آینده لرونکي سړکونه

یو سړک کولای شي چې د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره کړي. د افغانستان په شمال کې، د سیمه ییز بنسټیز پراختیایي وجهي صندوق (RIDF) په سمدستي ډول د سړکونو رغولو له پروژو سره مالي مرسته وکړه چې د ډېرو خلکو ورځنی ژوند اسانه کوي.

په ځانګړي توګه په پسرلي او ژمي کې به وضعیت ډېر خراب و، ځکه چې اوبه او واورې به د سړک په کندو کې پرتې وې. د ټیکسي چلوونکی، حسام الدین ته د پخواني لویې لارې په اوږدو کې ډېر ستړي کونکي سفرونه وریادېږي، هغه سړک چې د دهدادي له ولسوالۍ څخه د افغانستان شمالي ولایت مزار شریف نښلوي. دا هغه کیسه ده چې په ځانګړي توګه د هغه په یاد کې راځي.

Hassamuddin works as a taxi driver. He recalls many exhausting journeys along the old road. After one particularly bad experience, he avoided the road to Dehdadi. | © GIZ GmbH / Mohammad Javid

د ټیکسي چلوونکی حسام الدین خپل بایپاران بیا دهدادي ولسوالۍ ته وړي. | © GIZ GmbH / Mohammad Javid

حسام الدین وایي، "ما یوه مور د هغې له نوی زېږېدلي ماشوم او فامیل سره د روغتون نه په موټر کې کښېنوله او موږ په نیمه لاره کې د سړک په یوه کنده کې چې له خټو څخه ډک و، بند پاتې شو. تیاره وه، هوا ډېره سړه وه او موږ نشو کولای چې مخکې یا شاته لاړ شو." نارینه و هڅه وکړه چې موټر له خټو څخه وباسو، خو بریالي نه شو. حسام الدین زیاتوي: "یوازې د اوږدې مودې لپاره د موټر هارن وهلو په وجه ځایي خلک د موږ مرستې لپاره راغلل او موږ وکولای شول چې له خټو څخه موټر وباسو او د الله پاک نه مو شکر وکړو چې خپل سفر ته مو دوام ورکړ." له دغه بدې تجربې څخه وروسته، هغه پرېکړه وکړه چې په راتلونکي کې به د دهدادي پر سړک باندې موټر نه چلوي.

دغه کیسه له بې شمېره کیسو څخه یوه کسیه ده چې د دهدادي ولسوالۍ خلک يې د لویې لارې په اړه کوي، دغه سړک د لسیزو راهیسې له خامه سړک و. درانه بار وړونکو موټرونو او خرابې هوا دغه سړک خراب کړی و او ځینې برخې یې د تېرېدلو وړ نه وو. اکثره به پکې ټکرونه کېدل.

د دهدادي ولسوالۍ یو قومي مشر، حاجي قربان شاه وایي، "مشکلات به هغه وخت پیدا کېدل، کله چې به دوه موټرونه سره مخامخ شول او په ځینې ځایونو کې به د تنګ سړک په وجه تېرېدلای نه شو. په باراني موسم کې به اکثره وختونه خلک له دغه سړک څخه تېرېدلای نه شول، ځکه چې د سړک په کندو کې به خټې ډېر زیات وو او ماشومان به ښوونځي ته تللای نه شول.    

Haji Ghorban Shah, one of the elders of Dehadi district, is happy that his granddaughter can now reach her school also during heavy rain. | © GIZ GmbH / Mohammad Javid

حاجي قربان شاه له دې امله خوشحاله دی چې د هغه لمسۍ اوس کولای شي په سخت/زیات باران کې هم خپل ښوونځي ته لاړه شي.​ | © GIZ GmbH / Mohammad Javid

بالآخره، د دهدادي ولسوالۍ پراختيايي شورا د دغه سړک بيارغونې کار له څو کلونو راهيسې د بېړني بنسټیز پروژو په لېسټ کې لومړی کار و. په دغه ولسوالۍ کې ۴۰۰۰ فامیلونه ژوند کوي چې ډېری یې کروندګر دي چې خپل توکي د دغه سړک له لارې بازار ته انتقالوي. د دغه ولسوالۍ پراختیایي شورا رئیس، سید مصطفی وايي، "ښځې، ماشومان، سپین ږیري او معلوله کسان د دغه سړک له خراب وضعیت له امله له دغه سړک څخه تېرېدلای نه شول."

د سیمه ییز بنسټیز پراختیایي وجهي صندوق (RIDF) په مرسته، چې د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیایي وزارت (BMZ) لخوا مالي مرسته ورکول کېږي، بالآخره د بیارغونې پروژه پیل شوه. پر دغه پروژه باندې شا او خوا ۶۷ میلونه افغانۍ (۷۰۰۰۰۰ یورو) پانګونه شوې ده. دغه سړک د ۱.۷ کیلومټره جلاوالي سره ۱۱ مټرو ته پراخه شوې ده، او شپږ (۶) مټره پلنوالي په اندازه پخه شوې ده. مصطفی داسې راپور ورکوي، "پلونه، پلچکونه او د اوبو ویالو کانالونه د سړک دواړو غاړو ته جوړ شوي دي، چې د زېربنا ښه کیفیت څرګندوي."

Dehdadi District is home to about 4,000 families, most of them farmers who transport their goods along the road.

په دهدادي ولسوالۍ کې نوی جوړ شوی سړک | © GIZ GmbH / Mohammad Javid

دغه سړک د ۱۳۹۸ کال د وږي په میاشت کې د بشپړېدلو راهیسې، د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکي کولای شي چې مزار شریف ته، که هغه روغتون ته تلل وي، خریدارۍ لپاره وي او که د نور مهم کارونو لپاره وي، په خوندي توګه سفر وکړي. ټیکسي چلوونکی، حسام الدین هم مسافرین دهدادي ولسوالۍ ته وړل بیا پیل کړي. هغه وایي، ځینې ورځې پر دغه سړک باندې څلور (۴) ځلې تګ راتګ کوي.

دغه سړک کلیوال سیمې ته د جراحي ډاکټرانو او درملتونونو سره سره نوی کاروبارونه هم راوړلي. ډاکټر عبدالغفور چې د سړک پر غاړه خپل طبي کلینک جوړ کړی وایي، "پخوا به د لارې په اوږدو کې لږ دوکانونه موجود وو، خو اوس ډېری خلکودا فرصت ترلاسه کړی او د سوداګرۍ ځایونه یې جوړ کړي دي.اوس خلک کولای شي د هر کوچني ناروغۍ لپاره ښار ته د تګ پرځای مستقیم د ما کلینک ته راشي او د ما ترڅنګ له دغه درملتون څخه درمل هم ترلاسه کړي."

د هټیو ځینې مالکان حتی په سوداګرۍ کې په کوچني اندازه ودې په اړه هم راپورونه ورکوي. یو له دوی څخه شېر محمد دی چې د فلزاتو کار کوي او په خپل ورکشاپ کې فلزي لوښي تولیدوي. هغه وایي،"ډېری نور پېرېدونکي د سړک جوړېدلو له امله له نورو ځایونو څخه دلته راځي. اوس ځایی خلک د مزارشریف پرځای د ما نه لوښي اخلي، ځکه چې زه په لږ لګښت او اخلاص سره دا کار کوم."

Mohammad Shir is happy with the new road, ‘Locals are now buying from me rather than in Mazar-e Sharif, as I carry out the work at a lower cost and put my heart and soul into it.’ | © GIZ GmbH / Mohammad Javid

محمد شېر د نوي سړک په جوړېدلو خوشحاله دی. | © GIZ GmbH / Mohammad Javid

د ځايي خلکو لپاره ماهرانه پوهه او کار

د ۱۳۸۹ کال راهیسې، د سیمه ییز بنسټیز پراختیایي وجهي صندوق (RIDF) له بنسټیز پروژې لکه په دهدادي ولسوالۍ کې د سړک رغونې پروګرام سره د KfW پراختیایي بانک له لارې مالي مرسته کوي. د دغه پروګرام هدف د خلکو د ژوندانه شرایط ښه کول او سیمه ییز اقتصاد ته وده کول دي. ولایتي او د ولسوالۍ چارواکي او شوراګانې کولای شي چې د دغه ډول نوښتونو پروپوزلونه ولایتي پراختیایي کمېټیو (PDCs) ته وسپاري. د اړوند PDC لخوا له تصویب څخه وروسته، دغه ډول پروژې د متخصص ادارو لخوا پلي کېږي. وروستی بیا د RIDF تخنیکي ملاتړ هم ترلاسه کوي.

په دغه طریقه، تر دې دمه ۲۷۰ کیلومټره سړک جوړ شوی یا ترمیم شوی، د اوبو لګونې ۹۸ کیلومټره کانالونه جوړ او بیارغول شوي، د سیلابونو مخنیوي لپاره استنادي دېوالونه جوړ شوي، زرګونه کورنۍ د برېښنا له شبکې سره نښلول شوي او ښوونځي جوړ شوي دي. اوسمهال، ډېری نور پروژې د پلانولو په مرحله یا تر رغونې لاندې دي. د دې ټول کارونو سربېره، د افغانستان ولایتي او ولسوالۍ چارواکو کارپوهانو ته نور روزنې هم ورکړل شوي.

The construction of the two roads is the result of close cooperation between Afghan and German partners. | © GIZ GmbH / Mohammad Javid

د سړک جوړونې بریالي پروژې د افغاني او آلماني همکارانو ترمنځ د ښې همکارۍ پایله ده. | © GIZ GmbH / Mohammad Javid

د دغه کارپوهانو له ډلې څخه یو یې محمد شفیع دی. د بلخ ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس او انجنیر د RIDF په بېلابېل کورسونو لکه د GPS تخنیکونو او سروې په برخو کې ګډون کړی دی. شفیع وايي، "دغه دوامداره کورسونه د موږ لپاره خورا مهم دي، ځکه چې د ریاست عملیاتي وړتیاوې لوړوي." له ۵۵۰۰ څخه زیات انجنیرانو او حکومتي چارواکو په ټولیزه توګه له شمالي ولایتونو څخه د RIDF روزنې او لارښوونې پروګرامونو کې برخه اخیستلې ده. د دوی نوي ترلاسه کړي پوهه به دوی د دې کار جوګه کړي چې په خپلواکه توګه په راتلونکي کې لوی بنسټیز پروژې پلان او پلي کړي.

ځایي خلک لا دمخه د رغونې په مرحله کې هم له دغه پروژې څخه ګټه اخلي. د RIDF لخوا تمویل شوي ټول بنسټیز کارونو کې درې برخه کاریګران له نږدې ځایونو څخه کار کولو لپاره راځي. په دوی کې ښځې هم شته دي چې د خوړو تیارولو او بوجۍ ګانو جوړولو لپاره استخدام شوي دي. په دهدادي ولسوالۍ کې تر ۱۰۰ کسانو پورې ځايي خلکو د لوی لارې په پروژه کې کار کاوه.

ملموسه وده

په مزار شریف کې یو بل څلور (۴) کیلومټره نښلوونکی سړک د مزارشریف په ختیځ کې د RIDF په مالي مرسته جوړ شوی، چې ځایي خلکو یې د ډېرو کالونو راهیسې د جوړولو غوښتنه کوله. دلته هم، لکه په دهدادي ولسوالۍ کې، د RIDF په مالي مرسته شپږ (۶) مټره پلنوالي په اندازه سړک پوخ شو. ځایي چارواکو او خلکو د کارته وحدت ښار په کلیوال ساحه کې د سړک په کندو او کپرو کې د بیارغونې کار د یو فرصت په توګه وکارلو چې یوځای پانګونه وکړي او پوخ سطح تر ۱۰ مټره پلنوالي په اندازه پراخه کړي. د سیمه ییز شورا (ولسوالۍ شورا) رئیس حاجی محمد الله وايي، "د مزار شریف ښاروالۍ د دې یو مټر سړک جوړولو مسؤولیت پر غاړه باندې واخیست، په داسې حال کې چې د دغه سیمې اوسېدونکو پاتې نور پيسې ورکړې. په دې توګه، سړک د موږ  ټولو ګډه پروژه ده او موږ به یې په ګډه ساتنه کوو."

The about four-kilometre long Sajadia Road is something the local population had been calling for many years. | © GIZ GmbH / Mohammad Javid

په کارته وحدت کې د سجادیې سړک. | © GIZ GmbH / Mohammad Javid

د دهدادي ولسوالۍ پڅېر، د سړک رغونې په پایله کې د کارته وحدت اوسېدونکو ډېری کارونو هم ښه شوي دي. محمد الله وویل، "پخوا به موږ اکثره وختونه د خټو او کندو او کپرو سره مبارزه کوله، او ډېری ټیکسي چلوونکو مسافرین، حتی ناروغان په دغه سړک نه وړل. خوشبختانه، هغه بد وختونه تېر شو."

په کارته وحدت کې د خوراکي توکو پلورنځي مالک عصمت الله، لاهم هغه بد دوړې په یاد دي چې په هوا کې به د تل لپاره، په ځانګړي توګه د اوړي په میاشتو کې موجوده وه. هغه وايي، "زه مجبور وم چې په یو ورځ کې به مې څو ځله دوکان پاکولواو ګڼ شمېر پېرېدونکو به بیا هم شکایت کولو چې د موږ توکي ناپاکه وو او بد بوی به یې کولو. هغه زیاتوي چې حتی تنفسي ناروغي هم د دغه دوړو له امله خلکو ته پیدا شوه. اوس د هغه تجارت ښه دی. هغه یوازې په اونۍ کې یو ځل خپله هټۍ پاکوي او بالآخره د هغه ۱۱ کالن زوی مجتبی ښوونځي ته په خوندي توګه تللای شي.

Esmatullah had to clean his shop several times a day and customers complained about dirty goods. Now, he only cleans his shop once a week. | © GIZ GmbH / Mohammad Javid

عصمت الله د خپل دوکان مخې ته | © GIZ GmbH / Mohammad Javid

د ۱۳۹۸ کال د تلې په میاشت کې د رغونې کار پای ته له رسېدلو وروسته، لومړۍ کورنۍ هم کارته وحدت ته کډه شوې، ځکه چې شا او خوا ساحې د پخوا په پرتله ناڅاپه خوندي او پاک شوې وو. له هغه وخت راهیسې، د اپارتمان نوي بلاکونه په ګاونډ کې هر چېرته جوړ، کورونه ترمیم او سړکونه د خصوصي پانګوالو لخوا نوي شوي دي.

د جایدادونو بیه هم لوړه شوې او د پام وړ اقتصادي پرمختګ هم پیل شوی دی. ځایي سیاستوال قادر قرین وایي، "د موږ لپاره سړک یوازې سړک نه بلکه ډېر پرمختګ دی. دغه سړک پرمختګ او وده راوړله او خلک تعلیم او کار کولوته ښه لاسرسی لري. موږ د دې پڅېر د بنسټیز پروژو لپاره د آلمان حکومت ژمنه ډېره ستایو."

د اقتصادي ودې ګټه ډېری ښځو ته هم رسېږي، چا چې په کارته وحدت کې خپل ژوند جوړ کړی، هغه ښځې لکه مېرمن محمدي چې آرایشګاه یې اوس ښه ګټه  لري، ځکه چې د هغې لپاره دا کار اسانه دی چې خپل محوطه پاکه وساتي. هغه وايي، " آن د شا او خوا کليو څخه ناوې ګانې ما ته راځي چې ځان د واده ورځې لپاره سینګار کړي."

Fatima Haji Mohammadi owns a beatuy salon in Karte Whadat that is now more profitable than before. She says that it is also far easier to keep her premises clean with the new road. | © GIZ GmbH / Mohammad Javid

اغلې محمدي آرایشګاه لري چې له پخوا څخه او ډېره ګټوره ده.​ | © GIZ GmbH / Mohammad Javid

او بیا فاطمه ده چې افغانستان ته له راستنېدلو دمخه یې په ایران کې د کډوال په توګه ژوند کوله. هغه په کارته وحدت کې د خوراکي توکو پلورنځی جوړ کړ چې اوس د سړک د رغونې دمخه ډېر پیسې ګټي. فاطمه وایي، " ښه ده چې دلته یو نوی ښوونځی، د جراحي ډاکټر کلینک یا پوهنتون په کارته وحدت کې شا او خوا هره میاشت پرانیستل کېږي او د پخوا په پرتله کارونه خوندي دي. موږ ډاډه یو چې د موږ ماشومان به دلته ښه راتلونکی ولري. "


د خپرېدلو نېټه: د ۱۳۹۹ کال د زمري میاشت

پروګرام: د سیمه ییز بنسټیز پراختیایي وجهي صندوق (RIDF)

تمویلوونکې اداره: د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)

همکاره اداره: د افغانستان د مالیې وزارت

تطبیقوونکې اداره: د KfW پراختایي بانک

ولایتونه: بدخشان، بغلان، بلخ، کندز، سمنګان او تخار.

د پروګرام موخه: د دغه پروګرام موخه د لومړني بنسټیز امکانات برابرولو له لارې د افغانستان په شمال کې د ژوند شرایط ښه کول دي. د ولسوالۍ او ولایت په کچه اداره او د خلکو ډلې پیاوړی کول دي ترڅو د خلکو اړتیاو پوره کولو لپاره پخپله بنسټیز پروژې پلان، فعالیت او پلي کړي.

Fatima lived as a refugee in Iran before setting up a small grocery store in Karthe Wahdat.
"موږ ډاډه یو چې د موږ ماشومان به دلته ښه راتلونکی ولري."
More stories in this sector