په کابل کې د ژوندانه ښه کېدل

د کابل چاردهي ولسوالۍ له ستونزمن ګاونډ څخه پر داسې یو ځای باندې بدلېږي، چېرته چې خلک غواړي ژوند وکړي. موږ له دغه پروژې چې د آغا خان کلتوري بنسټ تطبیق کړی او KFW پراختیایی بانک یې د المان فډرالي حکومت د باندنیو چارو وزارت په استازیتوب بودیجه ورکړې، مننه کوو. دغه همکارانو د چاردهي لپاره یوه هر اړخیزه بسته چمتو کړه چې د تفریح فرصتونه، زیربناوې او حرفوي زده کړې او تعلیم پکې شامل دی. په ځانګړي توګه، د ګاونډ ښځې له دغه پروژې څخه ګټه اخلي.

د چهلستون پارک د پلازمینې کابل په زړه کې یو نخلستان (شین ځای) دی. چمنونه په ښه توګه ساتل شوي او د ګل حوزې د اوبه ډنډونو او چینو شا او خوا کرل شوي دي. دلته د سپورت اسانتیاوې، د اخبار او مجلو غرفه او کوچني رسټورانټونه شته دي. د چهلسټون د نولسمې پېړۍ ماڼۍ د پارک په شاوخوا کې برجونه، چې د ۱۲ هکتاره ساحه لري. نن، دغه ماڼۍ او د دې پخوانی میلمستون د غونډو، کلتوري مراسمو او کانفرانسونو لپاره پرمختللي اسانتیاوې لري.   

د پنځه (۵) میلونه نفوس لرونکي په دغه جنګ ځپلي ښار کې، ورته تفریحي ځایونه د ګتو په شمار او یو له بل څخه ډېر لرې دي. تر دې چې یوازې څو کاله وړاندې، د چهلستون ماڼۍ او پارک غمیزه منظره درلودله. ودانۍ په کنډوالو کې ودرېدلې وه او پارک په بشپړه توګه په وحشتناکه ځای بدل شوی و.

د چهاردي ولسوالۍ سره د نږدې پارک وضعیت هم نه و. چاردهي په کابل کې یو له ډېرو ځایونو څخه دی چې اصلا په ناقانونه توګه پکې زیات خلک ژوند کوي. په داسې حال کې چې د ښاروالۍ اداره د دغه ګاونډیانو سره یوځای کېدل، وزغملو، خو داسې هیڅ ډول خدمتونه او زېریناء یې ورته وړاندیز نکړل، چې هغوی ورته ضرورت درلود.   

په هرصورت،  د KfW پراختیایي بانک او آغا خان کلتوري بنسټ د موقعیت احتمال او امکانات په رسمیت وپیژندل. د ادارې او اوسېدونکو سره په ګډه مشوره، د المان فډرالي حکومت بهرنيو چارو وزارت دفتر (AA) په استازیتوب، همکارانو د مرکز په توګه د پارک لپاره په ګډه ښاري پراختیا پروګرام یوځای جوړ کړل. 

د چهلستون ماڼۍ بیا رغول شوې او میدانونه یې له سره ترمیم شو. په دغه پروژه کې د چاردهي ګاونډ ته نږدې ځکه هم شامله کړه. ځکه چې استوګنځي د پلان څخه پرته پرمختګ وکړ. په لومړي قدم کې د موجوده زېربناو موجودي او د جغرافیه معلوماتو سیسټم کې ثبتول شامل ول. د محلي خلکو سره په ګډه کار کولو سره، همکارانو دغه معلومات د زېربناء پراخولو لپاره د پیل نقطې په توګه وکاروله. په دغه کارونو کې چاردهي سړک ته د عمومي سړک له لارې لاسرسي موندل، د اوبو رسولو سیسټم جوړول، د سړک غاړې ګروپونه لګول او د ځایي جومات بیا رغول شامل دي.  

د ښاري پراختیا د بریا یو غټ فاکتور د حرفوي زده کړې او روزنې همغږۍ پروژه وه. د ۱۳۹۴ نه تر ۱۳۹۷ کال پورې له ۶۶۰ څخه زیاتو ښځو او له ۴۶۰ څخه ډېرو نارینه و، شپږ میاشتني کورسونو کې روزنه ترلاسه کړل. د روزنې دغه پروغه دوام لري. په ځانګړې توګه د جنګلک په حرفوي زده کړو په مرکز کې، شاګردان کولای شي چې له اته (۸) حرفوي کورسونو څخه یو انتخاب کړي چې په دغه کورسونو کې، خیاطي، ګلدوزي، غالۍ اوبدل، نجاري او باغداري شامل دي. د روزنې له بشپړولو څخه وروسته، فارغینو ته لومړني تجهیزات لکه د خیاطۍ ماشین ورکول کېږي څو خپل شخصي کاروبار کوونکي په توګه، خپل کار پیل کړي. 

پروژه چې KfW او AKTC تطبیقوي، د چهلستون پارک ته څېرمه او شاوخوا د ۳۵۰۰۰۰ کسانو د ژوند کولوو لپاره شرایط ښه کړي دي. یو خوندي، په زړه پورې او سوله ایز ځای ګڼه ګوڼې ښار په زړه کې جوړ شوی. هره میاشت له  ۲۵۰۰۰ څخه زیات ښاریان دغه پارک ته د تفریح لپاره ورځي. اوس، مېرمنې، ماشومان او په ځانګړي ډول ځوانان دا فرصت لري چې له مزاحمت څخه پرته وګرځي او له کور څخه د باندې لوبې وکړي. دغه پارک ، د یو کوچني"شنې ساحې" په توګه، د کابل هوا هم ښه کړې ده.

شاکر محمد چې ۴۴ کلن دی او د دغه پارک سره نږدې ژوند کوي او همدا راز د KfW  او AKTC  روزنیز پروګرام څخه فارغ شوی داسې وایی، "مخکې له دې څخه چې دغه پارک بیا ورغول شي، په ځانګړي توګه، د ځوانانو لپاره ښه ځای نه و. اوس، دا یوه شنه او خوندي ساحه ده. دغه پارک د ماشومانو لپاره مناسب تفریحي ځای دی." هغه په دوه کورسونو لکه منظرې او باغدارۍ په کورسونو کې ګډون کړی. اوس، شاکر د چهلستون په پارک کې د باغدارۍ مدیر او د شنو منظرو جوړولو مسؤل دی. د یو ماشوم په صفت، شاکر پخوا هم د خپل پلار په جایداد کې باغداري کړې ده. د هغه د کالونو راهیسې تجربه، د یو مسلکي باغوان په توګه، روزنې ترلاسه کولو لپاره د هغه لپاره یو ښه اساس و. شاکر زیاتوي، "دغه روزنه د ما لپاره ډېره ګټوره وه. زه د خپل کورنۍ او کوچنیانو لپاره رزق پیدا کوم. هغوی ښوونځي او د سپورت کلب ته ځي. د ما په شان، ډېرو اوسېدونکو د دغه پارک جوړولو په وسیله کارونه پیدا کړل. هغه چا چې په روزنیز کورس کې ګډون کړی او په دغه پروژه کې کار کړی، د هغوی ژوند اوس ښه شوی.

مرضیه سلیم افشار، ۴۸ کلنه مسلکي خیاطه ده. هغه هم پر دې خبره موافقه ده چې د چهلستون پارک په ګاونډ کې د ژوندانه شرایط ښه شوي دي. هغه د جنګلک په حرفوي روزنیز مرکز کې د کورس استاذه ده. مرضیه زیاتوی، "لکه څرنګه چې نور نجونې شاګردانې له دغه کورس څخه ګټه اخليي، زه او د ما کورنۍ هم له دغه کورس څخه ګټه اخلو. د ما معاش کافي معاش دی. د خپل معاش څخه مې خپل کور بیا ورغولو او د خپل کوچنیانو/بچیانو د پوهنتون فیسونه هم ورڅخه ورکوم. نن، د ما لوڼه د استاذانو په صفت دلته کار کوي. دغه پروژې د ما ژوند ښه کړی دی او خپل کار مې خوښېږي. "

 د مرضیې د کورس هره دوره شپږ (۶) میاشتې ده. دغه روزنه وړیا ده او نجونې/پېغلې ښځې دغه کورس ته راځي څو خپل د پوهنتون مصارف له دغه لارې وباسي. د جنګلک حرفوي روزنیز مرکز مېرمنو ته د هغوی اړتیاو په پام کې نیولو سره، خوندي د زده کړې چاپېریال لري. دغه روزنیز مرکز ته نه یوازې مېرمنې درناوی کوي، بلکه د سرپرستان، ځایي مسؤل اوسېدونکي، او ملایانو هم د چا ملاتړ چې د نجونو او مېرمنو لپاره ډېر اړین دی، څو په دغه روزنیز مرکز کې ګډون وکړي، درناوری لري.    

مرضیه په هر کورس کې ۷۰ نجونو ته تدریس کوي. په ټولګي د شاګردانو د زیات تعداد سره سره، لاهم د موجوده کورسونو شمېر زیاتوالي لپاره غوښتنه کېږي. هغه اکثرا باید د ممکنه شاګردان رد کړي او د راتلونکي کورس صنف لپاره د منظرینو لېست له ځان سره وساتي.

د دغه کورس اکثره ګډونوال کنډې ښځې دي، څوک چې کار کولو ته عاجله اړتیا لري څو ځان او خپل کورنۍ ته نفقه/روزي وګټي. په دغه روزنیز کورس کې هغوی د ماشومانو او لویانو کالي، بلوزونه او کوټونه ګنډل زده کوي. مرضیه وایي، " اکثره افغانان، نجونو او ښځو ته اجازه نه ورکوي څو د کور نه د باندې کار کولو لپاره لاړې شي. هغوی د دغه روزنیز پروګرام څخه مننه کوي. خو بیا هم، د دغه کورس څخه فارغ شوي نجونې کولای شي چې د کور نه کار وکوي او ځان ته نفقه وګټي. مرضیه زیاتوي، زه باوري یم چې د ما ۸۰٪ فارغه شوي شاګردانې، په خپل کور کې کار کوي. " په هر صورت، د جنګلک حرفوي روزنیز مرکز فارغ شوي شاګردانو لپاره د کار پیدا کولو پروګرام هم لري او په ټول کابل کې د سوداګرانو سره په اړیکه کې دي.     

مرضیه فخر کوي چې خپل فارغه شوي شاګردانې وګوري چې خپله ګټه د لازیاتو مهارتونو/کسبونو ترلاسه کولو لپاره لګوي او یا هم د استاذانو په صفت کار پیدا کړي. د ګټې دغه فرصتونه د ښځو پر خپل ځان باندې باور زیاتوي. مرضیه وایي، "ځینې ښځې په واضحه توګه څرګندوي چې د کار کولو لپاره ښه روزنې ته اړتیا لري، څو په راتلونکي کې دې ته اړ نه وي چې د بل چا نه پیسې وغواړي. د ما ځینې شاګردانې، اوس د ما نه هم زیاتې پیسې ګټې. که څه هم هغوی ډېر سخت حالات درلودل. د یو روزونکي په صفت، کله چې خپل شاګردان بریالي ګورم، نو د ما لپاره دا ډېر د ډاډ وړ خبره ده.

 د خپرېدو نېټه: ۱۳۹۸ کال د لیندۍ میاشت
پروګرام: په کابل کې د چهسلتون پارک بیا رغول
ترتیبوونکی: د المان فډرالي حکومت د باندینو چارو وزارت (AA)
تطبیقوونکي ادارې: د آغا خان کلتوري بنسټ او KfW  پراختیایي بانک
ولایت: کابل
د پروګرام موخې: د ګاونډ خلکو لپاره تفریحي اسانتیاو ښه کولو لپاره د باغونو او سپورتي میدانونو جوړول او د کابل په ښار کې د چهلستون په پارک کې کلتوري مراسمو لپاره ځایونه جوړول دي.
"مخکې له دې څخه چې دغه پارک بیا ورغول شي، په ځانګړي توګه، د ځوانانو لپاره ښه ځای نه و. اوس، دا یوه شنه او خوندي ساحه ده. دغه پارک د ماشومانو لپاره مناسب تفریحي ځای دی"
More stories in this sector