په افغانستان کې د کانونو ایستل – د لوړو زده کړو سمون او د نوښتونو منځته راوړل

د دې لپاره چې د کانونو د سکتور پوتنسیالونه په ښه توګه وکارول شي د المان فدرال حکومت د افغانستان څخه د کانونو د ایستنې په څانګه کې د مسلکې زده کړې د سمون، د کار د بازار او اقتصاد د اړتیاوو سره د دغې زده کړې د تطابق او په نړیواله کچه د هغې د اړیکو د تامینولو په اړه ملاتړ کوي.

وضعیت

د افغانستان د خامو توکو په سکتور کې د پاملرنې وړ پوتنسیالونه شتون لري چې کیدای شي د هیواد د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا سبب وګرځي. خو دغه ظرفیتونه په بشپړه توګه نه کارول کیږي. اصلي دلیل یې دادی چې په دې ډګر کې فني کارپوهان او روزل شوي مدیران په بسیا توګه شتون نلري. اوس مهال، فني درسي پروګرامونه چې د پوهنتونونو د کان ایستنې او مځکې پيژندنې په پوهنځیو کې پرمخ بوول کیږي د عملي واقعیت او د کار د بازار سره په بسیا توګه سمون نلري. سربیره پردې، د هغوي روزنیز پروګرامونه نړیوال ندي او د بهرنیو ژبو مهارتونه نلري. دغه اړخونه د مسلکي پوهې او ضروري فنی علم د اړینې کچې سره د زده کړې سمون ورکول ستونزمن کوي.

موخې

د پروګرام موخه داده چې نه یوازې د زده کړې روزنیزو پروګرامونو ته بیاکتنه وشي، بلکه هغوی ته د کار د بازار، اقتصاد او د ادارې د جوړښتونو د اړتیاوو سره سم سمون ورکړي ترڅو د خامو توکو د سکتور څخه د عوایدو پوتنسیالونه په بشپړه توګه وکارول شي. د ښوونکو د مسلکي او عملي روزنې ترڅنګ، د کانونو د ایستنې اړونده مضمونونه به منځته راشي او په درسي نصابونو کې به شامل شي. سربیره پردې، د سیمه ایزو همکاریو تامینول به د څیړنو او روزنې په ډګر کې د علمي ټولنو سره د نړیوالو اړیکو کچه لوړه کړي.

اقدمونه او پایلې

دغه پروګرام مرسته کوي چې د کان ایستنې په ډګر کې افغانې زده کړې موډرنه شي او د افغانستان د اړتیاوو سره سمون ورکړل شي. افغاني ښوونکو او زده کوونکو ته د المان د اکادمیکو تبادلو د خدمتونو د ادارې (DAAD) او د المان د پوهنتونونو لکه د بیرګ اکادمی فرایبیرګ د تخنیکي پوهنتون او د بوخوم د رور د پوهنتون د نږدې همکاریو پر بنسټ نوې مسلکې پوهې او نوښتیزو روزنیزو میتودونو ته لاسرسۍ برابریږي.

د بریالیتوب یو بل عامل د زده کړې په بهیر کې د مسلکي عملي دورو رواجول دي: د کان ایستنې د سکتور د شرکتونو او ادارو د اړتیاوو د تحلیل او ارزونې پر بنسټ د زده کړو روزنیزو پروګرامونو ته بیاکتنه وشوه او روزنیز لابراتوارونه د اړتیاوو سره سم منځته راځي. سربیره پردې، پوهه، اقتصاد او اداره د ستراتیژیک مشارکت له لارې تړاو مومي. هم په ملي او هم په نړیواله کچه اکادمیکه تبادله د ژمنیزو ښوونځیو، مسلکي کنفرانسونو ، علمي غونډو او همدارنګه په ګاونډیو هیوادونو کې د علمي سفرونو او عملي روزنیزو اقدامونو له لارې صورت مومي. د زده کړې فارغان د سمون ورکړل شوي زده کړو په سبب په ډیرې آسانۍ سره کار په لاس راوړي.

سربیره پردې، د کان ایستنې د اړونده زده کړو دپاره په ټول هیواد کې د همغږو سټنډرډونو د منځته راوړلو څخه ملاتړ کیږي تر څو مجوز رسمي نړیوال معیارونه لکه د کار د بازار سره سمونتیا او د کیفیت نورمونه تامین شي.

اساساً د خامو توکو سکتور ته باید د بهرنۍ کارپوهنې پرته او په پایښتونکي توګه سازمان ورکړل شي تر څو چې په اوږدمهال کې د افغانستان د پاره لوړ دولتي عواید په لاس راشي. هغه اضافه ارزښت چې په دې اړه په هیواد کې منځته راځي کولای شي د هیواد په اقتصادي او سیاسي ثبات کې یو مهم رول ولوبوي.

په یو نظر کي

د کابل په مرکز کې فعالیتونه
پروګرام:
په افغانستان کې د کانونو د ایستنې اکادمیکه زده کړه (AMEA)
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د بهرنیو چارو وزارت (AA)
شریک:
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
کابل
د پروګرام موخه:
په افغانستان کې د کانونو د ایستنې د سکتور د اکادمیکې زده کړې سمون
ټوله موده:
ورئ ۱۳۹۳ - غویئ ۱۳۹۷