پاکه انرژي د پرمختګ د اړتیا په توګه

د بریښنا منظمه رسونه هغه څه دي چې ډیرو لږو افغانانو ته بخښل شویدي. که څه هم افغان دولت د بریښنا د سکتور لپاره یو نوې ماسټر پلان پلي کوي او نوې کیدونکې انرژۍ لپاره ملي ستراتیژي لري، خو بیاهم، یواځې شاوخوا څلورمه برخه وګړي د بریښنا له شبکې سره نښتي دي.

وضعیت

د ټولو افغانانو کابو درې پر څلورمه برخه په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي، چیرې چې یوازې لس سلنه وګړي منظمې بریښنا ته لاسرسی لري.

د افغانستان د بریښنا شبکه داسې نه ده تنظیم شوې چې د هیواد ټولو برخو ته په ډاډمنه توګه بریښنا ولیږدوي. نه یواځې دا چې کافي بریښنا نه تولیدیږي، بلکه د لیږد مزي د استفادې وړ نه دي او یا په بشپړه توګه شتون نلري او د ویش شبکې خرابې یا پرمختللې نه دي. دا حالت د ډیرې بریښنا د ضایع کیدو او د بریښنا د پرې کیدو لامل ګرځي چې ځنې وختونه تر څو ورځو پورې وخت نیسي. دا د خلکو د بریښنا له ډیر لګښت سره تړاو لري. ځینې وختونه د اوبو د ګرمولو غیرمؤثره میتودونه د بریښنا د بوج ۴۰ سلنه برخه جوړوي. د بریښنا د مؤثریت د اقداماتو لپاره، د شبکې د تأمین د ظرفیت د لوړولو او د غیر متمرکزې بریښنا د تولید پراخوالي او ځايي شبکو ته بیړنۍ اړتیا شتون لري.

د افغانستان دولت خپل ځانته له طبیعی ګازو او نوې کیدونکې انرژۍ څخه (د باد، اوبو او لمر بریښنا) د هیواد د بریښنا د تولید د لوړولو هدف په ۲۰۱۹ کې له شاوخوا ۵۶۰ میګاواټو څخه په ۲۰۲۳ کې ۲،۳۰۰ میګاواټو ته ټاکلې ده.

موخه

شراېط په افغانستان کې د نوې کیدونکې انرژۍ د پراختیا او د انرژۍ د مؤثریت لپاره د اصلاح په حال کې دي. د دې موخې لپاره، دا پروګرام د انرژۍ د سکتور لپاره د ټاکل شوو ستراتیژېو په پلي کولو کې د افغانستان د حکومت ملاتړ کوي، خصوصي سکتور لپاره د مارکیټ ستراتیژي جوړوي او په لیږد کې د انرژۍ د سکتور لپاره عامه کارګران او د پوهنتون کارکونکي روزي.

اقدامات او پایلې

د آلمان د دولت په استازیتوب Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت (MEW) او نورو دولتي، خصوصی او اکاډمیکو نهادونو ته د پایښت لرونکې انرژۍ د رسولو د پلان جوړولو په اړه مشوره ورکوي. د دغو نهادونو کارکونکي د انرژۍ د سکتور لپاره د مالي ستراتیژېو او میکانیزمونو د جوړولو او پلي کولو څرنګوالی زده کوي، او د خپلو کاري پروسو د اغیزمنتوب کچه لوړوي. کوچني او متوسط تشبثات او وروستي مصرفونکي مالي میکانیزمونه کاروي ترڅو د نوې کیدونکې انرژۍ او د انرژۍ د اغیزمنتوب په برخه کې پانګونه وکړي.

د نوو قوانینو د پلي کولو ملاتړ

د افغانستان دولت له وړاندې څخه د انرژۍ د سکتور لپاره یو شمېر مهمې ستراتیژې تصویب او قانوني چارچوکاټ یې رامنځته کړیده. د نوي کیدونکي انرژۍ سرچینې اوس د بریښنا د تولید د معمولو وسیلو لپاره د یو جدي او اقتصادي پلوه مناسب بدیل په توګه منل شويدي، او دوی په زیاتیدونکي توګه د پلان جوړولو په پروسو کې شاملیږي. د دې لارې د لا ډيرې اصلاح لپاره نوې قانون او سیاسي ستراتیژۍ پلي کیږي، ESIP د افغانستان د انرژۍ په سکتور کې په ملي، ولایتي او د ځايي مراجعو په کچه اصلي لوبغاړو ترمنځ همغږي ته پراختیا ورکوي. اصلي تمرکز د بریښنا د رڼو او یوشان لګښتونو پر بنسټ د نرخونو د ریفورم ترسره کول دي چې حقیقي لګښتونه تر پوښښ لاندې راولي، او د کنټرولی مراجعو کارکونکو لپاره د تخنیکي روزنې په اړه چې هغو ته د نرخونو د تنظیم د کړنلارو د تعریف او پلي کولو وړتیا ورکوي.

د انرژۍ د مارکیټ د ارزښت د ځنځیر اصلاح

دا پروګرام د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د افغانستان د انرژۍ په مارکیټ کې د ارزښت ځنځیر اصلاح کوي. دا دغه کار د لمریزې بریښنا د سیسټمونو لپاره د معیاري اجزاو د معرفي کولو او د نصب د تخنیکارانو لپاره د داوطلبانه معیارونو د معرفي کولو پواسطه ترسره کوي. دا به له تدارکاتو څخه تر نصب پورې د سیسټمونو کیفیت ډاډمن کړي. دا د کوچنېو او متوسطو تصدېو د هڅولو په معنې ده ترڅو د نوې کیدونکې انرژۍ د تولید د سیسټمونو په برخه کې پانګونه وکړي او په باثباته توګه د هغوې په کار اچول او ساتنه او مراقبت ده.

د انرژۍ د سکتور لپاره د روزنې متخصصین

د انرژۍ د برخې د اینجینرانو روزنه به هغوې د انرژۍ د بدلیدونکي سکتور لپاره په ښه توګه چمتو کړي. د نوې کیدونکې انرژۍ د تسهیلاتو د باثباته په کار اچولو لپاره به یو روزنیز پروګرام د هغوې په مسلکي روزنه کې مدغم شي. د نوو کیدونکو په برخه کې د پوهنتون د نصاب جوړولو په اړه بحث هم روان دی.

د کلیوالې بریښنا رسونې پراختیا

نوې کیدونکې انرژي په کلیوال پرمختګ او همداراز د ایکوسیسټمونو او ژوندۍ تنوع په ساتنه کې د ونډې اخستلو وړتیا لري. د دې پروګرام موخه د افغانستان د شمال-ختیځې برخې کلیوالو وګړو ته د بریښنا رسولو پراختیا، او د اقلیم د بدلون د اغیزو پر وړاندې د وګړو د پياوړتیا اصلاح ده. د مایکرو هایډروپاور تسهیلات د بیارغاونې او پراختیا په حال کې دي، او له شبکې څخه بهر لمریزې بریښنا سیسټمونه معرفي شویدي. د ځنګلونو د احداث او شنه کولو ابتکارات د تخریب د مخنیوي په موخه د مایکرو-هایډروپاور له ماشینونو سره نژدې ترسره کیږي. ورته وخت کې، دا پروګرام د ځنو اقداماتو لکه د لا ډیرو مؤثرو بریښنائي لوازمو د کارولو پراختیا له لیارې د کوچنېو تشبثاتو او کورنېو د انرژۍ اغیزمنتوب ته وده ورکوي.

په یو نظر کي

پروګرام:
د انرژۍ د سکټور د پياوړي کولو پروګرام(ESIP)
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت (MEW), د افغانستان د برشنا شرکت (DABS – د افغانستان د بریښنا رسونې ملي اداره), د افغانستان د کلېو د بیارغاونې او پراختیا وزرات (MRRD), د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت (MoHE), پوهنتونونه, د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیه (AREU)
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
بدخشان, بلخ, هرات, کابل, کندز, سمنګان, تخار
د پروګرام موخه:
ښاري او کلیوالو وګړو ته له چاپیریالي پلوه د خوندي، اقلیم سره برابری بریښنا برابرولو اصلاح
ټوله موده:
۱۳۸۶ لیندۍ – ۱۴۰۰ غبرګولي پورې