تخار

دا کلیوالي ولایت  چې د افغانستان په شمال ختیز کې پروت دی د ۱۷ ولسوالیو نه جوړشویدی او د تاجکستان سره پوله لري. د دې ولایت په ۱۲۰۰۰ کیلومتره مساحت کې شاوخوا یو میلیون خلک ژوند کوي.

دا ولایت د یو شمیر عمده ننګونو سره مخامخ دی. د یو شمیر ولسوالیو لیرې جغرافیایي موقعیت، ډیره غړنده اقتصادي وده، بی وزلي، د کلیو د اوسیدونکو په منځ کې د زده کړې نشتوالۍ، او په یو شمیر سیمو کې یوه ناکراره امنیتي وضعه د پرمختګ او پراختیا په لاره کې خنډ واقع کیږي. د دې ولایت کابو ۹۰ سلنه په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي. څو ولسواليو ته د نه لاسرسۍ له امله اوسیدونکي اغلباً دیته اړکیږي چې د ترانسپورت لپاره د آسونو او خرو څخه کارواخلي. ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو ته رسېدل ستونزمن دی. طبیعي پیښې لکه د واورې ښوییدل او سيلابونه يوه معمولي پدیده ده. د ولايت اقتصاد تر زیاته حده پورې د خدمتونو او کرنې د سکتورونو پر بنسټ ولاړ دی. ځايي خلک خپل زیاتره عواید د کرهنیزو محصولاتو د خرڅلاو  څخه چې په دې نسبتاً حاصلخیزه او د اوبو له پلوه بډایه سیمه کې تولیدیږي او د کلالي، ګاڼې او غالیو د توليد څخه په لاس راوړي.

د افغانستان سره د المان د همکارۍ پروګرام په تخار کې د ډیرو کلونو راهیسې کار کوي او په ډیرو ډګرونو لکه د قانون د واکمنۍ، د حکومتي سیمه ایزو سازمانونو د ظرفیت د پراخولو، د پایښتي اقتصادي پراختیا د هڅولو، او د څښاک د اوبو او د انرژۍ د رسونې د سمون په اړه بیلابیل پروګرامونه پرمخ بیایي چې دغو پروګرامونو مرسته کړیده چې بدلونونه منځته راشي او د اوسیدونکو د ژوند شرایط سمون ومومي.

په دغه برخه کې په تخار کې د افغانستان سره د المان د همکارۍ د پروګرام د فعالیتونو په باب یوه لنډه کتنه لوستلای شی.

کيسې