په کابل کې نمونه یي ښوونځي – برېښنایي راتلونکي باندې ټینګار کوي

نمونه یي ښوونځي د نورو ښوونځیو لپاره د بېلګې پڅېر فعالیتونه کوي. معیارونه ټاکي، ښه تدریس کوي او د ښوونځي ښه مدیریت کوي.

 په کابل کې په ځانګړي ډول، د لایقه زده کوونکو لپاره درې (۳) دا ډول نمونه یي ښوونځي شته دي. اماني د هلکانو لېسه، عایشه دراني د نجونو لېسه او جمهوریت لېسه چې د نجونو لپاره د سوداګرۍ ثانوي لېسه ده. په ۲۰۱۴ کال کې، د المان حکومت د المان نړیوالۍ همکارۍ ټولنه (GIZ) وګمارله چې د دغه درېو (۳) ښوونځيو په پراختیا کې مرسته وکړي څو نوموړي ښوونځي په افغانستان کې پر نمونه یي ښوونځیو باندې بدل کړي.

د دغه ښوونځیو د مدیریت ټیمونو پر پراخه کچه باندې له بدلونونو په راوستلو سره پیل وکړ. د کارکوونکو له نوي تشکیلونو له معرفي کولو څخه تر د مؤثره مالي او معاشاتو اداره کولو او د زیربنا مدیریت پورې، د نوي کارونو په کولو سره د مدیریت ټیمونو د پام وړ ننګونو سره مخ شول. په هرصورت، د نړیوالو متخصصینو روزنیز کورسونو او لارښوونو په ذریعه، هغوی تجهیز شو څو له دغه ننګونو سره مبارزه وکړي. او په دغه برخه کې په ریښتیا سره بدلونونه هم راغلي دي. اوسمهال، دغه ښوونځي ډېر ښه تنظیم شوي چې هغوی یې د دې جوګه کړي څو له لوړ کیفیت سره تدریس وکړي کوم چې زده کوونکي د برېښنایي راتلونکي لپاره چمتو کوي.

ښه تدریس هر نمونه یي ښوونځی قوي کوي خو، ښه روزل شوي ښوونکو ته اړتیا لري. نو ځکه، د دغه درې (۳) ښوونځیو ښوونکي بېرته صنفونو ته تللي دي. اوس په تعلیمي نصاب کې د تدریس کولو نوي طریقې او ګټوره زده کړې او همداراز ریاضي او ساینس مضامین شامل دي، په داسې حال کې چې الماني ژبه د لومړنۍ خارجي ژبې په صفت په نصاب کې ځای پر ځای شوی ده چې زده کوونکي یې زده کوي. ژمن ښوونکو نوې پوهه ترلاسه کړې ده او اوس دغه پوهه خپلو زده کوونکو ته انتقالوي. د تدریس معاصرو طریقو ترتیبولو او معرفي کولو پلانونه هم شته دي څو په ښوونځیو کې د تدریس کیفیت لا ښه کړل شي. انګلېسي ژبه به هم په راتلونکي کې د یوې خارجي ژبې په صفت په پراخه پیمانه تدریسېږي.

که څه هم، دغه کاریوازې د تدریس کیفیت پورې اړه نه لري. په کامیابه زده کړه کې چې چاپېریال یې هم یو مهم فکتور دی. نو، د لوبو نوي ځایونو، کانتینونو او د تودوخې سیسټمونو او منظمه صفایي د زده کړې یو ښه چاپېریال جوړ کړی دی چېرته چې ماشومان او ځوانان د خپل تعلیمي کال په اوږدو کې د هوساینې احساس کولای شي. نوموړي ښوونځي په مناسبه توګه له نوي لابراتوارونو او کتابونو او همداراز هنري او موسیقۍ له ګروپونو سره مجهز شوي څو دا کار باوري شي چې د زده کوونکي د ښوونځي له فکر څخه زیاته شیان تجربه کړي. د ۲۰۱۸ کال له پایې راهیسې، د اماني او عایشه دراني لېسې هم د نوي کمپیوټرونو او مناسبه سافټ ویرونو او همداراز انټرنټ څخه برخه منه شوي دي، دا هغه څه دي چې په افغاني ښوونځيو کې کمیابه دي.

د عایشه دراني لېسه، د کتابتون ۵ کپیوټرونو سره سره، اوس د کمپیوټر په خونه کې ۲۵ کمپیوټرونه لري. د دغه لېسې مدیره شبنم محمدي په لېواتیا سره داسې وایي، موږ په یوویشتمه (۲۱) پېړۍ کې ژوند کوو. له کمپیوټر څخه پرته کار پرمخ وړلای نه شو. اوس، نجونې فرصت لري چې د کمپیوټر سافټ ویر کارول زده کړي. دغه کار سره به د کار په مارکېټ کې د نجونو لپاره کاري فرصتونه زیات شي. په ۱۰، ۱۱ او ۱۲ ټولګیو کې اوسمهال، تقریباً ۱۰۰ نجونې د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) درسونه وایي. د هغوی ښوونکو د کمپیوټر په اړه لومړۍ څلور ورځنۍ روزنه بشپړه کړې ده چې دغه روزنې ډېره لېوالتیا جذبه کړې ده. محمدي زیاته کړه، ’د موږ ښوونکي غواړي چې په دنده کې لا زیات روزنې ترلاسه کړي څو خپل د کمپیوټر زده کړې مهارتونه پراخه کړي او وکولای شي په زیاته اغېزمنه توګه ښوونه/تدریس وکړي.

د اماني په لېسه کې هم د هلکانو لپاره ۳۶ کمپیوټرونه لګول شوي دي. لکه څرنګه چې مدیر صاحب محمد علیم امید وایي، ’ د ښوونکو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ له ۶ ورځني روزنې سره مو پیل وکړ. موږ په برېښنایي عصر کې ژوند کوو. اوس، کمپیوټري مهارتونه ضروري دي.‘ نو ځکه، اوس دواړه لېسې د ښوونکو لپاره لازیات کورسونه په پلان کې لري څو د ښوونکو مهارتونه زیات کړي.  

د افغانستان د پوهنې وزارت هم اوسني میلان ته عکس العمل ښودلی او په خپل تعلیمي نصاب کې یې د معلوماتي ټکنالوژۍ مهارتونه شامل کړي دي. وزارت همداراز د ۱۰، ۱۱ او ۱۲ ټولګیو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ درسي کتابونه هم ورکوي. دا هر څه د دې لپاره چمتو شوي دي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ مهارتونو په افغاني ښوونځيو کې د تدریس یوه برخه شي.  

نمونه یي ښوونځي دا ثابتوي چې ښوونځي څنګه کولای شي خپل د تدریس کیفیت ښه کړي. د افغانستان د پوهنې ملي ستراتیژیک پلان دا مشخصوي چې هغه تجربې چې نمونه یي ښوونځيو ترلاسه کړي، هغه به په ټول هېواد کې په نورو ښوونځیو کې په تدریجي ډول عملي شي. دا کار به باوري شي چې ټول افغان ماشومان او ځوانان به په راتلونکي کې له دغه سترګې پر لاره ستراتیژي څخه ګټه واخلي. 

 

د خپرونې نېټه: ۰۳/۲۰۱۹
پروګرام: په کابل کې د المان په حمایت ښوونځي پیاوړي کول
اداره کوونکی: د المان فډرالي حکومت د باندنیو چارو وزارت (AA)
همکاره ادارې: د افغانستان د پوهنې وزارت، اماني د هلکانو لېسه، عایشه دراني د نجونو لېسه او جمهوریت د نجونو لپاره د سوداګرۍ ثانوي لېسه.
تطبیقوونکې اداره: د المان نړیوالو همکاریو ټولنه (GIZ)
ولایتونه: کابل
د دغه پروګرام موخې: د المان په مرسته په کابل کې درې لېسو لپاره پراختیایي بنسټ جوړول دي چې دغه لېسې پر نمونه یي لېسو باندې بدلې شي.

 

اوس، نجونې فرصت لري چې د کمپیوټر سافټ ویر کارول زده کړي. دغه کار سره به د کار په مارکېټ کې د نجونو لپاره کاري فرصتونه زیات شي.
More stories in this sector