له نفوس ډکو ټولنو ته روغتیا پاملرنه

له ۲۰۱۶ زېږدیز کال را پدېخوا له ۱.۶ میلیونو څخه زیات افغان وګړي چې له وسلوالو جګړو او تاوتریخوالي څخه پاکستان او ایران ته کډه شوي وو، بېرته خپل هېواد ته راګرځېدلي دي. له دوی څخه ډېری یې بې وزله دي او نه شي کولای په خپلو پخوانیو کورونو کې بېرته ځای پر ځای شي. یوازې د کابل ولایت ته نږدې ۱۷۰۰۰۰ خلکو د نسبتاً غوره امنیتي وضعیت او د عاید غوره فرصتونو له امله په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ زېږدیز کلونو کې کډوال شوي دي.

وضعیت

که څه هم د نوي راغلو کډوالو ته د هستوګنې ورکولو لپاره کافی ظرفیت شتون  نلری. خو د راستنېدونکو کډوالو بهیر او هجوم د کابل او نورو کوربه ټولنو له دمخه نا کافي زېربناوو باندې یو اضافي بار او بوج دی. د روغتیا او زده کړې، هستوګنې او خواړو، اوبو او روغتیا ساتنې په برخه کې اساسي ټولنیز خدمتونه نادره دي. د دندې په بازار فشار هم لوړ دی. دا د کوربه ټولنو او راستانه شوو کډوالو ترمنځ د لوړ کچې فشارونو لامل ګرځېدلای شي.

دولت نه شي کولای چې په یوازې ځان دا ستونزې حل کړي. په ځانګړي ډول د بنسټیزو روغتیایي خدمتونو په برخه کې د مرستې لپاره ډېره اړتیا لیدل کېږي. د نسناستي او جلدي ناروغۍ، د انفلونزا انتان، نسایي او ولادي ستونزې او تور زېړی او سپین زېړی (Hepatitis B & C) معمول ناروغۍ دي. په ډېرو ځایونو کې که څه هم په ډېر لږه اندازه روغتیایي خدمتونه وګړو ته شتون لري، خو خلک مجبورېږي څو د روغتیایي پاملرنې لپاره اوږدو واټنونو ته سفر وکړي. دا وضعیت په ځانګړي ډول هغه مېرمنې ګواښي چې د کلتوري لاملونو له امله په خپل خوځښت کې ډېرې محصورې دي. 

موخه

د کابل ولایت په ولایتي (د بګرامیو ولسوالۍ) بازاري (کلکان ولسوالۍ) سیمو کې د دوو روغتیایي مرکزونو د بیارغونې او عملیاتو له لورې د راستانه شوو او داخلي بې ځایه شوو کډوالو او د کوربه ټولنو محلي وګړو ته بنستیزه روغتیايي پاملرنه تضمینېږي. مېندې او ماشومان په ځانګړي ډول د روغتیایي خدمتونو له ګټو څخه برخمن کېږي.

اقدامات او پایلې

د کابل ولایت راستانه شوو او داخلي بې ځایه شوو کډوالو او د کوربه ټولنو وګړو ته د بنسټیزو روغتیایي پاملرونو ته د لاسرسي برابرولو لپاره د آلمان هېواد په ولایتي او بازاري سیمو کې د دوو موجوده روغتیایي مرکزونو له بیارغونې او عملیاتو څخه ملاتړ کوي. په بګرامیو او کلکان ولسوالیو کې نږدې ۳۰۰۰۰ وګړو لپاره چې له دوی څخه به ۲۷۰۰ راستانه شوي کډوال وي، روغتیایي وضعیت ته وده ورکول د دې پروګرام موخه ده.

 

بنسټیزه روغتیا ساتنه

د دغو دوو روغتیایي مرکزونو عملیات او بیارغونه به د دې په تضمین کې ونډه ولري چې د بازاري او ولایتي سیمو خلک به بنسټیزو روغتیایي خدمتونو ته خوندي لاسرسی ولري او د دې تضمینول یې موخه ده چې مېندو او ماشومانو ته د بنسټیزو طبي درملنو، واکسین او روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره په کافي اندازه پرسونل، تجهیزات او درمل شتون لري. دا روغتیایي مرکزونه به دوه ډاکټران، دوه نرسان، دوه د ټولنې قابلې، دوه واکسیناتوران او دوه د ټولنې روغتیایي څاروونکي ولري. کارکوونکو ته به په منظم ډول روزنه ورکول کېږي څو د با کیفیت روغتیا ساتنې تضمین ترلاسه کړي. تر اوسه دغه پروژې د روغتیايي مرکزونو له ۱۰ څخه زیاتو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام وړاندې کړی دی، په داسې حال کې چې ۶۵ د ټولنې روغتیایي کارکوونکو د ټولنې روغتیایي څاروونکو او رضاکارانو هم روزنه ترلاسه کړې ده.

 

مېندو او ماشومانو ته روغتیایي خدمتونه

تر اوسه روغتیایي مرکزونو د مېندو او ماشومانو ستونزې په کافي اندازه په پام کې نه دي نیولي. له همدې کبله دغه په ځانګړي ډول زیانمنې ټاکل شوې ډلې لپاره روغتیایي خدمتونو ته ځانګړی پام کېږي. دا روغتیایي مرکزونه امیدوارو مېرمنو ته له زېږون وړاندې او وروسته پاملرنه او همدارنګه له یو کال څخه کمو ماشومانو ته د زېږون اړوند اساسي روغتیایي خدمتونه او واکسین وړاندې کوي. د عامه پوهاوي او معلوماتي کمپاینونه مېندو ته د تي خوره ماشومانو او غټو ماشومانو د خوړو په اړه سلا او مشورې ورکوي. بله موخه یې د هغو مېندو چې د یوې با استعداده قابلې تر څارنې لاندې زېږون کوي، اندازه تر ۸۰ سلنې پورې لوړول دي.

 

د ورغتیا لپاره سیمه ییز جوړښتونه

په ټولنو کې دوامداره توګه د روغتیا وضعیت ته د ودې ورکولو لپاره د روغتیا دوه محلي شوراګانې رامنځته شوي دي. دا شوراګانې د ولایتي او بازاري کلیوالو ترمنځ د روغتیاي معلوماتو خپرېدلو ته وده ورکوي. د عامه پوهاوي د لوړولو نږدې ۱۶۰۰ غونډې ونډه اخلي څو د ټولنې په کچه په روغتیایي وضعیت کې لا زیات پرمختګونه راولي. ټولټال نږدې ۱۲۸۰۰ خلکو د موجوده روغتیایي خدمتونو په اړه له معلوماتي کمپاینونو څخه برخمن شوي او د غوره حفظ الصحوي کارونو، میندوارو مېرمنو او هغو مېندو ته چې په نږدې وختونو کې یې زېږون درلود او تي خورو ماشومانو او غټو ماشومانو ته د پاملرنې په اړه معلومات ورکړل شوي. 

په یو نظر کي

پروګرام:
د کابل په ولایت کې راستانه شوو او داخلي بې ځایه شوو کډوالو او کوربه ټولنو ته بنستیزې روغتیایي پاملرنې وړاندې کول
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت
شریک:
Malteser International
پلی کونکي اداره:
Union Aid
ولایتونه:
کابل
د پروګرام موخه:
د بګرامیو او کلکان په ولسوالیو کې د لومړنیو روغتیایي پاملرنو د تضمین لپاره د دوو روغتیایي مرکزونو د بیارغونې او عملیاتو په اړه ډاډ ترلاسه کول
ټوله موده:
د ۱۳۹۷ کال د وږی د میاشتې څخه تر ۱۳۹۹ کال د تلي د میاشتې پورې