د یوه اغیزمن او د اعتبار وړ دولت لپاره اصلاحات

د څو لسیزو وسله والې شخړې افغان ټولنه د هغې له دولتی جوړښتونو سره، ویجاړه کړیده. په دولت او اداري دندو کې یو څه پرمختګ رامنځته شویده، مګر ښاریان، سوداګرۍ او پانګه اچونکي اوس هم له ټولو اړینو دولتي چوپړتیاو څخه ګټه نه پورته کوي.

وضعیت

ځنې کارکونکي په ادارو او وزارتونو کې په اغیزمنه توګه د خپلو دندو د ترسره کولو په څرنګوالي نه پوهیږي او پداسې حال کې چې په ادارو کې تشکیلاتي جوړښتونه اکثرا نا څرګند دي. دا د اوسني پراخه اداري فساد پواسطه نور هم ډیریږي. په پاې کې، افغان وګړي اکثراً په دولت باور نه کوي.

موخه

دولتي کارکونکو هغه اصلاحي مراحل چې د وګړو په سیاسي او ټولنیز ګډون کې ونډه اخلي، پلي کړیدي. اداري فساد پر وړاندې د سیاسي او اداري کارکونکو د زیانمننې کچه ټیټه شویده.

اقدامات او پایلې

د پرانیستې تګلارې مشورتي وجهي صندوق (OPAF) د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب کار کوي ترڅو د مهمو ابتدائي اصلاحاتو په برخه کې د افغانستان د ادارو او وزارتونو ملاتړ وکړي. دغه وجهي صندوق تخصص، مشوره، روزنیز کورسونه او روزنه وړاندې کوي. د بیلګې په توګه، دا په ریاستونو او سازماني واحدونو کې د اغیزمنو کاري پروسو په رامنځته کولو کې مرسته کوي. وجهي صندوق پواسطه اعزام شوي کارپوهان د ستراتیژېو او مقرراتو د جوړولو په اړه مشوره ورکوي. هغوې د دولتي او غیردولتي لوبغاړو ترمنځ خبرو اترو ته پراختیا ورکوي او له افغان دولت سره د اداري فساد د کمولو په برخه کې کار کوي. د روزنیزو کورسونو او لاډیرې زده کړې پواسطه، د ادارو کارکونکي په خپلواکه او مسلکي توګه د خپلو دندو د ترسره کولو څرنګوالې زده کوي. د ۲۰۱۴ او د ۲۰۱۹ کال د نیمايي ترمنځ، په دولتي ادارو کې شاوخوا ۲۰۰ پریکړه کونکو په روزنیزو کورسونو کې ونډه اخستې ده.

د اداري فساد مخنیوی

د افغانستان د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې، لکه د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز (AJIC) او د فساد پر ضد د څارنې او ارزونې خپلواکه کمیټه (MEC)، د پرانیستې تګلارې د مشورتي وجهي صندوق (OPAF) له کارپوهانو سره کار کوي. AJIC د لوړې کچې سیاسي او جدي جرمونو چې په هغه کې لوړپوړي چارواکي شاملیږي، د اداري فساد له قضېو سره سر او کار لري. په قانوني پیسو باندې د غیر قانوني پیسو د بدلولو د مخنیوي او د توریریزم د تمویل په اړه ځانګړې روزنه کارکونکو ته وړتیا ورکوي ترڅو قضیې په اغیزمنه توګه وڅیړي او تعقیب کړي. کارپوهان په څیړنې او د اداري فساد د څارنې په میتودونو کې د MEC ملاتړ کوي. MEC د افغانستان په وزارتونو، ادارو او اداري نهادونو کې د اداري فساد خطر تحلیلوي. کارکونکي په خورا احتیاط سره داخلي پروسې بررسي کوي او چېرې چې بالقوه اداري فساد ولیدل شي هلته د تعدیلاتو سپارښتنه کوي. د دغو تعدیلاتو په اړه د پرمختګ راپورونه چاپ او اړونده نهادونو، لویې څارنوالۍ او نړېوالې ټولنې ته لیږدول کیږي. د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ ترمنځ، د MEC د خطر اته تحلیلونو هغه پروسې تشخیص کړې چې په دولتي ادارو کې د اداري فساد پر وړاندې زیانمنونکې دي.

د سویل – سویل همکاري

په ۲۰۱۸ کې، او د OPAF له ملاتړ سره، MEC او د اندونیزیا د اداري فساد د ریښو ایستلو د کمیسیون  (KPK)له یو بل سره د همکارۍ په اړه موافقه وکړه. نوموړو دواړو ادارو له ملګري څخه ملګري ته شریکه شبکه جوړه کړه، چې د دواړه ادارو کارکونکو ته یې د تجربو د شریکولو او پوهنتوني ملاتړ د برابرولو وړتیا ورکړه. په ۲۰۱۹ کې، د ملګرو دغه شبکه پراخه شوه ترڅو MEC او مالوماتو ته د لاسرسي کمیسون (AIC) هم په کې شامل شي. د سویل-سویل همکاري د اندونیزیا-آلمان د پروګرام " اندونیزیا کې د اداري فساد مخنیوي او د هغې پر وړاندې مبارره" سره جوړ شو، چې د آلمان هیواد لخوا تمویلیږي.

د افغانستان د ښځو د چارو وزارت (MoWA) او د انډونیزیا هېواد د ښځو د پیاوړتیا او د ماشومانو د خوندیتوب وزارت (MoWECP)  هم خپله همکاري پیل کړه. د همکارۍ د ترتیباتو یوه موخه د ورکشاپونو دایرول دي ترڅو په دواړه هیوادونو کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره فرصتونو تشخیص شي.

د ډیجیټلي کولو تګلاره

ډیجیټلي کول د افغانستان د دولت په اجنډا کې د ۲۰۰۸ کال را هیسې شتون لري، مګر پلي کول یې له ستونزو سره مخ شویدي. د مالیې وزارت له همدې امله د OPAF د ټاکل شوو کارپوهانو له ملاتړ سره، د هیواد په دولتي ادارو کې د ډیجیټلي کولو مفکوره پیل کړیده. د دې مطالعې پربنسټ کارپوهان د ډیجیټلي کولو د تګلارې لپاره سپارښتنې رامنځته کوي او د هغه د پلي کولو په برخه کې د افغانستان د وزارتونو ملاتړ کوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت لپاره مشورتي چوپړتیاوې

د تېرو دوه کلونو په بهیر کې، او د OPAF د کارپوهانو له مرستې سره، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت (MoRR) د څارنې یو سیسټم جوړ کړیده. موخه یې د خپلې ستراتیژۍ د پلي کولو څارنه ده. د کډوالو چارو معینیت د ټاکلو موخو د تنظیم لپاره، د کارکونکو مهارتونو ته د ودې ورکولو له تمرکز سره کاري پلانونه طرحه کړیدي. د نورو روزنیزو اقداماتو د طرحې په شمول، د OPAF کارپوهانو د طرحې په ډیزاین کولو کې مرسته ترسره کړیده. دغه همکاري د مالي او اداري معینیت او د پالیسۍ او پلان معینیت ته غزول شویده.

په یو نظر کي

پروګرام:
د پرانیستې تګلارې مشورتي وجهي صندوق (OPAF)
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د مالیې وزارت (MoF)
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
کابل
د پروګرام موخه:
دولتي کارکونکو لپاره ترڅو اصلاحي مراحل چې د وګړو په سیاسي او ټولنیز ګډون کې ونډه اخلي، پلي کړي
ټوله موده:
د ۱۳۸۸ زمري – ۱۳۹۹ لیندۍ پورې