د کابل د پولیتخنیک پوهنتون په قزاقستان کې د څیړني په یوه نړیواله غونډه کې ګډون وکړ
په نوموړې غونډه کې د ۱۰ هیوادو څخه چې زیاته برخه یې په منځنۍ آسیا پورې اړه درلوده د ۱۰۰ تنو نه زیاتو پوهانو ګډون کړی وو چې د مځکې پيژندنې په ډګر کې یې د نوې څیړنو په باب خبرې اترې وکړي. د کابل د پولیتخنیک پوهانو هم خپله مقاله «د قره زاغان د سرو زرو د زیرمې د جغرافیایی جوړښت او پیژندنې» تر سرلیک لاندې وړاندې کړه.