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې په ډیره ښه توګه ادغام کیدلای شي او کولای شي په دې توګه د هیواد په پراختیا کې مثبته ونډه واخلي.

په یو نظر کي

په ټولو ولایتونو کې فعالیتونه
پروګرام:
په افغانستان کې د مسلکي زده کړو څخه ملاتړ (TVET)
دستور ورکوونکي اداره:
(BMZ) د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت
شریک:
افغان وزارت خونې: د پوهنې وزارت د مسلکي زده کړو معینیت،
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH, KfW Development Bank
ولایتونه:
ټول هیواد
د پروګرام موخه:
د مسلکي ښوونځیو د یوه فعال سیستم منځته راوړل
ټوله موده:
غويئ ۱۳۸۸ – مرغومي ۱۳۹۸