ټولو هیوادوالو دپاره حقوقي ډاډمنتیا

د افغانستان اساسي قانون چې په ۲۰۰۴ کال کې تصویب شوی د نارینه او ښځینه وو لپاره مساوي حقوق تضمینوي. دا د افغانستان لخوا لاسلیک شوو د بشري حقونو نړیوالو تړونونو کې هم منعکس کیږي. پداسې حال کې چې ډیری نوي قوانین او پالیسۍ د نوي قانوني سیسټم روحیه تعقیبوي، خو پلي کیدل یې ډیر ورو روان دي.

وضعیت

په عمل کې نه قانون ته لاسرسی او نه هم د اساسي قانون د اصولو سره سم د قانون تفسیر تضمین کیدی شي. په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې موجود وضعیت د اساسي قانون له غوښتنو سره سمون نلري. بې سوادي او عامه خدمتونو ته محدود لاسرسی د دولتي قانون پلي کول ګرانوي. سربیره پردې، سیمه ایز دودونه د خلکو د خپلمنځي ژوند څرنګوالی په ګوته کوي او غیر رسمي جوړښتونو او دوديز قانون ته د دولتي قانون په پرتله لومړیتوب ورکول کیږي او د ښځو حقونه له پامه غورځول کیږي.

موخه

د ټولو هیوادوالو لپاره د حقوقي ډاډمنتیا ښه والئ. د افغانستان د عدلیې وزارت او په ولایتي کچه د بنسټونو پیاوړتیا. د میرمنو لپاره حقوقي خدمتونو ته د لاسرسی اسانتیا.

اقدامونه او پایلې

دا پروژه د عدلیې وزارت او په ولایتونو کې د هغه د اړوندو ادارو ملاتړ کوي ځکه چې دوی د قانون او عدالت د پیاوړي کولو لپاره نوې ستراتیژي رامینځته کوي. دا پروګرام د دوی د پلان جوړونې او پلي کولو ظرفیتونه هم لوړوي. کارکوونکي د روزنیزو پروګرامونو څخه په ګټه اخیستلو دا وړتیا پیدا کوي چې موجوده ستراتیژي په سمه توګه و ارزوي او نوې ستراتیژي طرحه او پلي کړي. نوې ستراتیژي به ولایتونه او لیرې پرتې ولسوالۍ هم په پام کې ونیسي.

سربیره پردې، دا پروژه د هغو جوړښتونو ملاتړ کوي کوم چې د ولسوالۍ په کچه قانون ته د میرمنو لاسرسي ته وده ورکوي، لکه د ښځو لپاره د مستقیمې مشورې مرکزونه. دا پروګرام په پوهنتونونو کې کار کوي ترڅو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو زده کونکو ته د زده کونکو د مشورې د مرکزونو چې د "حقوقي کلینیکونو" په نوم پیژندل کیږي، له لارې د زده کوونکو په عملي زده کړو کې ښه والی راشي. په دیني ښوونځیو (مدرسو) کې ښوونکي د قانون او د ښځو حقونو د ښوونې په تړاو روزل کیږي.

د شخړو د حل په تړاو د دولتي او غیر دولتي دفترونو پیاوړي کول

اړینه ده چې د باور وړ او ښه فعالیت لرونکي قضایي بنسټونه د هیوادوالو د حقوقي اړتیاوو او د دوی د ورځنیو واقعیتونو سره مطابقت ولري. د افغانستان په ډیری ځایونو، په ځانګړي توګه په لیرې پرتو او کلیوالي سیمو کې غیر رسمي او غیر دولتي قانوني جوړښتونه دا مشخص کوي چې خلک څنګه له یو بل سره ژوند وکړي. په داسې ځایونو کې باید دواړه، دولتي او نادولتي حقوقي بنسټونه پیاوړي شي ترڅو د موجوده حقوقي قواعدو او نړیوالو موافقو پراساس قانون په ښه توګه پلي شي. په ټوله کې، دې پروژې شاوخوا ۱۴۰۰ د دولتي او غیر دولتي دفترونو کارکوونکو ته په دواړو ښاري او کلیوالي سیمو کې د شخړو د هواري په تړاو زده کړې ورکړې دي.

په پوهنتونونو کې وړیا حقوقي مشوره

دا پروژه د افغانستان په شمال کې د شپږو پوهنتونونو  د حقوقي مشورو په مرکزونو کې د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو زده کونکو لپاره عملي روزنه پیاوړې کوي. پدې توګه، د عدلیې وزارت د حقوقي مرستې د څانګې په همکارۍ د ټولو هیوادوالو لپاره د وړیا حقوقي مشورې خدمتونه چمتو کیږي. د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو ترمینځ شاوخوا ۸۷۸ زده کونکو د تجربه لرونکو وکیلانو تر نظارت لاندې په شاوخوا ۱۹۰ د ریښتیني ژوند حقوقي قضیو کې مرسته کړې. د دې زده کونکو نږدې نیمایي ښځې وې.

د ښځو لپاره د مشورې مرکزونه

د ښځو د چارو وزارت او د ښځو د حقونو لپاره د اړونده ولایتي ادارو سره په ګډه دې پروژې د شمالي ولایتونو په ۷۳ ولسوالیو کې د میرمنو لپاره د مشورې مرکزونه جوړ کړي دي. دا مرکزونه د داوطلبانو لخوا اداره کیږي چې د ښځو د حقونو ملاتړ کوي. دوی د ښځو د حقونو په اړه پوهه خپروي، د دولت د حقوقي ادارو په تړاو مشورې ورکوي او په غیر دولتي کچه لکه د مشرانو په شوراګانو یا کلیوالي ټولنو کې د ښځو د ګټو دفاع کوي.

په لیرې پرتو کلیوالي ولسوالیو کې د ښځو د مشورې د مرکزونو ترټولو مهمې دندې ښځو ته د هغوی د حقونو په اړه د لومړنیو معلوماتو چمتو کول او له دوی سره د دې حقونو په ترلاسه کولو کې مرسته کول دي. ښځو ته ویل کیږي چې له کومو ادارو سره خپلې ستونزې شریکې کړي. له هغوی سره لومړنی اړیکه هم دا مرکزونه نیسي. میرمنې کولی شي چې حتی تر لومړنی مشورې وروسته هم د مشورې له مرکزونو مرسته وغواړي. په ۲۰۱۸ کال کې په ۷۳ ولسوالیو کې له ۱۰۰ څخه ډیرو مرکزونو شاوخوا ۱۴۰۰ قضیو ته رسیدنه کړې ده. له دې قضیو څخه شاوخوا ۶۵۰ یې قضايي ارګانونو ته راجع شوې دي. له ۷۴۰ څخه په ډیرو قضیو کې دې مرکزونو لومړنی حقوقي مشوره ورکړې ده.

په دیني مدرسو کې د ښځو حقونه

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت او پوهنې وزارت سره په ګډه، دې پروژې په اسلام کې د ښځو د حقونو په اړه یو لارښود جوړ کړی دی. دا لارښود اوس په دیني ښوونځیو (مدرسو) کې د ښوونکو په روزنه کې کارول کیږي. د دې کار موخه د میرمنو د حقونو د منلو د کچې زیاتوالی او ښوونکو ته په دې اړه معلومات ورکول دي چې میرمنې هم د حقوقي خدمتونو دکارولو حق لري. اوس مهال د افغانستان په ډیرو سیمو کې ددې حق منل نه تر سترګو کیږي.

په یو نظر کي

پروګرام:
د قانون د واکمنی ټینګښت
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ)، د هالنډ د سلطنت د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې همکارۍ عمومي ریاست (DGIS)
شریک:
د افغانستان د عدلیې وزارت
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
بدخشان, بغلان, بلخ, جوزجان, کابل , کندوز, سمنګان, تخار
د پروګرام موخه:
د افغانستان په اتو ولایتونو کې د حقوقي ډاډمنتیا، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره حقوقي خدمتونو ته د لاسرسي ښه والی
ټوله موده:
د ۱۳۸۸ چنګاښ – ۱۴۰۰ غويي پورې