کابل لپاره د اوبو ښه رسونه

د روغتیا د نړېوال سازمان (WHO) د مالوماتو پر بنسټ، اوسمهال د افغانستان د ښاري جمعیت شاوخوا یواځې یو پر درېمه برخه او د کلیوال جمعیت پنځه سلنه برخه د څښاک د اوبو رسونې له منظمې شبکې سره تړلي دي. د کابل ښاروالۍ د اوبو رسونې شبکه شاوخوا د ۶۰۸۰۰ کورنېو کنکشنونه مدیریت کوي. د اوسنۍ زیربنا وضعیت هم ډیر کمزورې ده: د اوبو پایپ لاینونه، پمپ سټیشنونه او زیرمې، که چېرې شتون ولري، معمولاْ ویجاړ شوي او شاوخوا ۳۰ سلنه اوبه د لیکۍ له امله ضایع کیږي.

وضعیت

په کابل کې ډيري وګړي د خپلې اړتیا وړ اوبه له لاسي ژورو څاګانو څخه ترلاسه کوي او یا یې هم له ټانکرونو څخه پيري. خوبیاهم، له ټانکرونو څخه د څښلو د اوبو پیرودل ګران دي او ډیري کورنۍ یې توان نلري. په پایله کې ډيري وګړي مجبور دي ترڅو له ککړو سطحي اوبو څخه ګټه واخلي.

د ځمکې لاندې او سطحي اوبه کله نا کله ډيرې ککړې وي. د دې یو لامل د فضله اوبو کمزورې دفع کول دي. د کابل یواځې شاوخوا اته سلنه جمعیت د فاضله اوبو له سیسټم سره نښتي دي. په ډيرو ښارګوټو او ښارونو کې، د نا تصفیه شوؤ فضله اوبو یوه اندازه سیندونو کې تخلیه کیږي. ډیره برخه یې خاورې ته دننه چې د ځمکې لاندې اوبه ککړوي.

په کابل کې وګړي د اوبو د نامنظمی رسونې او روغتیا ساتنې په پایله کې د ککړو اوبو له امله له دایمي روغتیايي خطر سره مخ دي. د څښلو ککړې اوبه د نس ناستي، کولرا او د محرقې د تبې معمول لامل دی.

موخه

په کابل کې ډيري خلک د څښلو د پاکو کافي اوبو ډاډمنه سرچینه لري. ګڼ شمېر کورنۍ د څښاک د اوبو رسولو له سیسټم سره نښتې دي. د کابل ښار له پایښت لرونکي پلان سره د روغتیا ساتنې او د اوبو د وتلو لپاره یوه ستراتیژي لري.   

اقدامونه او پایلې

د KfW پراختیايي بانک د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د فدرال وزارت  (BMZ)په استازیتوب کار کوي ترڅو د کابل له ښار څخه خلکو ته د څښلو د لوړ کیفیت لرونکو اوبو په رسولو کې ملاتړ وکړي. دغه اقدامات د ماسټر پلان پواسطه بشپړ شویدي ترڅو په کابل کې د روغتیا ساتنې وضعیت اصلاح کړي، چې په ۲۰۱۹ کال کې پیل شوی وه.

کابل لپاره د څښلو اوبه

د څښلو د اوبو له شبکې سره د کورنېو د نوو شیردانونو نښلول ډاډمنوي ترڅو ډيري وګړي له نل څخه د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی ولري. له ۲۰۰۷ کال راهیسي، شاوخوا ۴۰۰۰ کورنۍ د اوبو له شبکې سره نښتي دي، چې شاوخوا ۴۰۰۰۰ اوسیدونکو ته د څښلو خوندي اوبه برابروي. د کورنېو ۸۷۰۰  نور شیردانونه اضافه کیږي. له ۲۰ څخه ډیرې نوې څاګانې جوړې شویدي ترڅو کورنۍ وکولې شي چې د اوبو له شبکې سره ونښلي. نوموړې څاګانې په اوسط ډول سره هره ورځ ۵۴۰۰۰ متر مکعبه اوبه د کابل د اوبو زیرمو ته برابروي. پراخ شوي او جوړ شوي پمپ سټیشنونه د ځمکې د لاندې اوبه له څاګانو څخه د اوبو د زیرمې ټانکرونو ته او له هغه ځاي څخه یې د اوبو شبکې ته پمپ کوي. د څاګانو په سیمو کې نوي راټولونکي او نښلونکي پايپونه، د اوبو د ذخیرې بیاجوړ شوي تاسیسات، کابل کې نوې شبکې او فرعې شبکې او د کورنېو اضافي شیردانونه د اوبو رسول خوندي کوي او د اوبو ضایعات کموي. دغو پړاونو په ۲۰۱۹ کال کې له شاوخوا ۷۰ سلنو څخه ۳۰ سلنو ته د اوبو د تخنیکي ضایعاتو په راکمولو کې مرسته کړیده.

د BMZ سربیره، د فرانسي پراختیايي اداره (Agence Française de Développement, AFD) او د نړېوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو اداره (USAID) هم په کابل کې د څښلو د اوبو رسولو پرمختګونه له مالي پلوه ملاتړ کړیدي.

کابل کې د روغتیا ساتنې اصلاح کول

د افغانستان له دولت سره په ګډه، د آلمان دولت د کابل ښار لپاره د روغتیا ساتنې او اوبو د وتلو د یو ماسټر پلان جوړول له مالي پلوه تمویلوي. پدغه پروسې کې، د ۲۰۰۶ کال پلان اصلاح کیږي ترڅو وروستۍ اړتیاوې منعکس کړي او تعدیل کیږي ترڅو د اړینو نهادونو ظرفیتونو پلي کول، عملیات او ساتنه او څارنه او همداراز پرمختګ په کې شامل شي. دغه ماستر پلان د افغانسان د ښارې اوبو رسونې او کانالیزاسیون شرکت (AUWSSC)، د کابل ښار حکومت، د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې (NEPA)  په نږدې همکارۍ سره جوړیږي. د ټولو لیوالو ډلو آندونه او هیلې پدغه ماسټر پلان کې شاملیږي، او پدې توګه د ښکیلو ادارو ملکیت پیاوړی کوي.

دغه ماسټر پلان کې په کابل کې د فاضله اوبو، د څښلو نه وړ اوبو او د باران د اوبو د تخلیې د راتلونکي مدیریت لپاره ټاکلي وړاندیزونه شامل دي. موخه یې د داسې ستراتیژۍ پلي کول دي چې د ښار د بیلابیلو برخو لپاره د فاضله اوبو له مدیریت سره برابرې ټکنالوژۍ ترکیب کړي.

په یو نظر کي

پروګرام:
د کابل د ښار د اوبو رسول؛ کابل کې د روغتیا ساتنې او د اوبو د وتلو په اړه څیړنه
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا فدرال وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت (MUDL), )، د افغانسان د ښارې اوبو رسونې او کانالیزاسیون شرکت (AUWSSC)
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیايي بانک
ولایتونه:
کابل
د پروګرام موخه:
کابل کې د څښلو د پاکو اوبو رسولو اصلاح. د ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې د کابل ښار د حفظ الصحې او اوبو رسولو ماسټر پلان لري
ټوله موده:
د اوبو رسونه: غبرګولی ۱۳۸۳ – مرغومې ۱۴۰۳؛ روغتیا ساتنه: سلواغه ۱۳۹۸ - کب ۱۴۰۰