د میرمنو د پیاوړتیا په لور اړین ګامونه

افغانستان لاتر اوسه په نړی کی یو د هغه هیوادونه څخه دي چی نا امنه دي - برسیره پر دی چی د طالبانو د ریجیم د نسکوریدا څخه ۱۵ کاله تیر شول - خو د ۲۰۰۱ کال څخه د نړیوالی ټولنی په مرسته د افغان میرمنو د اجتماعی او اقتصادي وضعیت د ښه کیدو دپاره د پام وړ پرمختګ شوی.

په وړوکی زوړ دفتر کی غم خپل سیوري خپور کړي خو د لوړ قد خاوندی او د ساري موسکا  لرونکی په راتګ  فضا بیا بل رنګه شی. د دری دیرش کالو عمر لرونکي وژمه غنی یوه طبیعی رهبره ده.

( کار په جریان کی دي) وژمه غنی وایی.‌ د افغانستان د معادنو او پټرولیم په وزارت کی آمره، چی د دنده یی په دی وزارت کي د جندر مساویتوب پیاوړي کول دي.

وژمه غنی یو د ۱۴ میرمنو څخه ده چی د وزارت د جندر په څانګه کي کار کوی،‌ دوي د افغان- جرمن د همکاري پروګرام له لاري ټاکلی شوي تر څو په استخراجی صنعت کی،  ښه حکومتداري ته وده ورکړی او د کابل په مشال پوهنتون کی څلور کلن ماسټري ووایی.

 د هماهنګی او میرمنو ته د لڼډ مهاله او اوږد مهالی تعلیمی پروګرامونو له لاری‌،‌ د ابتکار موخه دا وه چی د معادنو او پټرولیم وزارت کی یو شمیر ذیصلاحی میرمنی کارکونکی ته داسی روزنه ورکړی چی وتوانیږی بیلابیلی اداری او تخنیکی دندی په غاړه واخلی.

وژمه غنی،‌د حقوقو د دریم کال محصله وایی چی د لوړو زده کړو پروګرام له لاری وتوانیدله چی په مسلکی ډول سره خپله دنده ترسره کړی.

د معادنو او پټرولیم وزارت د جندر څانګه د وزارت په بیلابیلو څانګو، پروژو، او پروګرامونو کی د جندر ناسمه چلند، غیر مساویانه کړنی څیړی. ددی ترڅنګه د میرمنو قابلیت او مهارت او د هغوی دپاره کلیدی او مهم منصبونه جوړوی.

تر دی مخکی مونږ د ناسمه چلند او ځورونی قضیی د اداري له پلوه څیړلی. اوس مونږ د دوی په مقابل کی قانونی او مسلکی لاره خپله کړی، او زیاتوي چی هغه اوس د جندر ناسمه چلند او ځورونی په ارتباط د ټولو قانونو څخه باخبره ده.

وژمه غنی وایی هر کله چی د جندر څانګی ته شکایت راشی، نو د مربوطه اړخونو سره د خبرو نه وروسته د هغی د څیړنی او راپور جوړولو دپاره ټیم په کار شی او دوی ټول  اړین معلومات او تفصیلات راټولوی. کله چی معلومات تکمیل شی نو راپور سره د کومکی اسنادو وزیر ته استوو.

وژمه غنی زیاتوی چی په وروستنی قضیه کی چی مونږ څیړله، متهم ټولی ادعاوی ردولی او بیرته یی تورونه مدعی ته متوجه کول، لیکن مونږ سره کافی اسناد او دلایل وه په شمول د پیغامونو او لیکونه چی د نوموړی په امضا وه،‌غنی زیاته کړه چی مونږ قضیه وګټله او وزیر پخپله پریکړه تصدیق کړه او متهم مجازات شو.

افغانستان د ملګرو ملتونو هغه معاهده تصدیق کړي چی د میرمنو په مقابل کی د هر رنګه تبعیض خاتمه غواړی. د هیواد د ۲۰۰۴ کال اساسی قانون یاد کړی چی ټول هیوادوال د قانون ترمخه مساویانه حقوق او التزامات لري.  

په هر حال، دغنی په وینا یواځی د معادنو او پټرولیم وزارت  نه بلکی په عمومی توګه دا هیواد لا هم ښځو ته د چانسونو په برابرولو کی پاتی راغلی او ننګونو سره مخ دي. د مثال په توګه د لا زیات مسلکی کیدو په لور د وزارت تعهد د میرمنو دپاره چانسونه کم کړی، دا خکه چی د لیسانس درجی تحصیل د لوړو منصبونو دپاره لازمی شوی او د میرمنو تعلیمی سویه ډیر ښکته ده. ښځی ندی توانیدلی چی د پوهنتون د لوړو تحصیلاتو څخه برخمندی شی. په نتیجه کی دا ددی لامل ګرځیدلی چی په پریکړو نیولو کی د ښځو رول کم رنګه پاتی شی. 

پداسی حال کی چی ۱۹۵ میرمنی د معادنو او پټرولیم وزارت ته کار کوی، خو په ولایتونو کی د میرمنو کارکونکو شمیر کم دی، د غنی په وینا ددغه حالت د تغییرولو او د ښځو دپاره د کاری چانسونو ډیرولو په موخه لازمی دی چی د هیواد پالیسی جوړونکی پدی اړه نور هم کار  وکړی.

غنی مطمینه ده چی په افغانستان کی د افغان - جرمن په څیر موسسی به د ښځو د تقویتولو او پیاوړی کولو ابتکارونو دپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړی. 

خپرونه: ۱۳۹۶ کال د وږي میاشت
پروګرام: د افغانستان د کانونو د را ایستنې په سکتور کې ښې حکومتولۍ ته وده ورکول.
پانګه ورکونکي: د آلمان د فدرالی حکومت د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت (BMZ)
شریک: د افغانستان د تېلو او کانونو وزارت
پلې کونکې مؤسسه: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایت: کابل
د پروګرام مؤخې: د کان کېندنې په صنعت کې روڼتیا او پلټنه د دولت د عوایدو په تنظیمونه کې مرسته کوی، پانګونې ته وده ورکوی او له اداری فساد سره اوږد مهاله مبارزه کوی
ټوله موده: غبرګولئ ۱۳۹۲ – وږئ ۱۳۹۷

 

مخکې، موږ د جندر په برخه کی د ناوړه چلند او ځورونې د قضیو سره د اداري ټکی کتنه کاوو. اوس موږ د دوی په وړاندې قانوني او مسلکي تګلاره نیسو.
More stories in this sector