بغلان

د بغلان ولایت د افغانستان په شمال کې د هندوکش د غرونو په لمنه کې پروت دی او ۱۶ ولسوالۍ لري. د دې ولایت شاوخوا  ۹۲۰۰۰۰ تنه اوسیدونکي په درې ژبه خبرې کوي. بغلان د یوې ترانزیتي سیمې په توګه شهرت لري ځکه د کابل او د افغانستان د منځنۍ آسیا د ګاونډیو تر منځ ټرافیک د دغه شمالي ولایت څخه تیریږي. سره له دې د زیات شمیر سړکونو د خراب حالت له امله اوسیدونکي نشی کولای په آسانۍ سره د ولایت مرکز او نورو سیمو ته تګ وکړي. سربیره پردې، زیات شمیر کلي د برښنا د شبکې سره ندي نښلول شوي.

د ولایت په ډیرو ولسوالیو کې خلک تر زیاده حده پورې خپل عواید د کرهنیزو محصولاتو څخه په لاس راوړي. خو د ولایت مرکز پلخمري د کان ایستنې پخوانۍ میراث لري. د افغانستان سره د المان د همکارۍ پروګرام د بغلان په ولایت کې د ډیرو کلونو راهیسې کارکوي او په ډیرو ډګرونو لکه د کرهنې او اقتصادي پراختیا، د قانون د واکمنۍ، د سړکونو د جوړولو، د اوبو او برښنا د رسونې، او اداري اصلاحاتو په اړه بیلابیل پروګرامونه پرمخ بیایي چې دغو پروګرامونو مرسته کړیده چې بدلونونه منځته راشي او د اوسیدونکو د ژوند شرایط سمون ومومي.

په دغه برخه کې په بغلان کې د افغانستان سره د المان د همکارۍ د پروګرام د فعالیتونو په باب یوه لنډه کتنه لوستلای شی.

کيسې