له راستانه شوو او داخلي بې ځایه شوو کډوالو سره بشري مرستې

د کابل، کوڼر، لغمان او ننګرهار په ولایتونو کې له ۱.۷ میلیونو څخه زیات راستانه شوي او داخلي بې ځایه شوي ګډوال شتون لري. د پاکستان له پولې سره د ننګرهار ولایت په ځانګړي ډول په دې سره اغېزمن شوی دی او افغانستان ته ډېر راګرځېدونکي کډوال دلته مېشته کېږي. محلي ټولنې او ښارونه د هغو خلکو له ډېر شمېر څخه ډک دي چې د خوندیتوب په لټه کې دي.

 وضعیت

د عامه خدمتونو او زېربناوو پراختیا نه شي کولای د نفوس له ګړندۍ ودې سره یوځای دوام وکړي. د پام وړ نیمګړتیاوې په ځانګړي ډول د روغتیا، زده کړې، روزنې، د اوبو رسولو او ټرانسپورټ په برخو کې د پام وړ دي. د پاکو اوبو، روغتیا ساتنې،  ښوونې او روزنې او کور په برخو کې سخته سیالي روانه ده. په منځني ډول له دریو تر څلورو کورنۍ په خټینو کورو کې ژوند کوي چې معمولاً یوازې د یوې کورنۍ لپاره د ښه ژوند شرایط وړاندې کوي. په دغو کورونو کې تر ۲۰ کسانو پورې ژوند کوي. د حفظ الصحې معیارونه په خطرناک ډول ټیټ دي. تشنابونه او د څښاک اوبو سرچینې اکثره له کورونو څخه لرې دي. 

د غیر دولتي ډلو لخوا په کنټرولېدونکو سیمو کې وسله واله جګړه حالات لا پسې ستونزمنوي. سربېره پردې، طبیعي پېښې لکه سیلابونه او زیات بارارونه په مکرر ډول پټي، کورونه، د څښاک اوبو څاه ګانې او د فاضله اوبو سیسټمونه له منځه وړي، د خوړو خوندیتوب او بشري روغتیا له خطر سره مخامخ کوي.

موخه

په ننګرهار ولایت کې هغه ټولنې چې په لوړ شمېر داخلي بې ځایه شوي او راستانه شوي ګډوال لري کولای شي چې دغو ډلو ته بشري اړتیاوې اسانه کړي. د محلي ادارو په نږدې همکارۍ سره دا پروژه د کور جوړونې خدمتونه وړاندې کوي او د څښاک خوندي اوبو او د روغتیا ساتنې اسانتیاوې وړاندې کوي.

اقدامات او پایلې

د المان د بهرنیو چارو وزارت، Deutsche Welthungerhilfe ادارې ته دنده سپارلې څو په ننګرهار ولایت کې راستانه شوو او داخلي بې ځایه شوو کډوالو ته بیړنۍ مرستې وړاندې کړي. دا پروژه په څلورو برخو تمرکز کوي:

 

کورنیو ته هستوګنې برابرول

په ځانګړي ډول ۵۰۰ زیانمنو کورنیو ته په کافي اندازه د کور جوړونې ځای وړاندې کېږي. ټاکل شوو کورنیو ته له وخت وړاندې د زلزلې ضد ودانۍ جوړولو کې روزنه ورکول کېږي. د Welthungerhilfe اداره ورته د ودانۍ توکي وړاندې کوي او له محلي ادارو سره د ودانۍ د ځایونو په اړه کاري اړیکې جوړوي. کورنۍ د کار لپاره خپل وخت مصرفوي. د Welthungerhilfe ادارې د انجینرانو تر څارنې لاندې دوی په خپله هغه کورنۍ ابادوي چې دوی به په کې اوسېږي.

په دې ډول، د کورنیو د ژوند وضعیت د پام وړ پرمختګ کوي. په ځانګړي ډول مېرمنې یې له ګټو برخمنې کېږي ځکه چې دوی د کلتوري محدودیتونو له امله ډېر وخت په کور کې تېروي.

 

د څښاک اوبو ته لاسرسی

یو زر او دوه سوه کورنۍ د اوبو پرمختللی لېږد ته لاسرسی لري. د Welthungerhilfe اداره د اوبو د لېږد لس شبکې جوړوي. دا شبکې د لمریزې برېښنا له ترکیب او جاذبې څخه ګټه پورته کوي ترڅو په کلي کې د توزیع مرکزي نقطې ته له سرچینې څخه د څښاک اوبه را ورسوي. د توزیع په ځای کې سر پټې سرپناوې شتون لري او همدارنګه معلولو خلکو، ماشومانو او زیات عمر لرونکو کسانو ته په ځانګړي ډول آسانه لاسرسی ډیزاین شوی دی. د څښاک پاکو اوبو ته ساده لاسرسی مېرمنې او نجونې د اوږد واټن پلي تګ څخه ژغوري. هغه وخت چې دوی یې کورنۍ ته د اوبو په راوړلو تېروي په پام وړ توګه راکمېږي. په ورته وخت کې دوی د سړیو لخوا د تاوتریخوالي له لږ خطر سره مخ کېږي کله چې به دوی د اوبو خورا لرې سرچینې ته پر لار وې.

 

صحي اسانتیاوو ته لاسرسی

دا پروژه ۵۰۰ تشنابونه جوړوي څو په ټاکلو ټولنو کې د روغتیا ناکافي وضعیت ته وده ورکړي. درې زره او پنځه سوه خلک به له دې تشنابونو څخه ګټه پورته کړي. د حفظ الصحې پرمختللي شرایط او د څښاک پاکو اوبو ته خوندي لاسرسی د ساري ناروغیو کچه راټیټوي.

 

د ښه ژوند وضعیتونو لپاره روزنیز پروګرام

د Welthungerhilfe اداره په ۱۲۰۰ کورنیو کې روزنیز پروګرام وړاندې کوي ترڅو په کورنیو کې د ژوند حفظ الصحوي وضعیتونو ته وده ورکړي. دا کورسونه د کورنۍ د حفظ الصحې، ساري ناروغیو او صحي رژیم په اړه اساسي پوهه وړاندې کوي. د دوی لومړنۍ موخه ښځې دي ځکه چې دوی په عمده توګه د کورنۍ چلولو او د ماشومانو او ځوانانو د پاملرنې مسؤولیت پر غاړه لري.

په یو نظر کي

پروګرام:
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې راستانه شوو او داخلي بې ځایه شوو ګډوالو لپاره حفظ الصحې، څښاک اوبو او کور ته ډېر لاسرسی
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت
شریک:
/
پلی کونکي اداره:
Deutsche Welthungerhilfe e. V. (German Agro Action)
ولایتونه:
ننګرهار
د پروګرام موخه:
کور، حفظ الصحې او څښاک اوبو ته په زیات لاسرسي سره په ننګرهار ولایت کې د راستانه شوو او داخلي بې ځایه شوو کډوالو ته د بشري وضعیت غوره کول.
ټوله موده:
د ۱۳۹۷ کال د وږی د میاشتې څخه تر ۱۳۹۸ کال د ليندۍ د میاشتې پورې