د کان ایستنې په صنایعو کې روڼتوب

افغانستان د طبیعی سرچینو یو بډای هیواد دئ چې کولای شي د منرالي توکو مهم صادرکوونکئ شي که چیرې خپلې زیرمې په پایښتونکي او کنټرول شوي توګه استخراج کړي. خو د کان ایستنې سکتور په دې هیواد کې غیرمنظم دئ او د حکومت ضد ډلو له خوا کنټرولیږي. غیرقانوني کان ایستنه او اداري فساد افغان دولت د لویو عوایدو څخه محروموي او د هیواد د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا مخنیوۍ کوي.

وضعیت

د کان ایستنې په غیرقانونی او غیررسمي سکتور کې سوداګریز معاملات د افغانستان ماتیدونکې امنیتې وضعه نوره هم ویجاړوي. د غیررسمي کان ایستنې د سکتور په چوکاټ کې خلک د حقارت او خطر په شرایطو کې کار کوي. برسیره پردې، د ژوند چاپیریال هم زیان مومي.

اوس مهال، افغان حکومت د کان ایستنې د کارونو د کنترول کوونکي په توګه د خپل رول د ترسره کولو دپاره محدود امکانات لري. د کانونو او پټرولیم وزارت د اومو موادو د استخراج د رسمي کولو دپاره ظرفیت او کارپوهه نلري او اړین مدیریتی او عملیاتی جوړښتونه هم نلري.

موخه

د کانونو او پټرولیم د وزارت کارکوونکي د دې ظرفیت او کارپوهه لري چې د کان ایستنې کړنې د ښې حکومتولۍ د معیارونو سره سم اداره کړي. حکومتي چارواکي د کان ایستنې د صنایعو د روڼتوب د نوښت د معیارونو (EITI) پر بنسټ د ډیجیتالو او راڼه معلوماتو مدیریت منځته راوړی دئ. د کان ایستنې حقونه د دولتي رسمي کړنلارو پر بنا ټاکل شوي دي چې د پانګه والو دپاره د هغوی د پلان جوړونې په اړه اړین امنیت برابروي. د دې کار په وړاندې، پانګوال خپل وجایب ترسره کوي، خپل مالیات تحویلوي او د دندې د مصونیت او د ژوند د چاپیریال د ساتنې په اړه نړیوال معیارونه رعایت کوي. د جندر د برابرۍ د ودې په موخه، ښځې په هغو پوستونو کې ګمارل کیږي چې د ادارې او خصوصي سکتور په ډګرونو کې د روزنې د لوړې کچې غوښتندوی وي. د سرچینو د استخراج څخه په لاس راغلي دولتي عواید تولیدکوونکو سیمو ته لیږل کیږي تر څو چې د هغو د اوسیدونکو د ژوند د کچې په لوړولو کې مرسته وکړي.

اقدامونه او پایلې

د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH اداره د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ته د سلامشورې د ورکولو او د اصلاحاتو د ترسره کولو په موخه د دې وزارت څخه د ملاتړ په لاره کې کارکوي. په روانو اقدامونو کې لاندې کارونه شامل دي: روزنیز کورسونه، د کار په لړیو کې د بدلونونو په اړه سلامشورې او د افغانستان د کانونو او پټرولیم د وزارت د پریکړو د نیولو دپاره د رڼو معلوماتو د یوه سالم بنسټ جوړول. د کان ایستنې په سکتور کې د ښځو وده او  دکان ایستنې د صنایعو د روڼتوب د نوښت په سازمان کې د افغانستان بشپړ غړیتوب ته د رسیدلو په لاره کې مرسته هم د دغه پروګرام مهم اړخونه ګڼل کیږي.

د معلوماتو روڼ مدیریت

د کانونو او پټرولیم وزارت او د روڼتوب آنلاین مخ د ډیجیتال ډیتابیس په سیستمونو سمبال شوي دي چې د بې باوره کاغدي آرشیفونو ځای نیسي. د کانونو د وزارت د ټولو واحدونو برسیره، نورو وزارتونو، ادارو، خصوصي سکتور او خلکو ته به هم سټنډرډو او پر حقایقو ولاړ معلوماتو ته لاسرسۍ ورکړل شي. د حکومتي ادارو ډیجیټاله شبکه د کان ایستنې په سکتور کې د باخبره او پایښتونکي پریکړې نیولو بنسټ جوړوي. هغه معلومات چې خلکو ته ورکول کیږي د کان ایستنې د حقونو سره د کړنو د مطابقت او همداراز د کان ایستنې او مالیاتو د حجمونو په باب یو اجمال وړاندې کوي. له دې امله ادارې فساد ستونزمن کیږي او دولتي عواید کیدای شي زیاتوالی ومومي.

د کارپوهۍ منځته راوړل او وده ورکول

د کانونو د وزارت کارکوونکي هراړخیزه روزنه مومي. دا روزنه د لارښوونې او مدیریت په مهارتونو او همداراز د کان ایستنې د کړنو په څارنې تمرکز کوي. د کار لړې تعریف او آزمویل کیږي او وروسته بیا په دایمي توګه ترویجیږي. د کار په ساحه کې هراړخیزه روزنه کارپوهانو ته د کان ایستنې د څارنې د کار په اړه د نویو تکنولوژیو په باب معلومات ورکوي. دا ډول عملي روزنه دولتي کارکوونکو ته د دې توان ورکوي چې ارزونه وکړي چې آیا کان ایستنه د نړیوالو حقوقي او تخنیکي معیارونو سره سم طرحه او پلۍ کیږي او که نه، او دا چې د دغو معیارو نو کارول آسانه کړي.

ښځې په دې سکتور کې په فعاله توګه هڅول کیږي. په کار کې د جندر مساوي فرصتونه د بیلابیلو روزنیزو کورسونو موضوع جوړوي. په ۲۰۱۸ کال کې د بیلګې په توګه، ۲۶ تنه ښځې او ۳۰ تنه نارینه د افغانستان د کان ایستنې په سکتور کې د جندر د برابری په باب په روزنیزو کورسونو کې چې په کابل، پروان او مزارشریف کې جوړ شوي وو، ګډون وکړ. د مدیریت او لارښودنې د مهارتونو د کچې د لوړلو په باب د فراغت د درجې د منجمنت دوهم کورس کابو ۱۸۰ تنو ګډونوالو له ډلې څخه ۴۴ تنه یې ښځې وې چې نوموړی کورس یې بشپړ کړ.

د مدني ټولنې له خوا څارنه

د کان ایستنې د سیمې ټولنو ته ډیر رول ورکول کیږي. موخه دلته داده چې کان ایستنه پایښتونکي شي او د سیمې شرایط، دودونه او اړتیاوې په پام کې ونیول شي. هغه څارنه چې د محل پر بنسټ ترسره کیږي مدنې ټولنې ته د دې امکان ورکوي چې د کان ایستنې کړنې تر خپلې څارنې لاندې ولري. د دې پروګرام په ملاتړ د کان ایستنې د ټولنې استازي پر خپل چاپیریال او د ژوند په شرایطو باندې د کان ایستنې د اغیزې څارنه کوي.

 د نړیوالو معیارونو رعایت

د کان ایستنې د صنایعو د روڼتوب د نوښت (EITI) اداره د افغانستان د کان ایستنې د سکتور د معلوماتو د یوځای کولو هغه راڼه اسلوبونه او کړنلارې کاروي کوم چې په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوي دي. د افغانستان د کانونو وزارت د ډیټابیس په ډیجیتالو سیستمونو سمبال شوی دئ. دا سیستمونه تر ټولو د مخه د کان ایستنې د حجمونو او مالیاتو په باب ټینګ او روڼ بنسټ منځته راوړي. د EITI معیارونه د پلان جوړونې وضاحت او ډاډ منځته راوړي او نړیوال پانګوال چې کارځایونه او د روزنې فرصتونه جوړوي، ځانته راکاږي.

د کان ایستنې په سکتور کې د ښځو وده

د کانونو وزارت د هیواد په ټولو ولایاتو کې د جندر یوه کړنلاره رامنځته کړیده چې د هغې موخې په روزنیزو کورسونو کې د ښځو عادلانه برخه اخیستنه او هغو ته د پریکړې نیولو د واک او د ودې د فرصتونو ورکول دي. د ښځو لپاره د کار لاښه شرایط یو ټولنیز پوټنسیال راپاروي چې تر اوسه پورې د هغې څخه تر زیاتې کچې پروې سترګې پټې شوې دي. د دې لپاره چې د ښځو مهارتونه هم په خصوصي سکتور کې وکارول شي، دا پروګرام شرکتونو ته د هغو د کار په ځواک کې د ښځو د ګمارلو او ودې ورکولو په باب سلامشوره ورکوي.

په یو نظر کي

پروګرام:
په افغانستان کې د کان ایستنې په سکتور کې د ښې حکومتولۍ وده ورکول
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
ټول هیواد
د پروګرام موخه:
د دولتي عوایدو د تنظیم، د پانګوې د ودې او په اوږدمهال کې د ادارې فساد سره د مبارزې سره د مرستې په موخه د استخراجی صنایعو روڼتوب او څارنه
ټوله موده:
۱۳۹۲ غویي – ۱۳۹۹ لړم پورې