په کندز کې د پوهنتون ۵۰ تنو ښځینه فارغانو د کارزده کولو دوره بشپړ کړه

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د آر سی ډي په مرسته د پوهنتون د ښځینه فارغانو د کارزده کولو پروګرام پلۍ کړ. دغه پروګرام شپږ میاشتې دوام وکړ. د لومړیو دریو میاشتو په موده کې ښځینه ګډون والو نظري روزنه وموندله چې په هغې کې بیلابیلې موضوعګانې شاملې وې لکه د ملکي خدمتونو قانون او د دفتر د منجمنت اصول. د کارزده کولو د دورې په دوهمه نیمایي کې د عامه خدمتونو په بیلابیلو شعبو کې عملي کارونه شامل وو. په دې پړاو کې د کارزده کړې د دورې ګډونوالو ارزښتناکه تجربې په لاس راوړې او د دې امکان یې پیدا کړ چې خپله نوې په لاس راغلې پوهه په عمل کې پلۍ کړي.

عدلي او قضایي کلنۍ سیمه ایزه غونډه

په افغانستان کې، ګوښه شوي ډلې لکه ښځې، ماشومان او په هیواد کې دننه بیځایه شوي خلک اغلباً خپلو حقونو ته د رسیدلو په لاره کې د ستونزو سره مخامخ کیږي. په تیرو کلونو کې، د دې حالت د بدلون په موخه د پام وړ پرمختګ شوی دی. خو خلک اغلباً اړینه پوهاوي نلري او د ناسم چلند او فساد څخه رنځ وړي. په بلخ کې د المان د قنسل مرستیال ښاغلي یوهانیس رومپف په غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې داسې وویل: «اداري فساد د هغو خلکو څخه فرصتونه او سرچینې غلاکوي چې د هغو مستحق دي. تر هغه مهاله پورې چې اداري فساد تعقیب نشي او سزا و نه ویني، دا فساد به دوام ومومي».

د سیلابونو په وړاندې خویندیتوب

د مراسمو په ترڅ کې د بدخشان والي ښاغلي فیصل بیګزاد داسې وویل: «زه هیله لرم چې دا راز پروژې خلکو ته د دې واقعیت په اړه خبر ورکړي چې حکومت د دوی څخه پاملرنه کوي. مونږ د المان حکومت څخه د غورې همکارۍ او د دې مهمې پروژې په خاطر مننه کوو».

د جندر تساوی او برابري

د کانونو او پټرولیم وزیرې میرمن نرګس نهان په پام کې لري چې د کان ایستنې په ډګر کې د جندر تساوی ته وده ورکړي چې هغه وزارت هم پکې شامل دی. د دواړو خواوو تر منځ د نظریو تبادله به په دې باب چې په څه ډول د کان ایستنې په سکتور کې د ښځو د پاره د فرصتونو د ټینګولو لپاره هم په دولتي ادارو او هم په خصوصي شرکتونو کې یوه ډیره ښه پوهه منځته راشي، مرسته وکړي. د کان ایستنې کارونه کله هم په ښځو باندې منفي اغیزې کوي چې باید په پام کې ونیول شي.

د افغانستان د کان ایستنې زده کړې ته سمون ورکول

د فنلد د جیولیژیکي سروې د ادارې کارپوه ښاغلي فریدریک کاریل داسې وویل: «د بیلابیلو ډونروانو تر منځ ډیره جدي او اغیزمنه همکاري په افغانستان کې د کان ایستنې د سکتور په پراختیا کې حیاتي او اړین رول لوبوي».

د افغانستان، فنلد، ایران او المان د نهادونو تر منځ د همکارې په پایله کې د بیلابیلو څانګو ماهران او عالمان یو له بل سره نږدې کیږي او په دې توګه د افغانستان د کان ایستنې د سکتور د پیاوړي کولو په موخه د مځکې پیژندنې د علومو په ډګر کې د اړیکو په منځته راوړلو او همداراز د پوهې د تبادلې په جوړولو کې مرسته کوي.

د بدخشان لپاره نوۍ پول، ساتندوی دیوال او د اوبولګولو کانال

د کلیو د ځاییزي پراختیا شورا مشر ښاغلي عبدالبصیر داسې ټینګار وکړ: «د استوګنې د کورونو په منځ کې یوه خطرناکه دره وه. د بارانونو په موسم کې سیلابونه د دې کورنو په خویندیتوب باندې په جدي توګه اغیزه کوله». خو اوس لږترلږه ۴٬۰۰۰ تنه اوسیدونکي به د یفتال پایان په ولسوالۍ کې د سیلابونو په وړاندې د خویندوتوب د دیوال څخه ګټه پورته کړي.

د افغانی ادارو او موسسو دپاره د انرژۍ ډیتابیس د دې سکتور فرصتونه زیاتوي

د بریښنا او انرژۍ وزارت مرستیال محمد گل خلمي ټینګار وکړ: "زه غواړم د افغانستان د انرژۍ د معلوماتو پورټل (AEIP) ملاتړ لپاره د آلمان د همکاری څخه مننه وکړم، کوم چې ډیر اړونده معلومات لری او پدې توګه کارول کیږي.

په افغانستان کې د انرژۍ لپاره بنسټیز پرمختګ، د افغانستان-آلمان د همکارۍ پروګرام د مرستیال، ذبيح الله طاهر زاده وویل: "د افغانستان لپاره د معلوماتو او پوهې وړیا او ازاد لاسرسی د افغانستان حکومت لپاره لومړیتوب دی. د نوي کیدونکی انرژی ټیکنالوژی په باره کی د ډیټابیس په کارولو سره کیدای شی مهم معلومات پیدا کړی. "

په کابل کې د ښځو مارکیټ

د نوموړې نندارتون بله موخه داده چې د پوهانو او مسلکچیانو تر منځ تړاو منځته راوړي. د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي لس تنه محصلانې سوداګرو ښځو ته لارښوونه کوي چې د هغوی سره د خپلو پلورنو د سمون په لاره کې مرسته وشي.

دافغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې لپاره د فساد په وړاندې د مبارزې ورکشاپ

لکه څنګه چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني څرګند کړ، فساد په افغانستان کې یوه مهمه ستونزه ده چې باید حل شي. دا په ډیرو کچو سختې اغېزې لري: سیاسي، اقتصادي او ټولنیز، او د هیوادونو پرمختګ مخنیوي کوي. له بده مرغه، د افغانستان قضايي سیسټم د دی څخه استثنا نه دی. په هرصورت، مدافع وکیلان کولای شي د فساد په وړاندې اساسی مبارزه ولوبوي.

د استخراجی صنایعو نوښت (EITI) د افغانی پلاوی سره په اندونزیا کې نړیوال کنفرانس

EITI   په اتخراجی سکتور کې د روڼتیا او ښې حکومتولۍ لپاره نړیوال معیار دی. دا د هېواد د تېلو، کاز او معدنی سرچینو د اداره کولو معیارونه ټاکی. EITI د حکومت له خوا د کمپنیو او مدنی ټولنو په همکارۍ پلئ کېږي. کوم هېوادونه چې دغه معیارونه پلي کوي د مالیاتو د ورکړې، اجازه لیکونو، قرادادونو، تولید اود طبعی سرچینو د استخراج نورو کلیدی عنصورونو په اړه معلومات ښکاره کوی. افغانستان په ۱۳۸۹ کال کې دغه نوښت ته نوماند شو او د پلی کونې په حال کې دی او د بشپړ توافق تر لاسه کولو لپاره به د EITI موافقې ته لاړ شی.