د کار پر اساس زده کړه

د ترینا یخدیوال خوبونه ریښتیا شول. ۲۶ کلنه ترینا چې زده کړې یې بشپړې کړې او د بلخ د ولایتي ادارې په یوه کوچني دفتر کې د یوه میز، کمپیوټر، حساب ماشین او د دلۍ دلۍ اسنادو په منځ کې ناسته ده، وایي: "ما تل غوښتل چې په عامه سکتور کې کار وکړم."

ترینا یخدیوال یو ځانګړي څه ترلاسه کړي. په افغانستان کې له دریمې برخې څخه لږې نجونې تعلیم ترلاسه کوي. لږ شمیر میرمنې حرفوي زده کړې بشپړوي او حتی کله چې دا کار وکړي او یا هم ډیرې بختورې وي چې پوهنتون ته لاړې شي نو بیا هم ډیرۍ وختونه د یوې ښې دندې په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ کیږي.

د دې یو دلیل د دندو نشتوالی دی - نږدې څلورمه برخه افغانان رسمي دندې نه مومي. هر کال شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ځوانان د کار بازار ته راځي او د غوره مقامونو لپاره له یو بل سره سیالي کوي. بل دلیل یې دا دی چې په افغانستان کې ډیرئ وختونه کارکوونکو میرمنو ته په ښه سترګه نه کتل کیږي.

دا وضعیت ترینا خواشینې کوي، چا چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ښوونځي کې یې دیارلسم او څوارلسم ټولګي پای ته رسولي او د بلخ په پوهنتون کې یې د محاسبې په برخه کې زده کړې کړې دي. کله چې دا د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ښوونځي کې وه، نو له هغې څخه ډیری وختونه پوښتل کیدل چې آیا د هغې مور او پلار به هغې ته اجازه ورکړي چې په دفتر کې کار وکړي. دې ځوانې میرمنې ته دا ډیره مایوسونکې وه. هغه د خپل راتلونکي په اړه ډیره اندیښمنه وه او وایي: "ما ته دا ډیره سخته ښکاریده چې باور وکړم چې یوه ورځ به زه په عامه اداره کې زما د خوښې دنده ولرم."

مګر ترینا یوه متعهده ځوانه ښځه ده او د خپلې مور او پلار ملاتړ یې له ځانه سره درلود، څوک چې د هغې لپاره شخصیتي الګو دي. د هغې مور د ښوونکې په توګه کار کوي او پلار یې په مزارشریف کې د ښوونځي مدیر وو. هغه وایي: ''زما پلار باور درلود چې دا د هغه دنده ده چې خلکو ته خدمت وکړي او دا هغه څه دي چې زه هم غواړم ترسره یې کړم.''

دې کار هغې ته هغه جرأت ورکړ چې هغې ورته اړتیا درلوده او هغې د محاسبې په برخه کې د اداري مأمورې په توګه د روزنې فرصت ترلاسه کړ. د پوهنځي څخه سپارښت لیک، د هغې غوره پایلې او ترټولو مهمه د هغې عملي تجربې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړې په ښوونځي کې یې د مخکینۍ زده کړې پرمهال ترلاسه کړې وې د هغې پر مخ دروازې پرانیستې.

ترینا یخدیوال له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د پروګرام له خوا په لاره اچول شوي انټرنشیپ یا د عملي کار په یوه پروګرام کې برخه واخیسته. له ۱۳۸۹ کال راهیسې، Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH له افغان حکومت سره د عملي مسلکي زده کړې د سیسټم په رامینځته کولو کې مرسته کوي. ددې زده کړئیز سیسټم موخه دا ده چې ځوانان په هغو مهارتونو سمبال کړي چې دوی د کار په بازار کې د سیالۍ کولو لپاره ورته اړتیا لري ترڅو ډیر ژر کار ومومي.

پدې برخه کې، دا برنامه د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب کار کوي او یو څو اړخیز چلند په کار اچوي چې د روزونکو د مهارتونو له پراختیا څخه نیولې د ښوونځیو تر مناسب کولو او د نالوستو ښځو او نارینه وو لپاره د ځانګړې روزنې تر وړاندې کولو پورې فعالیتونه په بر کې نیسي. ددې برنامې له لارې، تر اوسه ۷۵۰ افغان شرکتونه د عملي کار یا انترنشیپ فرصتونه وړاندې کوي. تر دې دمه شاوخوا، ۴۳۵۰۰ ځوانان روزل شوي او د کار موندلو لپاره یې اړینه تجربه ترلاسه کړې ده.

د اوږدمهاله دندې د موندلو لپاره عملي کار یا انترنشیپ اکثراً مهم وي. د ترینا یخدیوال همکار او ښوونکی حاجي عبدالوهاب سلیمان زاده دا تاییدوي او وایي: "هیڅ څوک بې تجربې کارکوونکي په کار نه ګوماري. هغه تیوري چې په پوهنتونونو کې تدریس کیږي له هغه څه سره ډیر توپیر لري چې ځوانان یې د دندې پر مهال زده کوي. د تجربې نشتون د دندې لټونکو لپاره لوی خنډ دی."

ترینا زیاتوي، هغې یواځې او یواځې د عملي کار یا انټرنشیپ پرمهال دا زده کړل چې څنګه وکولای شي اداري پروسې په مسلکي ډول پرمخ یوسي.

دا ۲۶ کلنه میرمن یوازینی څوک نه ده چې له عملي کار یا انټرنشیپ څخه ګټه پورته کوي. ډیری هغه ځوانان چې د بلخ په ولایتي اداره کې یې په بیلابیلو ساحو کې یا په یوه شرکت کې د کاري تجربې د ترلاسه کولو فرصت موندلی، له دې پړاوه تیر شوي ترڅو په دولتي او خصوصي سکتور کې یو ښه پوست ومومي.

ترینا یخدیوال د خپلې دندې ډیرو اړخونو ته ارزښت ورکوي لکه د هغې خوندي او محفوظ کاري چاپیریال او د هغې تنخوا ته چې د افغانستان د معیارونو له مخې یوه ښه تنخوا ده. اداري مأمور په میاشت کې ۱۲۰۰۰ افغانۍ عاید لري. مګر تردې هم مهمه دا ده چې په اداري او مالی برخه کې د هغې موقعیت د هغې ټولنیز دریځ ښه کوي، ځکه چې ترینا اوس د خپلو ورونو په څیر د کورنۍ په عاید کې خورا زیاته مرسته کوي. له همدې امله هغه د خپلې کورنۍ له پاتې غړو سره ځان یو شان احساسوي.

د یوه سړي په توګه، محمد رحیم سیر له اسانه ژوند څخه خوند اخلي. مګر له مسلکي لید څخه هغه له ورته خنډونو سره مخ وو. که څه هم هغه د ټیکنیشن په توګه روزل شوی وو، کوم چې تل د هغه موخه وه خو تجربه یې نه درلوده. هغه د یوې داسې ورځې په ارمان وو چې د بریښنایی انجینرۍ په برخه کې کار وکړي، خو په داسې یوه ساحه کې د کار کولو په موخه پخوانۍ تجربه نه یواځې د دندې موندلو لپاره اړینه ده بلکې د روغتیا او خوندیتوب لپاره هم ډیره مهمه ده. دا ۲۴ کلن ځوان وایي: "له بریښنا سره کار کول ژوند ته خطرناک کیدی شي."

هغه د عملي کار یا انټرنشیپ له برنامې هم ګټه پورته کړې. هغه وایي: "زه د دې برنامې تر پیل کولو د مخه د بریښنا په اړه ډیر لږ پوهیدم. مګر دې انټرنشیپ یا عملي کار ماته د ورځني کار لپاره اړین عملي مهارتونه را زده کړل. سلاکاران یا ښوونکي عالي وو، دوی لسګونه کلونه تجربه درلوده او ما له دوی څخه ډیر څه زده کړل." محمد مطمئن دی چې که چیرې هغه د عملي کار یا انټرنشیپ له برنامې څخه ګټه نه وی اخیستې نو په دې به نه وی توانیدلی چې د افغانستان په بریښنا شرکت کې چې ملک ته بریښنا چمتو کوي، خپله اوسنی دنده ومومي.

محمد او ترینا موافق دي چې دغه برنامه ځوانانو ته فرصت برابروي چې نه یوازې خپل کاري بهیر پیل کړي بلکې د ترینا په وینا "دا د افغانستان له خلکو او حکومت سره د یو ښه راتلونکي په ډاډمنولو کې هم مرسته کوي." هغه زیاتوي: "اداري ارګانونه او شرکتونه اوس د علاقمندو، ژمنو او مسلکي ځوانانو یو بشپړ نسل ته لاسرسی لري." د ترینا ښوونکي سلیمان زاده لپاره، دا یوه شخصي هیله وه چې ریښتیا شوه. دغه ۷۰ کلن اداري مأمور څلور کاله د مخه تقاعد شو خو باید بیرته خپل کار ته ستون شوی وای ځکه چې دا د هغه لپاره اړینه وه. هغه وایي: "زه فکر کوم چې ما خپل مسئولیت ادا کړی دی او اوس دا مسئولیت ځوان نسل ته سپارم. اوس د دوی وار دی چې افغانستان ته پرمختګ، پراختیا او خوښۍ راولي." 

خپرونه: د ۱۳۹۸ کال د مرغومی میاشت
برنامه: د تخنیکي او مسلکي زده کړې او روزنې (TVET) ملاتړ
دستور ورکوونکی: د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ)
شریک: د افغان تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره
پلې کوونکې اداره: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH،
 د KfW پراختیایی بانک
ولایتونه: په ټول هیواد کې (له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۱)
د برنامې موخه: د مسلکي ښوونځي د یو موثر سیستم رامینځته کول
"ما ته دا ډیره سخته ښکاریده چې باور وکړم چې یوه ورځ به زه په عامه اداره کې زما د خوښې دنده ولرم."
More stories in this sector