په ښوونځي کې د لارښود شتون د لاښې زده کړې سبب ګرځي

درې کاله وړاندې، میرمن ګیتا چې د زده کړې څخه نوې فارغه شوې وه د بلخ ولایت د مزارشریف په یوه ښوونځي کې د خپلې دندې د پیل په اړه ډیره لیوالتیا درلوده. د ښوونکي د روزنې په انستیتوت کې د ریاضي د ښوونکي په توګه د زده کړې نه وروسته، هغې باور درلود چې خپلو زده کوونکو ته به د ښه لوست په ورکولو سره یو لاښه راتلونکې ور وبښي.

اونیو وروسته ګیتا په یاد راوړي چې څنګه یو ناڅاپه د واقعیت سره مخ شوه : «ټولګۍ ډیر کوچنئ وو او زیات شمیر زده کوونکو شتون درلود. د هغو له ډلې څخه یو شمیر زده کوونکو واقعاً په چټکۍ سره لوست زده کوی خو د نورو سره زه باید هر څه په وار وار تکرار کړم تر څو هغه زده کړي. که چیرې زه دغو ماشومانو ته یوازې یو یا دوه واره توضیحات ورکړم هغوی به ونشي کولای د شمیرو جمع ترسره کړي. زه د داسې ستونزو د پاره هیڅ چمتو نه وم او په رښتیا سره مې مبارزه پیل کړه.»

ګیتا په زیاتیدونکي ډول ناامیده شوه. خو تیر کال، د دري ژبې ښوونکي میرمن مهمنه د ګیتا د لارښودې په توګه وټاکل شوه. مهمنه یوه مجربه لارښوونکې ده چې په دې مسلک کې یې لس کاله دنده ترسره کړیده. دا کولای شي د خپلو همکارانو په ناامیدۍ په بشپړ ډول پوه شي ځکه دا خپله هم کله چې د لومړي ځل دپاره یې د ښوونکې په توګه خپله دنده پیل کړه اړینه وه چې د ورته ستونزو سره مبارزه وکړي. له دې امله کله چې سرښوونکي له دې نه وغوښتل چې د لارښود په توګه ښوونکو ته روزنه ورکړي، دا وړاندیز یې په خوشحالۍ سره ومانه. «زه د ښوونکو د دندې د پیل په مهال د ټولو اندیښنو او اړتیاوو څخه باخبره وم. خو د لارښوونې روزنې ماته زده کړل چې څنګه دغو ځوانو ښوونکو ته هغه لارښوونې ورکړم چې ورته اړتیا لري. د بیلګې په توګه، د روزنې په ترڅ کې مونږ په دې باب خبرې اترې وکړې چې د نویو ښوونکو سره د باورتیا منځته راوړل، د هغوی هڅول او دا چې مونږ د هغوی دپاره حاضر وو څومره مهم دی.» تر اوسه پورې د ۱۵۰ تنو نه زیات ښوونکو په نوموړي پنځه ورځنی روزنیز کورس کې ګډون کړی دی. مهمنې دا هم زده کړل چې څنګه د انفرادي لوستونو په باب د خپلو ځوانو همکارانو سره خبرې وکړې او د هغوی کړنې د هغو سره یوځای وڅیړي. کله چې د هغې تر لارښوونې لاندې یوه ښوونکې له دې نه سلامشوره غواړي، دا اغلباً ځي او په ټولګي کې کښیني. کله چې لوست پایته ورسید، دا د ښوونکي سره یوځای د تیرشوي لوست په باب او په دې اړه خبرې اترې کوي چې څه شی ښه تیرشول او ولې نور شیان د پلان سره سم پلۍ نشول. مهمنه چې د ښوونې په څانګه کې بسیا تجربه لري په روښانه توګه وایي: «زه ښوونکي ته نه وایم چې څه صحیح یا څه غلط وو. د هغې پرځای، مونږ یوځای د لوست کمزوري برخې څیړو. زه فکر کوم دا ډول چلند ما ته اجازه راکوی چې زه خپله تجربه نورو ته ولیږدوم او نویو ښوونکو ته توان ورکړم چې په یوه لنډه موده کې  واقعاً په ښو ښوونکو باندې بدل شي.»

د المان حکومت د ۱۳۸۳ کال راهیسې د افغانستان سره د لومړنیو زده کړو د اصلاحاتو او سمون په ډګر کې د افغانستان سره مرسته کوي. د لارښوونې پروګرام د نوموړې همکارۍ یوه برخه جوړوي. د دې پروګرام په ترڅ کې د روزنې مجرب مسلکیان دې ته چمتو کیږي چې د خپلو ځوانو همکارانو سره سمه مرسته وکړي. هغه کسان چې د ښوونکي د زده کړې څخه نوي فارغیږي عملي تجربه نلري او واقعاً نه پوهیږي چې خپل لوستونه څنګه په سمه توګه چمتو کړي، د اخلالګرو زده کوونکو سره څنګه چلند وکړي یا خپل زده کوونکي څنګه وهڅوي. مهمنه وایي: «د مونږ لارښووونکو په شتون کې، دا ځوان ښوونکي په خپل څنګ کې داسې یو شخص لري چې کولای شي په هغه باندې اعتماد وکړي او له همدې امله د دې احساس نه کوي چې د یو غره غوندې ننګوونو په وړاندې پوره یوازې دي. هغوی کولای شي هرڅه وپوښتي.» ګیتا د خپلې لومړنۍ چوپتیا نه وروسته اوس په مهمنې باندې پوره باور لري. دې ځوانې ښوونکې په چټکۍ سره زده کړل چې دا یوازینئ شخص ندی چې نه پوهیږي چې د ښوونځي اداري کړنلارې څنګه ترسره کیږي یا دا چې د لوست د چمتوکولو دپاره څه شي ته اړتیا ده او په کومو موضوعګانو کې باید کوم میتودونه وکارول شي – او نورې پوښتنې چې لست یې کیدای شي پای ونلري. د مهمنې په نظر، دا یوه بشپړ طبیعی خبره ده: «د روزنې په لړۍ کې، هر څه نظري دي. د زده کوونکو د څارنې او ارزونې میتود او زده کړې ته د هغوی د لیوالتیا هڅونه هغه شیان نه دي چې تاسې یې د روزنې په بهیر کې زده کوي. د هغې د پاره تاسې تجربې ته اړتیا لری. له همدې امله زه فکر کوم چې دا ډیر ښه کار دی چې زه کولای شم خپله تجربه د ځوانو ښوونکو سره شریکه کړم.»

مهمنه لږترلږه په اونۍ کې دوه واره د خپل تر لارښوونې لاندې څلورو تنو ښوونکو سره د خبرو د کولو په موخه کښیني – دا د ګیتا تر څنګ درې نورو ښځینه ښوونکو ته هم لارښوونه کوي. د دغه راز ناستو په ترڅ کې ښځې خپلې تجربې یو له بله سره شریکوي، د هغو ستونزو په باب چې ورسره مخامخ دي خبرې اترې کوي او د حل لارې پلټي. ګیتا د لارښوونې د پروګرام څو وروستیو میاشتو ته په کتنې سره په قانع ډول داسې وایي: «هر مهال چې زه پوښتنې یا ستونزې ولرم، کولای شم تل مهمنې ته مراجعه وکړم، حتی کله چې مونږ ناسته هم پلان کړې نه وي. تر اوسه پورې دا تل توانیدلې ده زما سره مرسته وکړي. د دې پروګرام یوه بله ښیګڼه داده چې ما د مهمنې تر لارښوونې لاندې نورې ښوونکې هم ډیر ښه وپیژندلې. مونږ د کار ښې اړیکې منځته راوړیدي او اغلباً د یو بل سره مرسته کوو.»

 
د خپرولو کال:1396
پروګرام: په افغانستان کې د لومړنیو او ثانوي زده کړو څخه ملاتړ (BEPA)
دستور ورکوونکي اداره: د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)، د سویدن د پراختیا او همکارۍ اداره
(DEZA)
پلی کونکي اداره: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه: بدخشان، بلخ، کابل، کندز، سمنګان او تخار.
د پروګرام مؤخې:  د اساسي زده کړو د کیفیت ښه والی لپاره شرایط چمتو کول
ټوله موده: د ۱۳۸۴ کال د غبرګولي څخه د ۱۳۹۸ کال د تلې تر میاشتې

 

د مونږ لارښووونکو په شتون کې، دا ځوان ښوونکي په خپل څنګ کې داسې یو شخص لري چې کولای شي په هغه باندې اعتماد وکړي او له همدې امله د دې احساس نه کوي چې د یو غره غوندې ننګوونو په وړاندې پوره یوازې دي.
More stories in this sector