د هغه پوتنسیال رابرسیره کول چې زمونږ په دننه کې پروت دی

حفیظ الله، آریا او شهروز د تخار په پوهنتون کې د اقتصاد په پوهنځۍ کې زده کړه کوي. هغوی همداراز د پوهنتون نه بهر د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي تر څو د خپلو زده کړو لګښت ورکړي او د خپلو کورنیو څخه مالي ملاتړ وکړي. اوس مهال چې دوی د خپلو زده کړو په څلورم کال کې دي بسیا اکادمیکه تجربه لري. خو یو روزنیز بشپړوونکۍ پروګرام هغوی ته د دې فرصت ورکړ چې د زیاتو هغو موضوعاتو په باب معلومات په لاس راوړي کوم چې د ښوونځیو او پوهنتونونو په تعلیمي نصابونو کې نه لیدل کیږي.

د یوې شپږ میاشتنۍ دورې په ترڅ کې زده کوونکو د سټرس د مدیریت، د مشرتابه د مهارتونو، ډیالوګ، د تاوتریخوالي نه پرته شخړو د حلولو، د شبکې د جوړولو او جوړونکي لابی په کورسونو کې ګډون وکړ. د المان حکومت د مدني ټولنې او د افغانستان د دولتي شریکانو په همکارۍ سره نوموړي کورسونه جوړکړل چې په هیواد کې ځوانان هڅوي چې د افغانستان د دموکراتیک پرمختګ د پاره په خپله خوښه کار کې برخه واخلي.

د آریا څیره ځلیزي کله چې څرګندوی چې څنګه د دې له نظره نوموړي کورسونه ډیر زیات اهمیت درلود: «ما تل موخې درلودې، خو دغه موخې داسې خوبونو ته پاتې کیدلې چې ما هغو ته لاسرسۍ نه درلود. اوس پوهیږم چې کولای شم خپلې موخې په واقعیت بدلې کړم. دا موخې نه یوازې زما په ذهن کې ځای لري، بلکه په کورسونو کې د ګډون نه وروسته اوس زه هغه د کاغذ پر مخ په تور او سپین رنګ وینم.» آریا ته اوس جوته شوې ده چې دې پخوا ځان شاته نیولی وو او په ځینو مواردو کې یې په ځان باور نه درلود. اوس دې د راتلونکي دپاره خپله لاره ټاکلې ده. دا ځوانه ښځه د موسکا په ترڅ کې خپل روښانه لرلید داسې تعریفوي: «کله چې ما خپله د لسانس دوره پایته ورسوله، غواړم چې د اقتصاد په څانګه تخصصي زده کړه وکړم او وروسته بیا د پوهنې وزیره شم.» په داسې حال کې چې د هغې پلانونه جوړیږي آریا په خپل فارغ وخت کې د ریاضي درس هم ورکوي. دا غواړي خپلې تجربې چې د روزنیزو کورسونو په ترڅ کې یې په لاس راوړي دي د خپل ټولګي د نجونو سره شریکې کړي او د خپل لوست په ورستیو پنځو دقیقو کې یې یو ځانګړی پروګرام شامل کړی دی. «زه د دې لنډ مهال څخه د هغو شیانو د تدریس لپاره چې ما زده کړي دي ګټه پورته کوم. زمونږ په وروستي لوست کې ما هغوی ته وویل چې کله هغوی د خلکو سره خبرې کوي باید تل د هغوی سترګو ته وګوري، هغوی ته په بشپړه توګه غوږ کیږدي او په عیني توګه د بیلابیلو نظریو په باب خبرې وکړي. په دې توګه، په هر لوست کې زه کولای شم له هغه څه چې ما زده کړي دي یو څه نورو ته ولیږدوم».

حفیظ الله، د اقتصاد د څانګې زده کوونکۍ او د انګریزي ژبې ښوونکۍ، غواړي چې خپل نوي په لاس راغلي مهارتونه نورو ته ولیږدوي. دئ ډاډمن دی چې د دده زده کوونکي به واقعاً د هغو نه ګټه پورته کړي: «زه اغلباً د داسې ځوانانو سره مخامخ کیږم چې د سخت ژوندانه له امله په خپل ځان لږ باور لري. د لوستونو په پای کې زه هغوی ته وایم چې هغه څه چې د دوی له نظره د هغوی غښتلتیاوې، کمزورتیاوې، فرصتونه او ستونزې دي د کاغذ پر مخ ولیکي. وروسته بیا مونږ پر پایلو باندې خبرې اترې کوو او هغوی ناڅاپه پوهیږي چې واقعاً زیات پوتنسیال لري.»

شهروز د هرات نه، د روزنیز پروګرام په اوږدو کې په خپل ځان باورتیا زیاته کړه. هغه موضوع چې ده ورته ډیره لیوالتیا درلوده داوه چې څنګه د سټرس سره مبارزه وکړي. د دریو لسیزو اوږدو او کله هم وسله والو شخړو نه وروسته، د کار د ستونزمن بازار او نورو ستونزو له امله د افغانستان د خلکو په منځ کې رواني سټرس غیر معمولي پدیده نه ده. دی وایي: «ما هغه میتودونه زده کړي دي چې څنګه د سټرس او رواني فشار سره مبارزه وکړم او پرې نږدم چې زما ښیګنې را څخه واخلي». دئ چې ۲۳ کلن دی د سمستر په رخصتیو کې نوموړي مهارتونه په هرات کې د ځوانانو سره شریکوي. کله چې ده په انترنت کې یو دوه ورځنۍ کورس خپور کړ، ۶۲ تنو خپل نوم د کورس د ګډون د پاره سمدلاسه ثبت کړ. دې تجربې دی نور هم وهڅاوه. دئ وایي: «ورځني اندیښنې او ستونزې ډیر خلک د شغلي لارې څخه راګرځوي. زما په کورس کې په هرات کې ما د سټرس د مدیریت په باب هغه میتودونه چې د روزنیز پروګرام په ترڅ کې مې زده کړي وو، ګډون والو ته ولیږدول». شهروز غواړي په راتلونکي کې داسې یو افغانستان وویني چې په هغه کې خلک د خیریه سازمانونو او دولت کارونو ته اړ نه وي، بلکه د کارجوړونکو په ډول په فکرکولو پیل وکړي او خپل کارونه پخپله ترسره کړي. دئ زیاتوي: «مونږ ټول باید هغه پوتنسیال چې زمونږ په دننه کې پروت دی رابرسیره کړو. په دې توګه مونږ به وکولای شو چې خپل هیواد مخ په وړاندې وخوځوو. نوموړې زده کړې زما سره مرسته وکړه چې دا ډول مهارتونه په ځان کې ووینم، او غواړم چې هغه ډیرو نورو هیوادوالو ته ولیږدوم».

خپرونه: ۱۳۹۶ کال 
پروګرام: د سولې ملکې چوپړتیاوې (CPS)
پانګه ورکونکئ: د آلمان د فدرالی حکومت د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت (BMZ)
‌شریکان: غیر دولتی افغانۍ مؤسسې او دولتي ارګانونه
پلې کونکې: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه: بدخشان، بلخ، کابل، کندز، تخار
د پروګرام مؤخه: په سیمه ایزه او ملي کچه د سولې ټینګښت
ټوله موده:  له ۱۳۸۳ کال را پدېخوا

 

ما د رواني فشار سره د معاملې کولو لپاره میتودونه زده کړل
More stories in this sector