Primary tabs
په ځان باوری مېرمنې د ډوډۍ پخلنځي کې کار کوی
مېرمنې له آتو بجو راهیسې د روزنې په مرکز کې دی او خپلو مشتریانو ته توکی تیاروی- غالبآ خوړو پلورنځیو ته، هغه خلکو ته چې بازار یا هم کورته په منډه دی. دروزنیز مرکز مشره ۲۴ کلنه نصیبه خورا خوشاله ده: ”زموږ مرکز فقط (تازه) جوړ شوی دی او یونیم کال کېږی چې چلیږی خو موږ په عادی ورځو کې ۵۰ کیلوګرامه اوړه پخوو، هو بلکل زموږ پلور په رخصتیو کې لکه: نوروز، د نوی کال په جشن کې او یام په کوچنۍ اختر کې چې د روژی پای وی ډېر وی“
که څه هم، دا خوندور څېزونه د ښار په شمال ختیز کې په یوه عصری سپینه ودانۍ کې بخېګی د اصلی فعالیت یوه برخه ده: د افغانستان له شپږو شمالی ولایتونو څخه شرینی پخونکو ته روزنه ورکوی تر څو خپله سوداګري پرانېزي او خپلو وړتیاوو ته پراختیا ورکړي. نوی ترکیبونه، د پخلی تخنیکونه او د پلور لارې چارې هم تر پوښښ لاندې لاندې نیولی شوې دی. په کاری برنامو باندې د پوره دقت سره لس روزل شوی کسان پدې مرکز کې ګډونوالو ته روزنه ورکوی چې څنګه کولای شی خپل کاروبار بیا ځلې په خوځښت راولی او له عصری تکنالوژی څخه ګټه واخلی. د آلمان هېواد ددغه رونیز مرکز د رغونوچارو او وسایلو پانګونه وکړه او د بلخ ولایت د مېرمنوچارو ریاست ورته د ودانۍ لپاره مځکه چمتو کړه. له کله نه چې دغه ۱۰۰ متره مربع مرکز په رسمی ډول د ۱۳۹۶ کال د وږي په میاشت کې پرانستل شو، ۴۰ کسه نارینه او مېرمنو دلته په لمړیو شپږو میاشتو کې دا ډول روزنو کې ګډون کړی. د پخلی نویو تخنیکونو او د تولیداتو لوړې کچې دوته اجازه ورکړي ترڅو خپلې شخصی سوداګرۍ رامنځته او وغځوی.
له هغې راهیسې چې لس کسه مېرمنو په نوموړی روزنیز مرکز کې دنده پیل کړې ژوند یې بدل شوی دی. شل کلنې فاطمې زیاته کړه: د سهار له ۰۸:۰۰ بیا د مازدیګر تر ۰۴:۰۰ بجو موږ دوه ټولي کار کوو دا پدې معنی چې زه کولای شم نیمه ورځ زدکړې وکړم. زه دلته د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ ګټم، په دغه پیسو سره زه کولای شم د خپلو خرچو د پام وړ برخه وپوښم، او په ورته وخت کې، زه یوه دنده لرم کوم چې زه ورنه په ریښتیا سره خوند اخلم. دلته مېرمنی په آسانۍ سره له دغه حقیقت څخه خوند اخلی چې دوی په مالی لحاظ خپلواکې دی او د خپلو پیسو د لګښت لپاره په خپله هوډ کوی.
په ځان باوری نصیبه وای. د روزنیز مرکز له بریالیتوب وروسته مېرمنې اوس پلان لری چې په مزارشریف کې یو بل پلورنځی پرانېزی ترڅو ددوی خوندور توکی د لا نورو پېرودونکو لپاره تیار وی.
خپرونه: می 2018 پروګرام: د تلپاتې اقتصادی پرمختیا او د په کار ګومارنې وده (SEDEP) پانګه ورکونکې اداره: د آلمان د فدرالی حکومت د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت(BMZ) شریکان: د صنعت او سوداګرۍ وزارت(MoIC) د مالیې وزارت (MoF) د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت (MRRD) د کچونیو پورونو لمړنئ بانګ (FMFB) د افغانستان نړیوال بانګ (AIB) غزنفر بانګ پلې کونکې مؤسسه: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH ولایتونه: کابل، بدخشان، بغلان، بلخ، سمنګان، کندز او تخار |