د بدخشان لپاره پنځه ۵ زېربینایی پروژې- له ۴۲۰۰۰ ډېر ګټه اخیستونکی

 د خواجه اشتول کلی اوسېدونکی او د اګرو ولسوالۍ د پراختیایی شورا رئیس ښاغلی محمد سخی وویل: ” د خواجه اشتول د کلی وکړې په دره کې دپل د نشتون له کبله د ډېرو ننګونو سره مخامخ وو. د ښونځی او کلی ترمنځ ارتباط نه وو. په بارانی مؤسمونو کې، سېلابونو سړکونه بندول او زده کونکو نه شو کولای چې ښونځی ته ولاړ شی د نویو پلونو رغولو د کلی لویې ستونزې اوارې کړې، او په پایله کې به موږ وتوانېږو چې ماشومانو مو له کوم تشویش پرته ښونځیو ته واستوو“. ۳۰۰۰ کسه به له دغه پل نه ګټه واخلی.

په افغانستان کی د ماشومانو د حقونو ساتنه

 (RTCO)  د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د مارچ په میاشت کې د ګردي مېز او ورپسې یې د څار او تعقیب چارې سمبال کړې وی چرته چې د ډېرو مدنی ټولنو د مؤسسو استازو او ولایتی حکومتی چارواکو دماشومانو د حقونو د ساتنې د سیمه ایزو ادارو او ټولنو د پیاوړی کولو یوه تګلاره جوړه کړه د نن ورځې د ګردی میز د خبرو اترو اساسی ټکي د ماشومانو د خوندی توب په اړه قانونی نا توانۍ او د احتمالی بدلونونو په اړه بحث او پایله یې حکومتی ادارو ته سپارل وو.

د کندهار د ۶۰ دولتي کارکوونکو لپاره د کان ایستنې د روڼتوب په باب د پوهاوي ورکشاپ

د ورکشاپ په بهیر کې ګډونوالو د استخراجي صنعت د رونټوب د نړیوال نوښت (EITI) په اړه او د افغانی نوښت د فعالیتونو په باب معلومات په لاس راوړل. د افغانستان د استخراجي صنعت د رونټوب د نوښت استازي ښاغلي عبدالملک عصیم داسې وویل: «افغان حکومت باید په استخراجي صنعت کې د ښې حکومتوالۍ په موخه د استخراجي صنعت د رونټوب د نړیوال نوښت معیارونه پلۍ کړي تر څو په دې ډګر کې رونټوب او حساب ورکونه تامین شي. د طبیعي سرچینو لکه نفت، ګاز او منرالونو څخه باید د افغانستان ټول خلک ګټه پورته کړي.»

د تالقان د اوبولګولو کانال ته سمون ورکول چې ۷٫۵۰۰ تنه وګړې به ورځنې ګټه پورته کړي

د نوموړي تړون د لاسلیک د مراسمو په ترڅ کې د تخار ولایت والي ښاغلي فضل الله مجددي داسې وویل: «د المان همکاري په افغانستان کې ډیره فعاله ده او مونږ د هغوی د ملاتړ څخه مننه کوو. د اوبولګولو نوئ کانال به په سیمه کې کرنیزو چارو ته او په دې توګه اقتصادي شرایطو ته سمون ورکړي.»

ملایان او د دنی مدرسو ښونکي د افراطیت پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوی

د مرمول په ولسوالۍ کې د یو جومات ملا امام وویل: "په روزنه کې، موږ وپوهېدو چې د افراطیت د کمولو لپاره یوه مرکه د بنسټیز کیدی شي. سربيره پردې، زه اوس د خپل تبلیغ په تاثیر ډیر ښه پوهیږم – چی د افراطی فکرونه اغیزمن کړی. نو زه به په راتلونکی کې هڅه وکړم چې یو منځني چلند څخه استفاده وکړم. "

د بدخشان غم ځپلو ټولنو ته ۵۵۰۰ نیالګی

نن ورځ د کوف آب ولسوالۍ اوسېدونکو د ۵.۷ هکتاره ځمکې ځنګلزار چې د فوټ بال د ۵ پنځو لوبغالیو له کچې سره سمون لری  ولمانځله. د نومړي ولسوالۍ ولسوال ښاغلی پا چا خان په ګوته کړه: ” ټولنې د طبعی آفتونو له امله د ارزښتمندو کرنیزو ځمکو د له لاسه ورکلو سره مخامخ کېږی. دا د اوسېدونکو په اقتصادی وضیعت باندې لوی اثر لری. دکوف آب سم نیم د وګړي له بزګرۍ او مالدارۍ سره تړاو لری“  

عصری شوې استاد شاګردی به په ټول هېواد کې پلي شی

هر کال شاوخوا ۸۰۰۰۰۰ زره ځوانان د کار موندنې مارکېټ ته ورځي دوی خورا هڅول شوی دی چې مسلکی زده کړی وکړی او کارونو ته یې ځانګړتیا ورکړی. ډېرئ له دوی نه په افغان بازارونو کې د ۵۰۰۰۰۰ یا ورته صنا یعو او سودا ګریزو شرکتونو کې د د کارزده کړې په مؤخه جذب شوی دی چرته چې دوی د کار په درشل کې روزنه اخلی.

سره تړلی ټولنیزې کړنې (فعالیتونه) د حقوقو او شرعیاتو د پوهنځیو ۱۶ کسه ځوانو زده کونکو ته د دندې شونتیا ډېروی

د تیری ونی په پای کي ۱۶ کسه ښځینه زده کونکو د بلخ ولایت له پوهنتون څخه د دری میاشتنۍ کاری زده کړی د پای شهادت نامې تر لاسره کړې ځوانو مېرمنو دغه وخت په وړ وړ قضایی ادارو کې لکه د افغانستان خپلواک کمسیون (AIBA) محکمو، د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون (AIHRC) او د ښځو چارو ریاست (DOWA). کې تېر کړو.

د اداري فساد په وړاندې مبارزه

د نوموړې کمیټې مشر ښاغلي مارک پیمان د کنفرانس په ترڅ کې داسې ټینګار وکړ: "د فساد په وړاندې د لوی څارنوالۍ د زیان څیړل به د لوی څارنوالۍ په دننه کې د دې ادارې څخه د فساد پرضد د مبارزې په لاره کې ملاتړ وکړي. مونږ دغه څیړنه په لویې څارنوالۍ باندې د بیا باور  په لاره کې یو ګام ګڼو."

په بلخ کې د اداری فساد په وړاندې کمپاین او د پولیسو د ټولنې غونډه

ډېرو افغانانو دا منلې چې دوی به دا بی ارزښته بانګ نوټونه هله د  ” راکړې ورکړې په مؤخه کاروی کله چې له دوی نه د بډو غوښتنه کېږی، فساد په لوړه کچه: لکه سیاسی، اقتصادی او ټولنیزې ناوړه اغیزې لری خورا ډير وخت فاسدې کړنې بې سزا پاته کېږی. ځکه چې، فساد په افغا نستان کې یوه حیاتی ستونزه ده کومه چې باید پ ګوته شی. په ورته وخت کې نوموړی کمپاین د اداری فساد په وړاندې د مبارزې پیغامونه په مزار شریف کې په مهمو دېوالنو باندې هم د نقاشۍ د هنر له لارې چې د دغه کمپاین یو نوی پړاو دی خلکو ته وړاندې کوی