Primary tabs
سمنګان
د سمنګان غرنۍ ولایت چې د افغانستان په شمال کې پروت دی اوه ولسوالۍ لري. خلک دلته په عمده توګه په دري او پښتو ژبو خبرې کوي. د دې ولایت د شاوخوا ۳۹۰۰۰ تنو اوسیدونکو ۹۰ سلنه په کلیوالي او اغلباً لیرې سیمو کې ژوند کوي.
محلي وګړي خپل معیشت عمدتاً د کرهنې څخه په لاس راوړي که څه هم د کرهنیزې مځکې زیاته برخه په بسیا توګه خروړبه شوې نه ده. وچکالي او سیلابونه د خوراکي توکو د ناڅاپه لږوالي او د عوایدو د کمښت سبب کیدای شي. د کرهنې تر څنګ، د ډبرو د سکرو استخراج او د نصواري مرمرو ایستنه د کارګمارنې سرچینې دي.
په بسیا توګه د اوبو رسونه د خلکو دپاره یو له عمده ننګونو څخه ګڼل کیږي. د کورنیو یوازې ۲۰ سلنه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ لري. حتي د ولایت مرکز ایبک د څښاک د اوبو دپاره د ټانکرونو څخه کار اخلي. زیات شمیر لیرې کلي برښنا، ښوونځۍ یا روغتایي څارنه نلري.
د افغانستان سره د المان د همکارۍ پروګرام په سمنګان کې د ډیرو کلونو راهیسې کار کوي او په ډیرو ډګرونو لکه د پوهنې، د قانون د واکمنۍ، د انرژۍ د رسونې، د کرهنې پراختیا، د اوبو د رسونې، او د ناویلیو اوبو د دفعې په اړه بیلابیل پروګرامونه پرمخ بیایي چې دغو پروګرامونو مرسته کړیده چې بدلونونه منځته راشي او د اوسیدونکو د ژوند شرایط سمون ومومي.
په دغه برخه کې په سمنګان کې د افغانستان سره د المان د همکارۍ د پروګرام د فعالیتونو په باب یوه لنډه کتنه لوستلای شی.