د افغانستان عدلیې وزارت ته د دوسیو جوړونې د یوه نوي سیستم سپارل

د دوسیو جوړونې نوئ سیستم د عدلیې وزارت او د هغه د کارکوونکو د وړاندیزونو په شمول د افغان -المان د همکارۍ د پروګرام او د ایټالیې د پراختیایي همکارۍ د ادارې (IADC) له خوا جوړشویدی. دغه نوی دیټابیس په ټول هیواد کې کارول کیدلای شي او په پام کې ده چې په موقع او په تیره بیا په صحیح توګه د رپوټ ورکونې په لاره کې ننګونې رفع کړي. د دوسیو جوړونې نوموړۍ نوۍ سیستم  او میتودونه به لومړۍ د هرات او بلخ په ولایتونو کې په تجربوي توګه پلۍ شي.

په بدخشان کې ۱۰۰ تنو ښځو د انګریزۍ ژبې، ګنډنې او کمپیوتر په څانګو کې خپلو مهارتونو ته سمون ورکړ

نوموړي روزنیز کورسونه د ښځو د چارو د ریاست له خوا د بدخشان ولایت په مرکز کې د ښځو په روزنیز مرکز کې، چې یونیم کال وړاندې پرانیستل شو، جوړشوي وو. نن په بدخشان کې د ښځو دپاره د ظرفیت د پراختیا د ۱۷میاشتني پروګرام  دوهمه دوره بشپړ شوه. د روزنیز مرکز د پرانیستلو د نیټې نه راهیسې مجموعاً ۲۷۰ تنه ښځې په روزنیزو کورسونو کې ګډون کړی دی.

د بدخشان ژورنالیستانو د ښځو د توانولو په اړه د رسنیو د رول په باب خبرې اترې وکړې

د ښځو د توانولو په ډګر کې درې کارپوهانو او د هیواد د۶۰ تنو نه زیاتو ژورنالیستانو د فیض آباد د ښځو په مرکز کې راغونډشوی وو او د ښځو د توانولو په اړه درسنیو د رول په باب یې خبرې اترې وکړې. ددې غونډې پایله داوه چې میدیا په ټولنه کې د ښځو د برخې اخیستنې په هڅولو کې زیات ارزښت لري. هغوی ددې توان لري چې پیغامونه خپاره کړي او د ښځو د ننګوونو په باب د خلکو پوهاوي لوړه کړي. هغه څه چې تر ټولو ارزښت لري دادی چې میډیا د ښځو غږ پورته کوي او په دې توګه هغوی ته ددې امکان ورکوي چې د افغانستان د حکومت، د اړونده ډلو او ټولنې سره په مجموع کې په فعاله توګه ښکیل شي.

له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د منی د موسم غوره خبرونه

د استاد شاګردي د پروګرام د فارغینو عایدات درې چنده شوي دي

استاد شاګردي (OS) له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو (TVET) د پروګرام یوه ستره برخه ده. دا د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو په دوه اړخیزه سیسټم تمرکز کوي، کوم چې کار زده کونکو ته د هغو په اړونده مسلک کې نظري پوهه او عملي روزنه ورکوي. تر دې دمه د هېواد په ۱۲ولایتونه کې ۲،۱۲۲ کار زده کونکي په شپږو بېلابېلو اصلاح شوو مسلکونو کې شامل شوي دي.

افغانستان سره د آلمان د همکارۍ شپږ غوره خبرونه

له تېرو څو اونېو راهیسي له افغانستان سره د آلمان همکاري بوخته ده. دا هغه څه دي چې پروژو په لاندې برخو کې تر سره کړیدي:

زرګونه افغان پولیسو  د کووید-۱۹ سره د مبارزې روغتیایي کڅوړې ترلاسه کړې.

تېره اونۍ له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د کورنیو چارو وزارت ته زرګونه طبي توکې ورکړې چې د افغانستان په ټولو سیمو کې د کووید-۱۹ سره د مبارزې ملاتړ وکړي.

د افغانستان د صکوکو دولتي مطبعه خپل د روزنځای د بنسټ ایښودلو مراسم په کابل کې ترسره کوي

په نوموړو مراسمو کې د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي داسې وویل: «د افغانستان د صکوکو دولتي مطبعه لومړنۍ بیخبنایي پروژه نه ده چې د المان په مرسته پلۍ کیږي. د افغانستان سره د المان همکاري تاریخي ریښې لري.»

په کندز کې د برېښنا رسونه: د برېښنا نوې شبکه ۲۰،۰۰۰.۰۰ وګړو ته ګټه رسوي

د تلپاتې اقتصادی ودې، د وګړو د ژوند د پراختیا او کاری چارو لپاره برښنا ته لاسرسئ یو شرط او یوه اړتیا ده. په تېروخت کې، د سر دورې په سیمې د استوګنې په چاپریال کې د برښنا رسونه نا سمه او بې باوره وه. اوس استوګن په خپلو کورونو، ښونځیو، مارکېټونو، کار ځایونو او سوداګریو کې خوندی برښنا ته له لاسرسی څه خوند اخلی 

د جنسیت موضو عګانی – د ښو ونی ا و روزنی منسو بین په ښوونی او روزنی کی د جنسیت پر بهیربحث ګوی

د۲۰۱۴ زیږد یز کال د  اګست له ۵ می  تر ۶ می د ښوونی – روزنی و زا رت ۴۵ منسو بین د یو ورکشا پ په تر څ کی  سره کښېناستل چې په  په ښو ونی – روزنی کی په عملی تو ګه د جنسیت برا برا ی عملی  تګلا رو په تر سره کولو  بحث تر سره کړې. د ورکشاپ په پرانیستونکې وینا کی ښاغلی ا کبر حمید ی د ښوونکو د روزنی ریا ست  مر ستیال د جنسیت ا ړ خ پر غوراوی ( اهمیت ) د ښوونی او روزنی د  پلا ن جو ړولو کړن لا ری ( پالیسی ) له هما غه  پیل څخه   ټینګار  وکړ، هغه زیاته کړه : د ا یو فرصت دی چی د دی حساسه مو ضوع په باره کی خبری وکړو .