د پولې هغه غاړه ژوند ژغورل

د ژمي لمریځ ورځ دی. ډاکټر محمد طاهر د دفتر نه د باندې وتلی او تقریباً په پېښور کې دی چې زنګ ورته راغلو، نو هغه پوهه شو چې عاجل دی.

یو بل ډاکټر ورته په ټېلېفون کې ستونزه وایي. یوی حادثي. طاهر ورڅخه تعقیبي پوښتنې کوي.  

آیا د مریض سره خبرې کولای شم؟ کولای شې چې د ټپي عکسونه راولېږي؟ دغه کارونه به له ما سره په دقیق تشخیص کولو کې مرسته وکړي.

طاهر وایي، «زه له ډاکټرانو سره، په ځانګړي مغلق قضیو کې مرسته کولای شم.»

د متخصصینو، روزل شوي ډاکټرانو چې په لېرې پرتو سیمو کې ناروغان لري، په خپل منځ کې سره نښلو له لارې دټېلېفون له طریقه تداوي (telemedicine) کولای شي حتی د پولو پورې غاړه هم ژوند وژغوري. د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمه کې د (telemedicine) دغه ځانګړې پروژه، په لېرې پرتو سیمو کې له زخمي شوي وګړو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ اسانتیا له برابرولو سره بېړنۍ یا عاجل طبي مرسته کوي.

یو ماشوم پر خپل ځان باندې جوشې اوبه تویوي. 

له مسافرینو څخه ډک موټر د یوې پېښې له امله اور اخلي.

په یوه چاودنه کې یو شمېر کسان سوځېږي.

دغه بېړني حالات هر وخت او په هرځای کې پېښېدلای شي، حتی د پېښور او د هغه له روغتون حیات آباد طبي کمپلکس (HMC) څخه په سلګونه میله لرې فاصله کې هم امکان لري.

ډاکټر طاهر د سوځېدلي ټپیانو متخصص په توګه، پر دې باندې ډېر ښه پوهېږي چې لومړني ۱۲ ساعتونه ډېر مهم دي. اکثره وختونه کافي وخت نه وي چې ناروغان د پاکستان له لرې پرتو لوړو سیمو یا د افغانستان له سرحدي سیمې څخه په پېښور کې متخصصینو ته انتقال کړو.  واټن ډېر زیات دی او په HMC کې د سوځېدنې او رواني ټکان مرکز یوازې ۱۴ بستره لري. دغه بسترونه اکثره وختونه مخکې له مخکې څخه نیول شوي وي.

 د افغانستان، پاکستان، تاجکستان سیمه ایز انسجام پروګرام (PATRIP) بنسټ رئیس، جینس کلازین وایي: «اړتیا ډېره ده.» دغه بنسټ د افغان جرمن همکارۍ پلي کوي. د آلمان فدرال بهرنیو چارو وزارت او KfW پراختیایي بانک په استازیتوب telemedicine  پروژې کارونه مخکي وړي او څارنه ورڅخه کوي.  

دغه بنسټ داسې اټکل کوي چې هرکال په دغه سیمه کې د سوځیدنې ټپونو شاوخوا ۳۰۰۰۰ ناروغانو امکان شته دی،  او د ډاکټر طاهر په څېر کافي مختصصین په نږدې ځایونو کې نه شته دي څو دا ډول ناروغان تداوي کړي.

د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې خلک ډېر غریبان دي. اکثره د افغانانو او پاکستانیانو تر منځ جنګونه کېږي او د ناروغانو او ټپيانو تداوي په کافي ډول نه کېږي.

کلازین وايي: «روغتیایي پاملرنه، په ځانګړې توګه په تخصصي طبي مسلک کې، لکه د رواني ټکان، ټپونو او سوځېدنې په برخو کې، ډېره کمزورې ده.»

له ۱۳۹۳ کال راهیسې، د آلمان فډرالي حکومت د باندنیو چارو وزارت په مالي مرسته د سوځېدنې او رواني ټکان پنځه (۵) مرکزونه جوړ کړي دي، چې لومړۍ درې (۳) یې په پاکستان کې او دوه (۲) نور یې په ۱۳۹۵ کال کې په افغانستان کې جوړ کړي دي. دغه مرکزونه په کلیوالو سیمو کې موقیعت لري.

کله چې کلازین د ویش انټرنیشنل مؤسسې سره په افغانستان کې د رواني ټکان مرکزونو پلان جوړولو، نو هغه له دې ستونزې سره مخامخ شو چې په لرې پرتو سیمو کې ډاکټرانو او نرسانو د سوځېدنې او رواني ټکان مدیریت په اړه روزنه ترلاسه کړې نه وه.

ډاکټر طاهر تقریباً ۲۰ کاله کېږي چې د جراحي ډاکټر دی. هغه د سوځېدنې په برخه کې د پوټکي په ټرانسپلانټونو کې تخصص لري او په خپل مسلک کې مشهور ډاکټر دی.  

ویش انټرنیشنل مؤسسه له یوې مفکورې سره د افغانستان، پاکستان، تاجکستان سیمه ایز انسجام پروګرام (PATRIP) د بنسټ سره اړیکه ونیوله. کلازین داسې وایي، ډاکټر طاهر کولای شي د «د سپوږمکۍ برسیر» رول ولوبوي. دا هغه کس دی چې کولای شي د رواني ټکان مرکزونو د ډاکټرانو لپاره د مینځګړي په توګه اقدام وکړي، څوک چې اضافي مرستې او جراحي برخه کې ته اړتیا لري.  

ډاکټر طاهر استخدام شو او ۱۱۹ ډاکټران چې ۲۴ یې ښځینه ول، په پنځه (۵) مرکزونو کې د ورکشاپونو او سمینارونو له طریقه وروزل. ذکر شوي ډاکټران په پېښور کې د ډاکټر طاهر روغتون ته لاړل چې هلته ورته ډاکټر طاهر د سوځېدلو ټپونو عکسونه وښودل. ډاکټر طاهر هغوی ته د سوځېدلو بېلابېل کچې تدریس کړ چې د سوځېدنې بېلابېل کچې څنګه پېژندلای شي. یو ټپ څنګه پاک کړي. انتیبیوتیک ورکول کله ضروري ده. پوستکی څنګه په خپل ځای کې وصل کړي. پر دې سربېره، پنځه (۵) ډاکټران او یو د بېړني پېښو ډاکټر (paramedic) نړیوال روزنې لپاره لېږدول شوي.  

دغه درسونه په داسې مفکوره بدله شوه چې د دواړو هېوادونو ډاکټران باید په ګډه سره زده کړې وکړي.   

کلازین وایي، «د موږ له لومړیتوبونو څخه یو له نړیوالو تفاهم او د لرې پرتو سیمو ادغام ته وده ورکول دي.»

په هرصورت، د ژوند ژغورل هیڅ سرحدونه نه لري. په ټوله کې، تر نن ورځ پورې د افغانستان او پاکستان شاوخوا ۱۵۰۰ سخت ناروغان د ټېليمیډیسن (telemedicine) په مرسته تداوي شوي دي.

د خپرېدلو نېټه: د ۱۳۹۸ کال عقرب میاشت
پروګرام: د افغانستان، پاکستان، تاجکستان سیمه ایز انسجام پروګرام (PATRIP)
دستورورکوونکې: د آلمان فډرالي حکومت د باندنیو چارو وزارت
شریکان: د آغا خان پراختیایي شبکه، د آغان خان بنسټ، ویش انټرنیشنل مؤسسه، ختیځ ماموریت، د هوساینې پراختیا سازمان او نور نادولتي سازمانونه
پلۍ کوونکئ سازمان: د (KfW) پراختیایي بانک، د افغانستان، پاکستان، تاجکستان سیمه ایز انسجام پروګرام (PATRIP) بنسټ، آغا خان بنسټ
ولایتونه: په افغانستان کې: بدخشان، پکتیا، خوست او ننګرهار ولایتونو، په تاجکستان کې: ګورنو او بدخشان ولایتونه، په پاکستان کې: بلوچستان او خیبر پښتونخوا ولایتونه.
د پروګرام موخه:  د افغانستان، پاکستان او تاجکستان په سرحدي سیمو کې زیربنایی اقدامات ثبات، ادغام او همکارۍ ته وده ورکول دي.
«زه له ډاکټرانو سره، په ځانګړي مغلق قضیو کې مرسته کولای شم.»
More stories in this sector