د سوداګرۍ او د ټولنیزو اړیکو ځای

هره شنبه د سهار په ۸ بجو د تیم بازار چې د تاجکستان د خوروګ په سیمه کې پروت دی د افغان-تاجک د پولې پر سر د پنج د سیند د دواړو خواوو د سوداګرو، مشتریانو او لیدونکو پر مخ پرانیستل کیږي. رنګارنګ مالونه او ډول ډول ځائیز خوراکونه، کتابونه او روزنیز مواد، د حفظ الصحې وسایل او همدارنګه د لوبو شیان د هغه راز محصولاتو له ډلې څخه دي چې په دې بازار کې پیدا کیدلای شي. خلک د اقتصادي کارونو تر څنګ په ټولنیزه برخه کې هم په چایخانه کې سره یوځای کیږي او یو له بل سره ویني.

افغانستان او تاجکستان ګډې پولې، ژبې، دودونه او کلتور لري خو د وروستي تاریځ د څو لسیزو لپاره له یو بل څخه جلا شوي دي. راز راز سیاسي او اقتصادي نظامونه او د وسله والو شخړو پراړوونه په دغو ګاونډیو هیوادونو کې د بیلابیلو پرمختګونو سبب شوي دي. د دغو واقعیتونو په پام کې نیولو سره، د پولې پر سر د پروګرامونو موخه چې د المان د حکومت له خوا تمولیږي داده چې د افغان او تاجک د ټولنو تر منځ سیمه ایزه همکاري د بازار د نویو تړاوونو د ټینګښت له لارې وده ومومي، د ظرفیتونو څخه ګټه پورته شي او شته سرچینې سره یوځای شي. دا کار به پولو ته د نږدې ټولنو د پایښت لرونکي ټولنیزې او اقتصادي پراختیا سره مرسته وکړي.

د پولې پر سر د تیم بازار په کال ۲۰۰۲ کې جوړ شو او تر اوسه پورې ورځنې کار اخیستل کیږي. د دې بازار د جوړولو په مهال ځائیز حکومت د بازار لپاره محدودې پیسې درلودې او د ژمي په موسم کې د باران او واورې په وړاندې او په دوبي کې د لمر د تودوخې په وړاندې د سوداګرو د خویندي کولو د پاره یوازې یو ساده مرکزي سرپټۍ ځای جوړ کړ. د بیلګې په توګه، د ساړه کوونکي تسهیلاتو د نه شتون له امله ډیر زیان منونکي خوراکي محصولات د لمر د تودوخې له امله په چټکۍ سره خوسا کیدل. د سیمې ستونزمن اقلیمي شرایط د شپږو میاشتو په ترڅ کې سوداګري کابو ناممکنه کړې وه چې دا په خپل وار په دې موده کې د ټولنې او سوداګرو د عایدو د په لاس راوړلو فرصت محدود کړی وو. برسیره پردې، اوسنئ بازار یوازې ۲۰ د پرچون هټۍ لري چې د خلکو د غوښتنو د پوره کولو دپاره بسیا نه کوي ځکه په دې بازار کې د مشتریانو شمیر د تیرو لسو کلونو په ترڅ کې ډیر زیات شوی دی.

د تیم په بازار کې د سوداګریزو شرایطو د سمون ورکولو او د کړنو د زیاتونې د ممکنولو په موخه د غرفو سیمه نوې شوه، یو تړلۍ ځای چې د سیوري لرونکو ساحو له خوا احاطه شوی دی ودان شو، او د اوبو او تشنابونو تسهیلات تاسیس شول. هره شنبه د ۳۰۰۰ تنو نه زیات افغان او تاجک هیوادوال دې بازار ته راځي، او په بازار کې د افغان او تاجیک متشبثانو او هټیولرونکو شیمر بالترتیب ۹۰ او ۵۰ تنو ته زیات شوی دی.

میرمن ستاره چې ۲۸ کاله عمر لري ډیره راضي په نظر راځي. دا وایي: «مونږ د دې بازار څخه خوشحاله یو. مونږ دلته ارزانو مالونو او خوراکي موادو ته ډیر لاسرسۍ لرو، یعنې دا چې مونږ نورو څیزونو لکه روغتیا او ښوونې او روزنې لپاره ډیر عاید لرو.» برسیره پردې، نوئ بازار د هغو ټولنو د کلتوري راشې درشې یو ځای ګرځیدلی دئ چې د یوې اوږدې مودې لپاره له یو بل څخه جلا شوې وې. د فرخ په نامه یوې بلې اوسیدونکې داسې وویل: «دغه بازار د سپورټي، کلتوري او نورو ټولنیزو کړنو په یوه مرکز بدلیږی. د یوې کلتوري غونډې په جوړولو سره دا بازار د یوه ګډ تفاهم په منځته راوړلو کې مرسته کوي او په پوله ایزه سیمه کې د ثبات په تامینولو کې ونډه واخلي.» برسیره پردې، د تیم په بازار کې د ښځینه سوداګرو شمیر د نورو پوله ایزو بازارونو په پرتله زیات شوی دی. نوئ بازار به د شرایطو د سمون ورکولو او د هټیو د شمیر په زیاتولو سره د اقتصادي او ټولنیز ژوند په اړخونو کې د ښځو برخې اخیستنې ته وده ورکړي.

له دې کبله، دا بازار د پولې پر سر د سوداګرۍ د کچې په لوړولو کې د پام وړ رول لوبوي او د ډیالوګ په یوه پلاتفرم بدل شوی دی. د دې بازار بله ګټه داده چې تاجکي چارواک د پولې پر سر د بازارونو د ادارې په ډګر کې ډیره تجربه په لاس راوړي او د افغان چارواکو سره د همکارۍ لپاره به ډیر دلیلونه ولري. دغه راز همکارۍ به د دواړو هیوادونو د غښتلیو اړیکو په منځته راوړلو کې مرسته وکړي.

د خپرولو نیټه: د ۲۰۱۹ کال د جون میاشت
پروګرام: د پاکستان-افغانستان-تاجکستان د سیمه ایز ادغام پروګرام (پاتریپ - PATRIP)
دستور ورکوونکې مرجع: د المان د بهرنیو چارو وزارت
پارټنران: د آغاخان پراختیایي شبکه، د آغاخان بنسټ، ویش انټرنشنل، میشن ایست، د خیریه مرستو د پراختیا سازمان او نور غیرحکومتی سازمانونه
پلۍ کوونکۍ سازمانونه: د KfW پراختیایي بانک، د پاټریپ بنسټ، د آغا خان شبکه
ولایات: افغانستان –  بدخشان، پکتیا، خوست، ننګرهار؛ تاجکستان – ګورنو بدخشان؛ پاکستان – بلوچستان، خیبر پختونخوا
د پروګرام موخه: د تاجکستان-افغانستان-پاکستان په ګډو پوله ایزو سیمو کې بیخبنایي اقدامونه ثبات، همگرایی او همکاري ته وده ورکوي.
دغه بازار په پوله ایزه سیمه کې د یوه ګډ تفاهم د منځته راوړلو او د ثبات جوړونې سره مرسته کوي.
More stories in this sector