د یوه روښانه راتلونکي لپاره لمریزه برېښنا

لمریزه برېښنا د افغانستان لپاره د یو فرصت استازیتوب کوي چې موخه یې د پاکې او خورا اغېزمنې انرژۍ د برابرولو لپاره د لمر برېښنا کارول دي، چې لومړنیو پروژو دا کار ښودلی دی.

افغانستان په منځي ډول د ورځې ۸.۸ ساعته د لمر رڼا لري، په دې معنی چې دغه سویل آسیایي هېواد د آلمان هېواد په پرتله نږدې دوه برابره  زیات ساعتونه لمر لري. او افغانستان غواړي چې د لمر په دې شتمنۍ پانګونه وکړي.

د افغانستان دولت موخه دا ده ترڅو د نوې کېدونکې انرژۍ په مرسته په هېواد کې تر ۲۰۳۲ زېږدیز کال پورې په کافي اندازه د برېښنا تولید زیات کړي. د دولت د نوې کېدونکې انرژۍ له پلان سره سم، د فوټوولټاییک په کارولو سره د ۱.۵ ګیګا واټه تولید شوې انرژۍ په ګډون ۵.۵ ګیګا واټه اضافه انرژي به تولید کړل شي. د افغانستان د نوې کېدونکې انرژۍ اتحادیې (AREU) متخصصان باور لري چې په راتلونکو ۱۲ کلونو کې به تر درې ګیګا واټه د لمریزې برېښنا ظرفیت له اقتصادي اړښه نصب کړل شي.

د برېښنا چمتو کولو دولتي اداره، د افغانستان برېښنا شرکت (DABS) د انرژۍ د لېږد په اړه خوشبینه ده. افغانستان نه یوازې په کافي اندازه لمر لري، بلکه همدارنګه په زیاته کچه د لمریزې انرژۍ د تولید لپاره د کندهار، هلمند، حیرتان او لغمان په دښتو کې په کافي اندازه ځای لري. د افغانسان برېښنا شرکت کې د لمریزې برېښنا انجنیر حامد توحیدي تشریح کړه چې «له هر متر مربع څخه موږ کولای شو چې د ورځې نږدې ۶.۵ کیلو واټه لمریزه برېښنا تولید کړو چې دا د تولید یوه فوق العاده کچه ده.»

افغانستان هیله لری تر څو د نوې کېدونکې انرژۍ، په ځانګړي ډول فوټوولټاییک کارولو تهپراختیا ورکړي ، ځکه چې د برق انرژۍ لېږد په کافي اندازه نه او تر دې دمه له ستونزو ډک دی. نوموړی هېواد کولای شي چې یوازې خپل د انرژۍ نږدې درېیمه برخه اړتیا یوازې د هایډرو پاور په واسطه تر پوښښ لاندې ونیسي. افغانستان همدارنګه د ډبرو سکرو او ګازي برېښنا فابریکې لري. د هېواد د برېښنا اکثره لېږد او عرضه له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او ازبکستان څخه کیږي.  یوازې ۲۵٪ نفوس د برېښنا له شبکې څخه برېښنا ترلاسه کوي. د افغانستان په کلیوالو سیمو کې، چې نږدې درې برخې نفوس په کې ژوند کوي، ۹۰٪ خلک د برېښنا منظمې عرضې ته لاسرسی نه لري. کله چې هیڅ برېښنا نه وي یا په مکرر ډول د برېښنا د کمښت په صورت کې، خلک اکثره له ډیزلي جنراټورونو څخه ګټه پورته کوي. که څه هم، د دغه جنراټورونو چلول خورا ګران بیه او د چاپېریال لپاره مضره تمامېږي.

په دې برخه کې، فوټو ولټاییک سیسټمونه په هره معنی یو دوامداره بدیل برېښي. نه یوازې دا چې دا له ډیزلي جنراټورونو څخه ارزانه دي، بلکه همدرانګه دوی د چاپېریال او اقلیم په ساتنه کې هم ونډه لري او دا د افغانستان دولت لپاره یو اړین کار دی. د اوبو او انرژۍ  مخکیني سرپرست وزیر ښاغلي محمد ګل خلمي پر دې تأکید وکړ چې «نړۍ له نړیوالې تودوخې سره مخ ده او د لمریزې انرژۍ تولید په لویه کچه د نوموړي خطر په راکمولو کې مرسته کولای شي.»

په کابل کې د برېښنا تولیدوونکي شرکت د ودانۍ په چت یوه نصب شوې آزمایښتي شبکه د ۲۰۱۷ زېږدیز کال له نیمایي راپدېخوا ثابتوي چې لمریزه انرژي نه یوازې د افغانستان لپاره یو نظري فرصت دی، بلکه همدارنګه ځینې خورا عملي ګټې هم وړاندې کوي. نوموړې پروژه د افغانستان لومړنۍ پر بام د سولري برېښنا شبکه ده چې هر کال ۳۸.۶۱ میګا واټ ساعتونه برېښنا تولیدوي. په افغانستان کې د سړي سر اوسنۍ انرژۍ حالت پر بنسټ، دا شبکه په کال کېنږدې ۷۴۰ خلکو ته برېښنا وړاندې کولای شي. سربېره پر دې، نوموړې شبکه په کال کې نږدې ۲۷ ټنه د ګاربن ډای اکساید ګاز تولید راکموي او نږدې ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ چې ۵۷۷۰ یورو کېږي، سپموي.

نوموړی سیسټم ۹۰ لمریزې تختې لري او د یو داسې محلي شرکت چې د آلمان فدرالي دولت د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ)‎ GmbH  سازمان لخوا تخنیکي او مالي مرسته ترلاسه کوي، نصب شوی دی.

د تخنیکي مرستې له وړاندې کولو سربېره، د GIZ سازمان د افغانستان برېښنا شرکت د هغو مسلکي کارکوونکو په ګډون متخصصینو ته روزنیز پروګرامونه وړاندې کوي چې د سولري برېښنا شبکې ساتنه او مخ وړنه کوي. سربېره پر دې، د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت هم خپل پرسونل روزلی دی، چې همداسې د ځوانمتشبثینو د پرمختګ لپاره د یو پروګرام په کاري چوکاټ کې، ځوانان د سولر په صنعت کې روزل کېږي.

ښاغلی خلمي له دې تګلارې څخه په دې ډول ملاتړ کوي چې «د GIZ سازمان له موږ سره مرسته کوي ترڅو له کار سره آشنا او بلد شو. دوی موږ ته ماهي نه راکوي، بلکه موږ ته د ماهي نیولو طریقه راښیي.» د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر هیله لري چې په اړینو روزنیزو پروګرامونو سره یوځای د برېښنا انرژۍ پراختیا به نوې دندې رامنځته کړي.

ښاغلی وزیر په ځانګړي ډول د لومړنۍ برېښنایي شبکې له مثبت انځور څخه ستاینه کوي: «نوموړې آزمایښتي شبکه ثابتوي چې د دې په څېر پلي کېدونکې پروژې په بشپړ ډول واقعي ډول لري.» نوموړی سیاستوال هیله لري چې نوموړې پروژه به د نورو سولري برېښنادستګاه ګانو جوړولو لپاره پانګونې ته زمینه برابره کړي او له همدې کبله افغانستان به وکولای شي ترڅو خپل ظرفیت وکاروي.  تر اوس مهال پورې د اوبو او انرژۍ وزارت له خصوصي سکتور سره یوځای شوی او وار د مخه یې په کندهار او ننګرهار کې نورې پروژې پیل کړي دي.

برښنا شرکت، د افغانستان د برېښنا تولیدوونکی شرکت هم همدارنګه په لمریزه برېښنا تکیه کوي. د GIZ سازمان په همکارۍ، د افغانستان برېښنا شرکت په تخار ولایت کې د بطریو درلودونکي سولري برېښنایي سیسټمونه رامنځته کړي چې ټولټال ۲۴۰ کیلو واټه برېښنا تولید او وړاندې کوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د مالیې وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت سره په ګډه د ټول هېواد په پنځو زونونو کې د ۲۰۰۰ میګا واټه په اندازه د سولري برېښنا د تولید لپاره یو پلان رامنځته کړی دی. په دې برخه کې د پانګوالو پانګولې ته لازمه اړتیا ده، او د افغانستان برېښنا شرکت هم له همدې کبله غواړي چې په لمریزه برېښنا کې د پانګونې پر وړاندې د خنډونو کچه د امکان تر بریده ټیټه وساتي. د لمریزې برېښنا انجینر حامد توحیدي روښانه کړه: «مونږ غواړو هر هغه څوک چې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا له تولید څخه ملاتړ کوي، وکولای شي ژر تر ژره خپل کار په دې برخه کې پیل کړي.»

خپرونه: د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د جنورۍ میاشت
پروګرام: د انرژۍ سکتور د ودې پروګرام (ESIP)
دستور ورکونکی: د آلمان فدرالي دولت د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ)
 همکاران: د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت، د برېښنا ملي اداره، د افغانستان برېښنا شرکت، د افغانستان د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت، پوهنتونونه، د افغانستان د نوې کېدونکې انرژۍ اتحادیه (AREU)
پلي کوونکی سازمان: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ)‎ GmbH
ولایتونه: بدخشان، بلخ، هرات، کابل، کندز، سمنګان، تخار
د پروګرام موخه: ښاري او کلیوالو سیمو ته د شنې او زرغونې برېښنا لېږد ته وده ورکول.
« له هر متر مربع څخه موږ کولای شو د ورځې نږدې ۶.۵ کیلو واټه لمریزه برېښنا تولید کړو، چې دا د تولید یوه فوق العاده کچه ده.»
More stories in this sector