د کابل په زړه کې د ژوند کیفیت ته سمون ورکول او د کار د فرصتونو منځته راوړل

د ځوانانو او ښځو دپاره د اړینو آسانتیاوو د برابرولو په موخه د المان حکومت د کابل په جنوب کې د چهلستون د تاریخي بڼ د بیارغونې سره مرسته کوي. دغه عمومي بڼ چې د ۱۲ هکتاره مساحت په لرلو سره په کابل کې تر ټولو لوی بڼ ګڼل کیږي، اوس په یوې موډرنې طرحې سره بیارغول کیږي.

وضعیت

په افغانستان کې د تاوتریخوالي شخړو څو لسیزو تر ډيره حده د خلکو معیشت او همدراز د هیواد د پایتخت کابل ښار کې د چهلستون د ماڼۍ او د ۱۲ هکتاره په مساحت لوی بڼ په ګډون ودانیز جوړښتونه له منځه وړي دي. هغه څه چې پاتې دي کنډوالې دي. په عین حال کې شنې سیمې د مهال په اوږدو کې له منځه تللي دي. خو د دې پراخیدونکي ښار د ۴٬۵  میلیونو اوسیدونکو دپاره یوازې یو څو محدود ځایونه د تفریح او ټولنیزو فعالیتونو دپاره شتون لري.

موخه

تمه کیږي چې د چهلستون په بڼ کې د شنو ځایونو، باغونو او سپورټي امکاناتو په بیارغولو سره به د کابل ښار د اوسیدونکو دپاره د تفریحي امکاناتو د سمون په لاره کې لویه ونډه واخیستل شي. دغه اقدام به همدارنګه د ښار د اقلیم پر پراختیا باندې مثبته اغیزه وکړي او د کار او روزنې نوي ځایونه به منځته راوړي او په دې توګه به د ښار د اوسیدونکو ټولنیز-اقتصادي شرایطو ته سمون ورکړي.

ګام اخیستنهګام اخیستنه او پایلې

دلته موخه داده چې یوه ښاري واحه منځته راشي چې ښځو او نارینه وو ته په برابره توګه تفریحي، د فراغت امکانات او کارموندنه برابرکړي. دغه عمومي بڼ به د بیارغونې د روان کار په ترڅ کې د خلکو پر مخ پرانیستی وي. د بڼ د بیارغونې تر څنګ، نور ځانګړي ګام اخیستنهګام اخیستنه د چهادهي په ګاونډۍ ولسوالۍ کې د څه نا څه ۳۵۰۰۰۰ تنو اوسیدونکو دپاره د ژوند د شرایطو د سمون ورکولو په موخه پلۍ کیږي. د مثال په توګه، د حفظ الصحی د یوه سیستم منځته راوړل او د کوڅې د برښنا احداثول په تدریج سره د نوموړې ولسوالۍ بیخبنا ته سمون ورکوي.

د دې دپاره چې تامین شي چې ټول پلان شوي ګام اخیستنهګام اخیستنه د سیمې د اوسیدونکو د اړتیاوو سره سم طرحه کیږي، د یوې ځائیزې سروې پایلې د ځانګړو پلانونو د طرح کولو او د کوچنیو او مایکرو مداخلو د لومړیتوب د ټاکلو لپاره کارول کیږي.

د لازیاتو تفریحي او فراغت د امکاناتو د منځته راوړلو تر څنګ، د چهاردهي د ولسوالۍ د اوسیدونکو د کارموندنې پوتنسیال د ګنډلو، ګلدوزي، غالۍ اوبدلو، ترکاڼۍ او باغدارۍ د شپږمیاشتیني روزنیزو پروګرامونو د جوړولو له لارې زیات شوی دی. د ۱۱۰۰ تنو نه زیات ښځې او نارینه تر اوسه پورې په نوموړ کورسونو کې ګډون ګړی دی. د روزنیزو کورسونو په پای کې ټولو ګډونوالو ته د اړینو وسایلو یوه مجموعه ورکړل شوه ترڅو هغوی وکولای شي د خپلې خوښې په څانګه کې کار وکړي. د مثال په توګه ښځینه ګډون والو د ګنډلو په کورس کې د ګڼدلو ماشینونه په لاس راوړل. له دې نوښټ څخه د افغانستان خلکو ډیر ښه هرکلۍ کوي او نور روزنیز کورسونه هم دوام لري. دغه اقدام د ښځو د کارموندنې څخه هم ملاتړ کوي.

د چهلستون د بڼ بیارغونه او د کارموندنې په اړه ټول ګام اخیستنهګام اخیستنه او بیخبنایي تدبیرونه په دې توګه د کابل د ښاري وګړو په ټولنیزه-اقتصادي وضعه کې مثبته ونډه اخلي. د نوموړي بڼ څخه د فرهنګي غونډو دپاره د کوربه په توګه هم ګټه اخیستل کیدای شي.

په یو نظر کي

د کابل په مرکز کې فعالیتونه
پروګرام:
د چهلستون د بڼ بیارغونه
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د بهرنیو چارو وزارت
شریک:
د آغاخان فرهنګی بنسټ
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایي بانک
ولایتونه:
کابل
د پروګرام موخه:
د شنو ځایونو، باغونو او د سپورت د اسانتياوو په جوړولو او د فرهنګي غونډو دپاره د ځای په برابرولو سره د بیلابیلو لوړ کیفیت لرونکي تفریحي امکاناتو د پراخولو سره
ټوله موده:
له ۱۳۹۳ نه تر ۱۳۹۶ پورې