په بغلان کې شپږ پروژې بشپړ شوې
د پرانیستلو د رسمي مراسمو په ترڅ کې د بغلان والي ښاغلي عبدالحی نعمتی داسې وویل: «نن مونږ په بغلان کې د شپږو بیلابیلو پروژو د بشپړیدو شاهدان یو چې د افغان-المان د پروګرام له خوا ترسره شوي دي. مونږ د دغو نوښتونو او د الماني ملګرو د ارزښتناکه ملاتړ څخه مننه کوو.»