ښه ژوند ته را ستنېدنه

پېرودونکي په پرلپسې توګه د مزار شریف ښار د کلکین سړک په سیمه کې د محمد حسن رضایی کوچنۍ خریه هټې ته تګ راتګ کوی. مرمنی هغه مستې او پېروئ چې د کورنۍ ۳۳ کلن مشر یې په زړه را ښکونکو لوښو کې په هټی کې پلوری بوی کوی. د کیفیت څخه د اطمنان وروسته یو مېرمن د سر په خوځونې سره هر څه منی او څو قطی د خپلې سودا کڅوړۍ ته اچوی. کارو بار یې خورا ښه دی: رضایی په دې وروستیو میاشتو کې پنځه کارکونکی هم ګمارلی، او پلور یې په تلپاتې ډول مخ په زیا تېدو دی.

پېرودونکي په پرلپسې توګه د مزار شریف ښار د کلکین سړک په سیمه کې د محمد حسن رضایی کوچنۍ خریه هټې ته تګ راتګ کوی. مرمنی هغه مستې او پېروئ چې د کورنۍ ۳۳ کلن مشر یې په زړه را ښکونکو لوښو کې په هټی کې پلوری بوی کوی. د کیفیت څخه د اطمنان وروسته یو مېرمن د سر په خوځونې سره هر څه منی او څو قطی د خپلې سودا کڅوړۍ ته اچوی. کارو بار یې خورا ښه دی: رضایی په  دې وروستیو میاشتو کې پنځه کارکونکی هم ګمارلی، او پلور یې په تلپاتې ډول مخ په زیا تېدو دی.   

په دې وروستیو کې، کاروبار ډېرښه نه وو. رضایی او کورنۍ یې له ۱۵ کلن مهاجرت وروسته په ۱۳۹۵ کال له ایراه راس ستانه شول. هلته یې هم اقتصادی شرایط خورا ستونزمن وو، هغه په یاد راړوی: موږ ټولو په ایران کې د دې په شان  ښې دندې او ښه ژوند هيله درلوده. اما دا هيله مو یو خوب پاتې شوه، نو ځکه مې دا ښه وبلله چې بېرته افغانستان ته خپل کورته راشو، رضایی خپله هغه سوداګري چې ایران ته له تګ نه مخکې یې درلوده بیا پیل کړه. ده د د خوراکی توکو یوه کوچنیۍ هټی جوړه کړه، چې په کور کې جوړې شوې مستې او د خپلې غوا له شید تیار شوی پېروئ به یې پکې پلورل. خو د ده تولیدات د ښه کیفیت درلودنکی نه وو، او په ورځ کې به یې یواځې ۷۰ یا ۸۰ لېتره شدې پروسس کولې رضایی سخت کار کولو خو د میاشتې به یې یواځې ۱۰۰۰۰ لسزره افغانۍ  او یا ۱۱۵ یوروګټلې. چې هغه یې یواځې د دکان د کرایې او کورنۍ د لګښت لپاره بسنه کوله. او په دې نه توانېدو چې کار کونکی وګوماری.

د پام وړ ټکئ د بلخ د کرنی په ریاست کې په جوړ شوی نندارتون کې یو عکسل العمل وو. دلته ده د آلمان د هېواد له لوري د شیدو د پروسس د یوې جوړې شوې روزنې په اړه ووارېدل. ده هلته نوم لیکنه وکړه او د مالدارۍ او شیدو له ماهېر نه یې زده کړل چې څنګه د خپلو شیدو په حاصلاتو کې زیات والۍ راولی، شیدی په ښه مؤثره توګه پروسس کړی، خپلو لبنیاتو ته پراختیا ورکړي، په ښه کیفیت او بریال توب سره یې بازار ته وړاندې کړي. اوس په خپله هټۍ ویاړونکې خاوند خوښ دی: ”زه اوس په دې باندې په ټينګه باور لرم: دا چې زه د کیفیت له معیارونو سره سم کار کوم، او زما پېرودنکي زما مستې او پېروئ خوښوی. زه د خپلې عادی ګټې دری برابره ګټم!“

دی اوس د خرڅلاو ښه تګلاره لری. د روزونکي په سلا، ده په خپل دکان کې یې د خپلو لبنیاتو د تولیداتو د ښودلو لپاره یو زړه را ښکونکې المارۍ جوړه کړه. پېرودننکی کولای شي نېغ په نېغه هلته ورشی تر څو دده جوړې کړی مستې او پېروی و پېري. رضایی وایی، دا یوه لویه بریا وه: ”زما پېرودونکی په ریښتیا هم دغه المارۍ خوښوی. دوی اړ ندی چې په قطار کې ودریږی. اودوی پوهیږی چې د خوښې وړ لبنیات یې چرته اېښی دی. زه د یوې بلې المارۍ د جوړولو پلان لرم. کوم چې زه به لا ډېرو پېرودونکو ته چټکې چوټړ تیا وې برابرې کړم. او نویو کارکونکو دا شونې کړه“ رضایی اوس د خپل ښه ژوند خوب په ریښتیا بدل کړی هغه هم په خپل وطن کې.

سیما بهبودی هم ورته تجربه لری. ۳۷ کلنه مور او د دې اولادونه نهه (۹) کاله په ایران کې و اوسېدل. په ۱۳۹۴ کال کې یې افغانستان ته په را ستنېدو سره دې د لبنیاتو پېر او پلور پیل کړ او له ورته ستونزو سره مخ شوه کوم چې رضایی ورسره مخ شوی وو- د شېدو لږ حاصل او د تولیداتو ضعیف کیفیت. اما اوس، له روزنې وروسته،  د دې سودا ګری هم په مخ ځې ما خپل محصولات دوه برابره او خپله ګټه مې دری برابره کړې دې وویل: ”زه اوس دری نوی کارکونکی لرم. زه یې په راتلونکی کې د ډېرونې خیال هم لرم. دغه په ځان باوری مېرمنی له نندار چیانو څخه د سوداګرۍ په سمونه کې یو الهام واخیست، هغه دا چې دې ولیدل چې ډېرئ استازی له ځان سره خپل د سوداګرۍ کارتونه لری، او هغه توکی اعلانوی چې چې دوی یې خپلو الماریو کې لری. له ځانه سره یې وویل دا ښه نظریه ده، ځکه نو باید عاجل همداسی وکړم . دا په ريښتیا هم لګښت دی: د کارت درلودل دا آسانه کوی چې له سوداګرو سره په اړیکه کې اوسې څوک چې غوره پېرودونکی دی.

د راستنو شوو په ګډون د افغانستان د شمالی ولایت بلخ دېرئ وګړو لکه ښاغلی رضایی او آغلی بهبودی، د لبنیاتو د سوداګرۍ په جوړښت کې د آلمان د هېواد له ملاتړ نه برخه من شوی دی. او ټولو بیا نورو ته دندې هم اجاد کړی دی. آن تر دې چې ځینو خو تر ۱۰ کسه هم په کار ګمارلی دی.

خپرونه: جون 2018
پروګرام: د تلپاتې اقتصادی پرمختیا او د په کار ګومارنې وده (SEDEP)
پانګه ورکونکې اداره: د آلمان د فدرالی حکومت د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت(BMZ)
شریکان: د صنعت او سوداګرۍ وزارت(MoIC) د مالیې وزارت (MoF) د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت (MRRD) د کچونیو پورونو لمړنئ بانګ (FMFB) د افغانستان نړیوال بانګ (AIB) غزنفر بانګ
پلې کونکې مؤسسه: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه: کابل، بدخشان، بغلان، بلخ، سمنګان، کندز او تخار.

 

 
زه اوس په دې باندې په ټينګه باور لرم: دا چې زه د کیفیت له معیارونو سره سم کار کوم، او زما پېرودنکي زما مستې او پېروئ خوښوی.
More stories in this sector