د حقوقي تجربې ترلاسه کول

د شپږو میاشتو یوه روزنیزه عملي دوره په افغانستان کې ځوان وکیلان کاري ژوند ته چمتو کوي. د هغو د ګڼ شمېر لپاره، روزنیزه عملي دوره د هیلې بخښونکې دندې لپاره یوه ټوپدړه وړاندې کوي.

په حق توب او د عدالت ترلاسه کول دوه بېلابېل موضوعات دي. د پلي کېدونکي قانون تل پلي کول ممکن نه دي. غیر حقوقي جوړښتونه د اساسي قانون پلي کول ستونزمن کوي، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې. دا په مېرمنو اغېره کوي په ځانګړې توګه په هغو مېرمنو چې تل د خپلو حقونو لکه څرنګه چې د دولت لخوا تضمین شويدي، دفاع نشي کولې.

له همدې امله، له افغانستان سره د آلمان همکاري د یو پلي کېدونکي حقوقي سیسټم په رامنځته کولو کې مرسته کوي. Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH دنده لري ترڅو د افغانستان د ټولو وګړو حقوقي امنیت ته وده ورکړي. د بېلګې په توګه، د آلمان د اقتصادي همکارېو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ) له مالي پلوه د قضائي مقاماتو کارکونکو او د شخړو د حل دواړه دولتی او غیردولتي مرکزونو ته د دندې پرمهال روزنیز کورسونه تمویلوي.  

په ځانګړې توګه د عدالت ترلاسه کولو په موخه د مېرمنو د ځواکمنولو لپاره، له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د قانون د واکمنۍ د ټینګښت پروګرام (RoL) د افغانستان د ښځو د چارو له وزارت او د هغه له ولایتي ریاستونو سره کار کوي ترڅو په ټول شمالي افغانستان کې په ۷۳ ولسوالېو کې د جنډر مرکزي فعالین (GFPs) تاسیس کړي. د جنډر مرکزي فعالین (GFPs) هغه داوطلبې مېرمنې دي چې د مېرمنو حقونو ته وده ورکوي. د هغو تر ټولو مهمو دندو کې د مېرمنو له حقونو څخه د هغو خبرول او له دغو حقونو څخه د دفاع کولو په برخه کې له هغو سره مرسته کول شامل دي.  

د مېرمنو حقونه همداراز د مذهبي ښوونځېو (مدارسو) له همکارۍ سره د دې پروګرام د کار د تمرکز ساحه ده. د افغانستان د حج او اوقافو له وزارت سره په ګډه یې په اسلام کې د مېرمنو د حقونو په اړه یو لارښود کتاب چمتو کړیده چې د مذهبي ښوونکو لپاره د دندې پرمهال روزنې لپاره کارول کیږي. د بېلګې په توګه، مدرسې هم باید د مېرمنو د حقونو منل وهڅوي.

خوبیاهم، د قانون راتلونکې د ځوانو وکیلانو په لاس کې ده. د ښې زده کړې لپاره یواځې د حقوقو او شرعیاتو د پوهنځېو په سیمینارونو کې برخه اخستل بسنه نه کوي. د حقوقي کارپوهانو راتلونکې نسل هم باید عملي تجربه ترلاسه کړي او په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت پروګرام (RoL) راتلونکو وکیلانو ته د دې کار د ترسره کولو فرصت ورکوي.

د دې پروژې په چوکاټ کې، په شمالي افغانستان کې په شپږو پوهنتونونو کې حقوقي کلینیکونه تنظیم شویدي. دلته د حقوقو او شرعیاتو د پوهنځېو محصلین د مجربو وکیلانو تر څارنې لاندې په ریښتونو قضېو کار کوي. دغه حقوقي کلینیکونه دواړه محصلینو او هغه پیرودونکو ته ګټه رسوي چې د مشورې په لټه کې دي، ځکه چې دغه چوپړتیاوې وړیا دي. له ۱۳۹۷ څخه تر ۱۳۹۸ پورې، شاوخوا ۸۸۰ محصلینو – چې نیمايي یې مېرمنې دي – په شاوخوا ۱۹۰ حقوقي قضېو کار کړیده.

د دې فعالیتونو د بشپړولو لپاره، په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت پروګرام (RoL) له حقوقي کلینیکونو او د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره په ګډه کار کوي ترڅو د دنیوي او مذهبي قانون د فارغینو لپاره د روزنېزې عملي دورې یو پروګرام پیل کړي. له ۱۳۹۲ کال راهیسې، شاوخوا ۵۵۰ ځوانو مېرمنو او ۵۳۰ نارینه و د بشپړې ورځې یوه روزنیزه عملي دوره پاې ته رسولې ده. په لومړېو کې روزنېزې عملي دورې یو میاشت وخت درلود، مګر وروسته یې موده شپږو میاشتو ته وغځول شوه.

په روزنېزو عملي دورو کې بېلابېل پړاونه شامل دي. ځوان وکیلان د ځنو دندو په ګډون چې د حقوقي موضوعاتو هغې خوا ته اوړي، د بېلابېلو موضوعاتو په برخه کې تجربه ترلاسه کوي لکه د پروژې مدیریت، کنټرول او څارنه. د روزنېزو عملي دورو موخه له اړونده کاري ساحو او لېوالتیاو سره د لېوالو وکیلانو بلدول او وروسته بیا د دندې په ترلاسه کولو کې هغو ته ترټولو غوره ممکنو چمتوالو د شراېطو براول دي.    

په اکثرو مواردو کې، روزنېزې عملي دورې همداسې کوي. د بېلګې په توګه، شاکره چې له بلخ ولایت څخه یوه وکیله ده، د افغان مېرمنو په ښوونیز مرکز (AWEC) کې یې له شپږ میاشتنۍ ښوونېزې عملي دورې څخه تر فارغېدو سمدستي وروسته د پروژې د مدیرې په توګه دایمي دنده ترلاسه کړیده. اوس هلته کار کوي او د سوداګرۍ په برخه کې د مېرمنو ملاتړ کوي. هغه د پروژې د مدیریت او همغږۍ مسؤله ده، د اقداماتو د پلي کولو او مالي تمویل څارنه کوي او نوې پروژې په لاره اچوي.  

شاکره ډاډه ده چې هغې د خپلې ښوونېزې عملي دورې له امله دنده ترلاسه کړیده: 'ما به له ښوونېزې عملي دورې څخه پرته دغه دنده ترلاسه کړې نه واي، ځکه چې ما کومه تجربه نه لرله او د پروژې یا مالي چارو د مدیریت، راپور ليکلو او د پروګرامونو د پلي کولو یا همغږۍ په اړه په څه نه پوهېدمه'. دغې روزنیزې عملي دورې هغې ته وړتیا وربخښلی ده ترڅو په لنډې مودې کې اړین مهارتونه ترلاسه کړي، د مجربو همکارانو له ملاتړ څخه مننه. 'لکه څرنګه چې ما د خپلې روزنيزې عملي دورې په جریان کې په ورته برخې کې کار کاوه، زما لپاره زما د اوسنۍ دندې ازموینه خورا آسانه وه او دنده مې ترلاسه کړه.'   

شاکره چې په خپل فارغ وخت کې لیکنې کوي او څو لیکنې یې له وړاندې څخه خپرې شویدي، خپل ځان د خپلې دندې په لومړېو کې ګوري. وروسته غواړي چې د خپلې ماسټرۍ سند بشپړ کړي او وروسته بیا د GIZ لپاره کار وکړي، ځکه چې هغه د روزنیزو کورسونو او ورکشاپونو په تنظیمولو او د افغان مېرمنو له حقونو څخه د افغان مېرمنو په خبرولو کې ځانګړې لیوالتیا لري.

لکه د شاکرې په څېر، عثمان حسنی (۲۴) هم دغه طرح ګټوره وبلله. هغه هم، د بشپړې ورځې شپږ میاشتنۍ روزنیزه عملی دوره بشپړه کړیده او په مزار شریف کې د بلخ ولایت د عدلیې په ریاست کې چېرې چې یې خپله روزنیزه عملي دوره هم پاې ته رسولې ده، کار کوي. له شمالي افغانستان څخه یو ځوان وايي چې هغه تل د حقوقو لېوال وه، او له همدې امله یې په پوهنتون کې د دغه مضمون د لوستلو پرېکړه کړیده.

هغه تل د ېو فرصت په لټه کې وه ترڅو د خپلې پوهې کچه لوړه او کاري تجربه ترلاسه کړي، کله چې هغه د اکبر، افغانانو لپاره د بشري او پرمختیايي مرستو د همغږۍ د ادارې په بریښناپاڼه کې د روزنیزې عملي دورې په اړه خبرتیا ولیدله، نو په آنلاین ډول سره یې یو غوښتنلیک ورکړ او یو ځاې یې ترلاسه کړ.

عثمان حسنی وايي: 'د روزنیزې عملي دورې پروګرام د ځوانانو لپاره یو ښه فرصت دی. ما تر لاسه کړه چې دا زما لپاره اغیزناک وه – د دغه پروګرام پواسطه ما وکړای شو ترڅو د خپلې حقوقي پوهې کچه لوړه او تجربه ترلاسه کړم، چې زما د دندې په پېلولو کې ډېره ښه مرسته وه. ما د اسنادو د راجستر کولو او بررسۍ په اړه ډېر څه زده کړل. دغه پوهه زما د اوسنۍ دندې لپاره ډېره ګټوره ده'.

لکه د شاکرې په څېر، عثمان هم په خورا آسانۍ سره یوه مناسبه دنده ترلاسه کړه – له روزنیزې عملي دورې څخه د ترلاسه شوې تجربې، د مالوماتي ټکنالوژۍ د مهارتونو او د انګلیسي ژبې د پوهې لرلو له امله یې مرسته ترلاسه کړه. عثمان حسني هم غواړي چې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او په حقوقو کې ماسټري وکړي. د هغه موخه په ډیپلوماټيکې چوپړتیاو کې د دندې ترلاسه کول دي. د عثمان شعار، 'تاسو د زیارکښلو، ډېر کار او د خپلې پوهې د کچې د لوړولو پواسطه خپلې موخې ترلاسه کولې شئ.'

عثمان او شاکره به حتماً د حقوقو نورو محصلینو ته له روزنیزې عملي دورې څخه د ګټې اخستلو مشوره ورکړي. ترټولو غوره موضوع، چې هغوې يې وايي، ښايي یوه بشپړ کال ته د روزنیزو عملي دورو غځول وي ترڅو ځوان وکیلان خپلې دندې له لا ډېرې عملي تجربې سره پېل کړي. شاکره وايي، 'زموږ په هېواد کې ډیري ځوانان وزګار دي ځکه چې کاري تجربه نه لري. ډیري کارګمارونکي یواځې هغه وګړي استخداموي چې کاري تجربه ولري. د دې لپاره، روزنیزه عملي دوره یوه ښه مرسته ده.

یادداښت: پورته ذکر شوي ټول ارقام د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په میاشتې پورې اړه لري.

چاپ: ۱۳۹۹/۰۲  
پروګرام: د قانون د واکمنۍ د ټینګښت پروګرام (RoL)
دستور ورکونکی: د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ)، نړېوالو همکارېو لپاره د هالنډ د بادشاهۍ د بهرنېو چارو د وزارت عمومي ریاست (DGIS)
شریکان: د افغانستان د عدلیې وزارت (MoJ)
پلي کونکی سازمان: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایت: بدخشان، بغلان، بلخ، جوزجان، کابل، کندز، سمنګان، تخار
د پروګرام موخه: د حقوقي ډاډمنتیا اصلاح، په ځانګړې توګه حقوقي چوپرتیاو ته د مېرمنو لاسرسی، د افغانستان په اته ولایاتو کې  
'لکه څرنګه چې ما د خپلې روزنيزې عملي دورې په جریان کې په ورته برخې کې کار کاوه، زما لپاره زما د اوسنۍ دندې ازموینه خورا آسانه وه او دنده مې ترلاسه کړه.'
More stories in this sector