په ښونځیو کې هڅاند زده کونکي

پخوانی لکچر، د کتاب له لارې کار کول، په پټه خوله لوستل – ښونکو هریوه مکمېل او ذکی خپل درسونه د تخار او سمنګانو ولایتونو د ښونکو د روزنې په مرکزونو کې نوموړي درسی تګلارې جوړې کړې دي.

 مکمېل له شپږو کلو را هیسې ښونکی دی. دئ په خپلو مسلکی چارو کی په وار وار له ورته ستونزو سره مخ شوی دی: ”ما کله هم خپل درسی نصاب د ۵۰ دقیقیی درس لپاره چمتو نکړ. آن زه نه پوهېدم چې څنګه خپل تدریسی مهال وېش ترتیب کړم. زه په پر لپسې توګه د کورس په جزیاتو کې پاتې راغلم. دا ډېر ناخوښه کونکی وو.“ ذکی څوک چې آته کاله کېږی ښونه کوی زیاته کړه: ” موږ په ريښتیا دا پنډ کتابونه تر لاسه کوو چې د تعلیمی کال تر اخېره پورې باید له زده کونکو سره کار وکړو دا کار زموږ د ساده او دودیزی ښونې سره نا شونئ وو“

د بلخ، بدخشان، کندز، تخار او سمنګانو له ولایتونو څه د ۳۸ نورور همکارانو سره په ګډه د مزار شریف د ښونکو دروزنې په مرکزکې د څلورو اونیو په کورس کې ونډه اخیستلو د ذکی او مکمېل سترګې خلاصې کړې. د آلمان هېواد د نوموړی کورس مالی ملاتړ کړی وو او د کورس طرحه او ډېزاین یی هم په غاړه درلود. 

هغه څه چې دوی وکارول، یواځې د ویونکو له خولې اورېدل نه وو برعکس دوی مجبور وو چې ونډه واخلی، په هرڅه کې برخه وال وي او په فعاله توګه یې عملی کړی

د پروګرام لمړۍ اونۍ د ښونې په وړ وړ تګلارو او همدا راز د زده کړې او پوهې په نظریو باندې راڅرخېده.  دوهمه اونۍ، روزونکو خپله نظري پوهه د تمثیل لوبولو په میدان کې تمرین کړه. دا د ذکی لپاره یوه روښانه چاره وه: ”زه ځير شوم چې که څه هم چې په درسی کتابونو کې پرېمانه معلومات شتون لری، خو یواځې کتابونه زده کونکی نه هڅوی چې خپل ځان ته درس ورکړی او یا په خپلواک ډول څېړنه وکړی. د تمثیل په لړ کې موږ کتابتون او انټرنېټ ته ولاړو او له دې لارې مو د ښونکو له مداخلې پرته د پوهنې ډېرئ جزیات لاسته راوړل“ دا د ذکی لپاره یوه ښه تجربه وه ” اوس زه پوهېګم چې زما زد کونکی څنګه په لنډ وخت کې یوه کاری پروسه طی کړی. “ د دوی د روزنې له پایته رسونې وروسته چې دوی ښونکی شی، نو دوی کولای شی دغه تګلاره له خپلو زده کونکو سره پلې کړی

د ښونکی محوري زده کړې په ځای، د افغانستان ښونکي باید خپل زده کونکی د زده کړی مرکز وګرځوی مکمېل اوس پوهیږی چې څرنګه د ۵۰ دقیقیی ټولګیو لپاره چمتو والی ونیسي ” زه اوس کولای پوهېږم چې خپلو زده کونکو ته څرنګه د پوهاوی وړ زده کړه ورکړم د راتلونکی ښونکی لپاره دا په خپله یو امتیاز دی“

د څلورو انیو روزنې په ترڅ کې د کورس ګډونوالو خپلې لاسته راوړنې په وار وار و ازمویلې. د هنر او طبعی ساینس په دواړو مضامینو کې د زده کونکو د ګډون امکانات ډېر دي. ”د آلمان هېواد ګڼ شمېر ښونځی رغولی او په لابراتوارونو باندې یې سمبال کړی دی“ مکمېل وویل ”اوس موږ پوهېږو چې زده کونکی څنګه بوخت کړو ترڅو له ډې لابراتوارونو څخه بشپړه ګټه پورته کړی. ښونکي باید خپلو زده کونکی ته د تجربو ترشا نظری پوهه ورکړی . دا به د زده کونکو پوهاوی لا پسې ژور او قوی کړی.

د افغانستان په شمالی ولایتونو کې د ښونکو د روزنې په مرکز کې راتلونکی ښونکی د روزنکو د پرمختللو مهارتونو څخه ګټه اخلی.  لکه ګلبشره، چې مرکز کې زده کونکی ده، څوک چې غواړی د خپلې روزنې له پایته رسولو وروسته د ټولنیزو علومو ښونه وکړی. موږ ته یې وویل، ”د ښونې د تګلارې لپاره نوی پروګرام په زړه پورې دی. هرڅوک باید هڅاند وی او بېلا بېلو رولونو ته ځان ورسوي. مخکې زه مدېره وم او باید ما خپل کارکونکی او ښونځئ اداره کړی وی ما ډېر څه زده کړل.“ 

د ګلبشرې یوه ملګري په لمړیو کې په پروګرام کې د ګډون لپاره زړه نا زړه وه. خو بیا هم ګلبشره لېواله وه چې له دې سره خبرې وکړی. ”زما ملګرې هېڅ خوندی نده او کورنۍ ستونزې لري. دا پروګرام له دې سره د په ځان باوري کېدو په اړه مرسته کوی. په تمثیل کې د ګډون په وجه موږ پوه شوو چې موږ څه زده کړي. او په دې هم پوه شو چې نورو کومو زده کړو ته اړتیا لرو. دا ریښتیا هم هغه څه وو چې زما ملګرې ورته اړتیا درولوده،“ دغه ځوانې مېرمنې موږ ته په ورین تندی وایی

د ښونکو د روزنې د مرکز د ښونکو د پرلپسې روزنی نه مننه، په افغانستان کې د ښونکو روزنه له بدلون سره مخه ده. ورو ورو شاګرد محوري پوهنه هر ورځ افغان ښونځیو ته لاره پیدا کوی.  چې دا د ښونې د ښه او لوړ کیفیت او د ښونځیو د ماشومانو د غورو شونتیاوو پایلې لری.

د خپرولو کال:1396
پروګرام: په افغانستان کې د لومړنیو او ثانوي زده کړو څخه ملاتړ (BEPA)
دستور ورکوونکي اداره: د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)، د سویدن د پراختیا او همکارۍ اداره (DEZA)
پلی کونکي اداره: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه: بدخشان، بلخ، کابل، کندز، سمنګان او تخار.
د پروګرام مؤخې:  د اساسي زده کړو د کیفیت ښه والی لپاره شرایط چمتو کول
ټوله موده: د ۱۳۸۴ کال د غبرګولي څخه د ۱۳۹۸ کال د تلې تر میاشتې

 

اوس زه پوهېګم چې زما زد کونکی څنګه په لنډ وخت کې یوه کاری پروسه طی کړی
More stories in this sector