د یوې عادلانه ټولنې جوړول

ساجیه بهګام په آلمان کې زده کړې وکړې. د ماسټرۍ سند له بشپړولو وروسته، هغه خپل هېواد افغانستان ته بېرته راستنه شوه څو د خپل هېواد په پرمختګ کې مرسته وکړي. نن، هغه د ښځو برابرۍ لپاره مبارزه کوي او په مستقیمه توګه حکومتي رئیس ته سلا مشورې ورکوي.

ساجیه بهګام په تېر درې کالونو کې ښه شهرت پیدا کړی دی. ۳۶ کلنه ساجیه د افغانستان اجراییه ریاست رئیس ډاکټر عبدالله ته د جنډر برابرۍ پالیسۍ په اړه مشورې ورکوي. دغه د پوهنتون نه فارغه ژمنه ده څو دا باوري کړي چې مېرمنې د نارینه وو په څېر یوشان ټولنیز او مسلکي فرصتونه ترلاسه کوي. د بهګام هدف په دغه رهبرۍ کې د ښځینه وو لپاره ښه پالیسيګانې معرفي کړي. هغه د ځوانانو د ستونزو په اړه هم کمپاین کوي.  

په تېر ۱۵ کالونو کې، په افغانستان کې د ښځو وضعیت ښه شوی دی. د طالبانو رژیم له ړنګېدلو څخه وروسته، دغه هېواد په پراخه کچه د مېرمنو غوښتنو ته پاملرنه ورکړ، او د جنډر اوسنۍ ملي ستراتېژي ښځو ته ډیری حقونه ورکوي. په وزارتونو کې د جنډر استازي موجود دي، په ځانګړې توګه یو څوک د ښځو چارو لپاره ګومارل شوی دی. د افغانستان په پارلمان او رهبرۍ بستونو کې هم ښځې کار کوي. ښاغلې بهګام دې ټکې ته اشاره کوي، "جلالتمآب عبدالله عبدالله د جنډر برابرۍ ملاتړ کونکی دی".   

بیا هم بهګام پر اوسني وضعیت باندې خوښ نه دی. هغه پر دې باندې هم پوهېږي چې په ځینې حالتونو کې د ښځو ګډون یوازې د کاغذ پر مخ باندې لیکل شوی او د برابرۍ قوانین په هر ځای کې نه تطبیقېږي. ښاغلې بهګام وايي:"له هرڅه پورته، په کلیوالو سیمو کې لاهم ډیر کار ته اړتیا ده". د هغه نجونو شمېر چې زده کړې بشپړوي، په ځینې سیمو کې د کمېدلو په حال کې دي، په داسې حال کې چې افغانستان لاهم ښځینه کارپوهانو لکه مدافع وکیلانو، ډاکټرانو او ښوونکو ته اړتیا لري.  

د هغې خپله دنده د ډېری ښځو لپاره تشویقي اړخ کېدلای شي. بهګام له داسې یوې کورنۍ څخه ده چې هغه کورنۍ زده کړې او ټولنیز ښکېتیا ته ارزښت ورکوي. دا د دې لامل شو چې په ۱۳۸۹ کال کې په آلمان کې د افغانانو لپاره د پوهنتون په پروګرام کې برخه واخلي او په ارفورټ کې د عامه پالیسۍ په برخه کې د ویلي برانډت له پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړي.   

په ۱۳۹۲ کال کې خپلې زده کړې له بشپړولو څخه وروسته، هغه د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنې (GIZ) GmbH په ملاتړ افغانستان ته لاړه. د آلمان د حکومت په استازیتوب، GIZ له لوړه وړ راستنېدونکو سره، د بېلګې په توګه دندې په پیدا کولو کې مرسته کوي. د دې کار هدف دا دی چې ښه روزل شوي کارکوونکي په ریاستونو، وزارتونو او پوهنتونونو کې پر کلیدي پوسټونو باندې وګماري څو دوی وکولای شي د خپل هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي او هغه پوهه چې دوی له هېواد څخه د باندې ترلاسه کړي، هغه خپل همکارانو ته انتقال کړي. بېرته راستنېدونکي د افغانستان، آلمان او نړیوالو همکارانو تر منځ ارتباط جوړوونکي هم دي.

 دغه "استعداد بیرته راستنیدنه" د حقیقت له مخې پرمخ وړل کیږي چې افغانستان په تیرو څو کلونو او لسیزو کې ډیری کارپوهان له لاسه ورکړي دي. دغه روزل شوي کارکوونکي د جګړې او سیاسي ناکرارۍ له امله اړ ایستل شوي، څو خپل راتلونکی ژوند له خپل هېواد څخه د باندې تېر کړی. اوس هم، په هېواد کې د ثبات ټینګښت لپاره ډېر بااستعداد ښځو او سړو ته اړتیا ده.   

بهګام تل ډاډه وه چې هغه به خپل هېواد ته بېرته راستنه شي: "په آلمان کې خپل ماسټرۍ له بشپړولو څخه وروسته، دا د ما ارمان او هدف و چې د افغانستان زده کړې په سیسټم کې خپلې تجربې له طریقه مرسته وکړم". د دې تر څنګه چې هغه اجرائیه رئیس ته سلا مشورې ورکوي، بهګام په کابل پوهنتون کې هم استازه ده چېرته چې هغه د عامه پالیسۍ او سازماني پراختیا درس ورکوي او هغه زده کړه چې یې په آلمان کې ترلاسه کړې، هغه خپل زده کوونکو ته انتقالوي.

وروسته له دې چې هغه له آلمان څخه بېرته راستنه شوه، بهګام لومړی د GIZ سره د جنډر او پالیسۍ مشاورې په حیث کار پیل کړ چېرته چې د هغې رول د ملي مساوي فرصتونو پالیسي باندې کار کول او جنډر موضوع ګانو په اړه پوهاوی لوړول شامل وو. GIZ له ساجیه بهګام سره مرسته وکړه چې په آلمان کې د څو کالونو له زده کړې څخه وروسته ټولنه او مسلکي ژوند له خلکو سره بیا یوځای شي.

د جنډر دغه کارپوهې په ۱۳۹۴ کال کې له حکومت سره کار پیل کړ. ښاغلي بهګام زیاتوي، "د آلمان نړیوالې همکارۍ پروژو کې د سلاکارې په حیث، زه د دې وړ وم چې وړاندیزونه او لارښوونه وکړم. خو بیا هم، ما غوښتل چې په داسې یو بست کې کار وکړم چې په حکومتي چارو کې بدلونونه راولم".

په پیل کې دا اسانه کار نه وه چې خپل پخواني همکارانو ته د خپلې تجربې په اړه قانع کړي. دا د بهګام په یاد دي:"خو ځینې وختونه، هغوی د ما په اړه جدي فکر وکړل او د ما مهارتونه یې وپېژندل". دا د هغې لپاره مهمه تجربه وه: "پرته له دې څخه چې نارینه یې او یا که ښځینه، که چېرته غواړئ چې له شک لرونکو سره مبارزه وکړئ، نو باید بااستعداده اوسئ، کار په سمه توګه وکړئ او د دې وړ اوسئ چې کارونه بشپړ کړئ". نن، بهګام د ۱۶ کسانو مشره ده او هغې ته په مستقیمه توګه راپور ورکوي. هغه، رئیسه، په خپل ټیم کې یوازینۍ ښځه ده.

بهګام پر دې باندې پوهېږي چې کارونه سرته رسول او بدلونونه راوستل په ګډه سره کېدلای شي. د هغې طریقه سیاسي پرېکړې کولو په پروسو کې د خلکو ښکېتیا ده: "موږ افغانان باید خپلې چارې په خپل لاس کې واخلو. نو، یوازې هغه مهال د موږ ټولنه زیات پرمختګ کولای شي." له هېواد څخه د باندې، د هغې تجربه هغه د دې وړ کړه چې د آلمان او خپل هېواد ترمنځ مقایسه کولای شي. د دې پر ځای چې هرڅه لکه څنګه چې یې واخلئ، هغه پوښتنه کوي او د پرمختګ په لټه کې دی. د بېلګې په توګه، هغه د "مثبت تعصب" پلوي ده: د دې لپاره چې زیات ښځینه کارپوهانې وروزي، بهګام غواړي چې ښځو لپاره پوهنتون ته زده کړو لپاره تلل اسانه کړي.

هغه داسې احساس کوي چې هغه لاهم وخت لري چې لا زیات کار وکړي. د هغې بل هدف ډپلوماتیک خدمت کول دي. هغه غواړي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب وکړي. بهګام د فډرالي حکومت ولسمشره انګیلا مرکل خپل ځان لپاره د یوې نمونې په توګه یادوي: "هغه ډېره پیاوړې ښځه ده او ډېر زیات کار کوي". د هېواد په برخه لیک ټاکلو کې، دا هغه لاره ده چې افغانان داسې فکر کوي چې باید دغه لاره تعقیب شي.

د ۱۳۸۹ کال راهیسې، ټولټال ۱۷۳ بېرته راستانه شوي او یوځای شوي کارپوهان د افغانستان په ۳۲ وزارتونو او ریاستونو کې د آلمان همکارۍ د یوې برخې په توګه له افغان حکومت سره مرسته کوي.

 

د خپرېدلو نېټه: د ۱۳۹۸ کال، عقرب میاشت
پروګرام: بېرته راستانه شوي او یوځای شوي کارپوهان
دستورورکوونکې اداره: د آلمان بهرنیو چارو وزارت
شریکان: افغانې وزارتونه او ادارې
پلۍ کوونکئ سازمان: د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنه (GIZ)
ولایتونه: بلخ، هرات، کابل، کندهار، خوست، ننګرهار او پکتیا
د پروګرام موخه: د حکومتي ادارو اغېزناکه جوړښتونه/تشکیل جوړول
موده: د ۱۳۸۹ کال نه تر ۱۳۹۹ کال، قوس میاشتې پورې
"موږ افغانان باید خپلې چارې په خپل لاس کې واخلو. نو، یوازې هغه مهال د موږ ټولنه زیات پرمختګ کولای شي."
More stories in this sector