په ښار کې ښه ژوند کول

لوی ښارونه په دوامداره توګه نوي استوګن راجلبوي. خلک له کلیوالي سیمو څخه ښاري سیمو ته په دې هیله کډه کوي چې هلته د ژوند غوره شرایط ومومي. د ښاري کیدو په لور د نړۍ رجحان افغانستان ته هم رسیدلی دی. وړاندوینه کیږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان نیمایي نفوس په ښارګوټو یا ښارونو کې ژوند وکړي.

وضعیت

پلازمینه په چټکۍ سره پراخیږي. په تیرو لسو کلونو کې د نفوس د نږدې لس سلنې کلنی ودې سره کابل د نړۍ یو له ترټولو ګړندیو وده کوونکو ښارونو څخه دی.

په هرصورت، د زیربناوو پراختیا نشي کولی چې د نفوس دې چټکې ودې ته ځواب ووایي. د کابل اویا سلنه وګړي په غیرپلاني یا غیرقانوني سیمو کې ژوند کوي. د دوی د ژوند شرایط د ډاډ وړ نه دي. له څلورو څخه د دریو اوسیدونکو لاسرسی لومړنیو خدمتونو ته ستونزمن دی یا ورته هیڅ لاسرسی نلري. ښوونځي، دولتي دفترونه، روغتونونه او درملتونونه په اسانۍ د لاسرسي وړ ندي. د کثافاتو او فاضله اوبو غیر منظم تنظیمول د ژوند په کیفیت باندې ناوړه اغیزې لري. د سړکونو وضعیت خراب دي. دلته د پیاده تګ ځایونه یا شنه ځایونه نشته. دا ننګونې په ځانګړې توګه د ښار زړه برخه ډیره اغیزمنوي. د کابل ښار چې پنځه ملیونه وګړي پکې اوسیږي، تاریخي مرکز، په ځانګړي توګه د غیر پلاني استوګنځایونو د پراختیا له امله مخ په خرابیدو دی.

موخه

د ښاري کیدو له امله راپورته شوو ننګونو ته د ځواب ویلو په موخه، افغان حکومت د ښاري ملي لومړیتوب پروګرام (U-NPP) په نوم یو نوښت په لاره اچولی دی. د کابل د سیند د غاړې د بدلون (KARIT) پروګرام د ښاري سیمو د بیارغونې په تړاو د دې نوښت ملاتړ کوي. ټولنیزې او اقتصادي زیربناوې د کابل د زاړه ښار په ټاکلو برخو کې اصلاح شوې دي. په واضح ډول ټاکل شوي عامه ځایونه د پرچون پلورنې، کوچنی سوداګرۍ او بازارونو لپاره فرصتونه زیاتوي. په هغو سیمو کې چې ښاري ترمیم روان وي، تاریخي او کلتوري میراث ته ځانګړې پاملرنه کیږي. د چاپیریال غوره شرایط د استوګنې ساحو ته ښه والی وربخښي او د ژوند کیفیت لوړوي. د ژوند اصلاح شوي شرایط د کابل د اوسیدونکو لپاره د خوندي او مستحکم چاپیریال په رامینځته کولو کې مرسته کوي. هغه پرمختګونه چې ګړندي احساس کیږي، که امکان ولري نو تعقیبږي.

د اوسیدونکو ګډون ته ځانګړی پاملرنه کیږي. دا ۳۰ میاشتنۍ بهیر د ټولو ګډونوالو ترمینځ متقابل تعامل پیاوړی کوي او د بیلابیلو توکمونو او کاروونکو ډلو پیوستون ته لاره هواروي.

اقدامونه او پایلې

دا تدابیر د عامه ژوند په ټولو برخو، کورونو او کار، ترافیک او خدمتونو، ښوونې او روزنې او ځایي توکو اغیزه کوي. دا پروژه په څو برخو ویشل شوې چې له یو بل څخه په خپلواکه توګه پلې کیږي.

د پروګرام بیلابیلې برخې لاندې مشخص اهداف وړاندې کوي:

  • د ښاري عامه زیربناوو رامینځته کول او اصلاح کول
  • د عامه ځایونو او شنو ساحو ډیزاین کول
  • د ټولنیز - اقتصادي او چاپیریال په تړاو د ژوند د شرایطو ښه کول
  • د ماشین خانې تاریخي صنعتي کمپلیکس عصري کول او نوي کول او د ټولنیزو او کلتوري پیښو او د اقتصادي او سوداګریزې کارونې په ځای د هغه بدلول
  • د وګړو لپاره اقتصادي فرصتونه رامینځته کول


د ښار په دننه کې صنعتي کمپلیکس ته وده ورکول او د هغه بیارغونه اوسیدونکو ته د دندو او عاید د ترلاسه کولو زمینه برابروي. سربیره پردې، د جنګلک حرفوي زده کړې مرکز کې د روزنې بیلابیل کورسونه وړاندې کیږي، چې صنعتي پارک ته څیرمه خلکو ته دا زمینه برابروي چې ځانګړې مسلکي وړتیاوې ترلاسه کړي. علاقه لرونکي کسان کولی شي د بیلابیلو کسبونو او تجارت لکه د ګنډلو، ګلدوزۍ، غالۍ اوبدلو، ترکاڼۍ، بڼوالۍ او نقشه ایستنې د زده کړې لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

د ۲۰۱۸ کال د اګست په میاشت کې د دې پروګرام له پیل راهیسې د هغه لومړۍ مثبتې اغیزې لا د مخه څرګندې شوې دي. دواړو مسلکي او غیر مسلکي اشخاصو لنډمهاله او معاش لرونکې دندې موندلې چې د دوی د ژوند په شرایطو او راتلونکو امکاناتو کې دوامداره پرمختګونه یقیني کوي.

د اوسیدونکو برخه اخیستنه

د ښار په دننه کې پراخې ودانیزې چارې اوسیدونکو ته له ورایه ښکاري. دوی ویني چې سړکونه، د پیاده ګرځیدو ځایونه، بازارونه او عامه پارکونه د دوی په نږدې ګاونډ کې جوړیږي. دا د ترمیم په پروژه کې د اوسیدونکو د مطلوب ګډون لپاره مناسب چاپیریال رامینځته کوي. د کثافاتو د نابودولو، د اوبو رسولو او د فاضله اوبو د کابو کولو په برخه کې ساده اقدامونه به د چاپیریال په وضعیت کې چې خلک په خپل ورځني ژوند کې ورسره مخ کیږي د پام وړ ښه والی راولي.

د کلتوري میراثونو ساتل

د پروژې موخه په تاریخي ځایونو کې د ژوند او کار کولو ترمنځ توازن رامینځته کول دي. دا د سوداګرۍ، بازارونو او کوچني سوداګرۍ لپاره سم شرایط رامینځته کوي. دا د اوسیدونکو او کاروباري خلکو ورځنی ژوند ښه کوي پداسې حال کې چې په ورته وخت کې د تاریخي او کلتوري میراثونو ساتنه هم کوي. سربیره پردې، د زیربناوو پراختیا ښوونې او روزنې، روغتیایی خدمتونو، د خوراکي توکو مارکیټونو او سیمه ایزو حکومتي دفترونو ته لاسرسي اسانوي. د استوګنې ترتیب لوړول په ښار کې ټولنیز پیوستون پیاوړی کوي. شاوخوا ۳۹۰۰۰۰ خلک چې په کابل کې ژوند کوي د بیلابیلو اقدامونو څخه به ګټه پورته کړي.

په یو نظر کي

پروګرام:
د کابل د سیند د غاړې بدلون (KARIT)
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان د بهرنیو چارو فدرال وزارت
شریک:
د آغاخان کلتوري دفتر (AKTC)
پلی کونکي اداره:
د KfW پرمختیایی بانک
ولایتونه:
کابل
د پروګرام موخه:
د کابل د تاریخي مرکز په ټاکلو برخو کې ښاري، ټولنیزې او اقتصادي زیربنا ته وده ورکول او پدې توګه د بیلابیلو قومونو او کاروونکو پیوستون ته لاره هوارول
ټوله موده:
۱۳۹۷ چنګاښ – ۱۳۹۹ لیندۍ پورې