د تخار د بنګی د رود پر سر پول د ۱۵۰۰۰ تنو اوسیدونکو اړیکه دهغې ولسوالۍ سره ټینګوي

یو اوسیدونکي د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې د بنګي پول ودانول ددې سبب شوی چې زیات شمیر نجوني او هلکان په دغې ولسوالۍ کې ښوونځیو ته ولاړشي. پخوا به زمونږ اولادونه په کلیو کې ښوونځیو ته نشوای تلای ځکه لاره ډیره اوږده وه . اوس چې دغه پول ودان شوی دی د ۵۰۰ تنو نه زیات هلکان او نجوني د لسوالۍ په مرکز کې په ابتداي ښوونځیو کې نوی شامل شویدي. دغه پول به همدارزا نور  د بنګي په ولسوالۍ کې د لیری کلیو ترانسپورتي خنډونو په حل کې هم مرسته وکړي او ابتدایي خدمتونو لکه عامه روغتیا، پوهنه او سیمه ایز بازارونو ته به د خلکو لارسرسۍ  ته همو سمون ورکړي.

تخنیکی او مسلکي زده کړې د آلمان د هېواد د مرستو په ملا تړ سره افغان زده کونکو ته یوه کړکۍ پرانیزی

لکه چې ښا غلی آصف ننګ د نوموړی ټړون په اړه وویل: د استاد شاګردۍ د نظام د لاسته راوړنې لپاره سر له اوسه پرانستئ دی، موږ غواړو چې د هر کسب او کار رواجي زدکړه نوې (عصری) وګرځوو. د افغا نستان د سپما د نظام په ځان باوری کېدل په دغه کچکول پورې تړلی دی.

حسن سپا هی زیاته کړه " خپل سرئ سکتور کولای شی د روځنیو دندو مارکېټ بسیا کړی، کو چونۍ کمپنې لاس نه خوړلې خزانې دی. او موږ دغه فرصت ته لسیزې سترګې په لاره وو. کار زده کونکی او زده کونکی اوس کولای شی په ښونځی کښې زده کړه وکړی او وړی کاری خونې کولای شی تخنکی او مسلکی لیسو ته روزنې ور په ګوته کړی"

المان د افغانستان په شمال کې د ثبات د پروګرام سره د نورو ۱،۲ میلیاردو افغانیو د مرستې ژمنه کوي

د نوموړې مرستې د اعلامولو په مناسبت په افغانستان کې د المان سفیر جلالتمئاب مارکوس پوتڅیل داسې ټینګار وکړ: “المان د افغانستان د ملي یووالي د نوي حکومت په ملتیا د افغانستان د خلکو سره د ملاتړ د دوام ژمنه کوي. د ۲۰۱۴ کال نه ورسته به هم مونږ په دې هیواد کې د یوه نږدې ملګري په توګه پاتې شو، او په هغه ځای کې چې اړتیا وي پراختیا او مرسته راولو. مونږ اصلي لومړیتوب دادی چې د افغانستان د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه کولو په لاره کې، لکه روغتیا، پوهنه او ښه بیخبنا، په تیره بیا په لیري ولسوالیو کې چې خلک ابتدایي خدمتونو ته هیڅ او یا ډیر لږ لارسنه لري، مرسته وکړو. “

د آلمان هېواد په ملا تړ د تخار ولایت د فرخار په ولسوال کښې د ټولنې له خوا د ښونځي ودانیزې چاری روانې دی

په خرماب کلی کښې د ودانۍ د بنسټ اښودنې د مراسمو په ترڅه کښې د تخار ولایت د کلیو پراختیا چارو رئیس ښاغلی ملا عطا د فرخار د ولسوال د پروژې د ودانیزو چارو د پیل په اړه د وګړو د خوښۍ په اړه ټینګاروکړو او ویې ویل "وعده درکومه چي د اساسی زدکړو د آسانتیا برابرولو په پایله کښې به فرخار کښې نږدې ۵،۰۰۰ کسه او یا هم د ۶۰۰ څخه بیا تر ۷۰۰ کورنۍ د نوموړې پروژې څخه ګټه واخلی" رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کښې همداراز روښانه کړه: د کلو پراختیا ریاست او ټولې پلی کونکی کلیوالی پراختیایی شوراګانې به ښونځئ د اړو شرایطو سره سم او د ټولنې په برخه والی توب سره ودان کړی.

میدیوتیک افغانستان د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه د ۷۰ خبریالانو په ګډون له ټاکنو څخه د راپور ورکوونې د شبکې بنسټ کيښود

د یادې شبکې د ایجاد په موخه مقدماتي دوه ورځنۍ غونډې د ۳۴ ولایتونو څخه د ۷۰ خبریالانو راټولیدو او یوځای‌ کیدیو ته موکه برابره کړله او د دې دوو ورځو په ترڅ کې ګډونوالو له ټاکنو څخه د راپور ورکولو په اغېزمنو او موثرو لارو چارو خبرې او ژور بحثونه وکړل. د رسنیو په کړنو کې د پرمختګونو او د تېرو ټاکنو پر مهال د ښه او اغېزمن رسنیز پوښښ سره‌ سره یو لړ اړین او مهم موضوعات، چې هغه ډول ښايي د رسنیو له‌خوا تحلیل او ونه څېړل شول. 

المان په بدخشان کې د ۱۷۰۰ نجونو دپاره د یوې نوې ښوونځۍ د ودانولو کار تمویلوي

د بدخشان ولایت د پوهنې رئیس ښاغلي شمس اله شمس د ښوونځۍ د بنسټ ایښودلو په مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې داسې وویل: “د الجهاد د نجونو د ښوونځۍ د زده کوونو په وړاندې یو له سترو ننګوونو څخه هم د ښځینه زده کوونکو دپاره د ودانیو نشتوالي وو. نجونو به هم په ژمې او هم په دوبي کې د ونو او زړو خیمو لاندې زده کړه کوله. نن دغه پروژه د پوهنې په سکتور کې د ښځو او ټولنې دپاره د ښو امکاناتو د برابرولو په لاره کې یو ډیر مهم ګام ګڼل کیږي.

المان له افغانستان سره د ښې ملګرتیا د ژمنې د ثبوت له پاره د 430 میلیونو یورو تړون لاسلیک کړ

ښاغلي مولر د افغان چارواکو او په افغانستان کې د المان استازو سره یو ځای د هغو پروژو څخه هم لیدنه وکړه چې د المان په مرستو تمویلیږي او په ګډه د دواړو هیودونو له خوا اداره کیږي.

د المان د اقتصادي همکاریو وزیر ښاغلی مولر وویل: د افغانستان له خلکو سره د دریم لوی مرسته کوونکي هیواد په توګه، المان د یو باثباته او ټولنیز پرمختګ غوښتونکی دی. د افغان- المان ګډو همکاریو د افغانستان د ثبات او سولې په برخو کې مهم رول لوبولی دی او المان به د یو باثباته، او د اقتصاد له درکه په خپلو پښو ولاړ افغانستان له پاره د یو لوی او با اعتماده ملګري په توګه پاتې شي.

په سمنګان کې دولتی کارکوونکي د پراختیایي پروژو په پلان جوړونې، څارنې او ارزونې کې اغیزمنتوب زده کوي

په نوموړي روزنیز کورس کې چې د ولایتې پراختیا د کمیتې (PDC) غړو ګډون کړي وو لاندې پوښتنو ته ځواب وویل شو: د پروژې د وړاندیز دپاره یو ښه جوړښت کوم دی؟ د پروژې د پرمختګ په باب څوک کوم معلومات ته اړتیا لري. بریالیتوب څنګه اندازه کیږي؟  او داسې نورې پوښتنې. د کورس د شپږو برخو په ترڅ کې چې هره برخه پنځه ورځې دوام وکړ، برخه والو د پروژې د پلان جوړولو او د ډونرو له خوا د تمویل د غوښتنې  او همداراز د د پروژې د پلی کولو د څارنې او بالاخره د پایلو د منجمنت په باب زده کړه وکړه.

د المان په مرسته په بدخشان کې د ښځو دپاره روزنیز مرکز او بازار پرانیستل شو

د دې روزنیز مرکز موخه داده چې نوموړی ریاست او اړونده ارګانونو ته لاښه امکان برابر کړي چې د جنسیت مساوات پیاوړی کړي، په بدخشان کې په ټولو مسئلو کې د ښځو چارو ته پاملرنه وکړي او د ښځو مشرانو ته د اړتیا وړ ظرفیتونه برابر کړي. په دغه مرکز کې به ښځو ته د بیلابیلو موضوعګانو په باب روزنه ورکړل شي لکه حقوقي خبرتیا، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی، د ښځو حقونه، د انګریزې ژبې مهارتونه، د کمپیوتر او منجمنت مهارتونه او روغتیایي څارنه . د مرکز تر څنک ښځینه بازار به ښځو ته نوی ځای او امکانات برابرکړي چې خپل محصولات او خدمتونه په فیض آباد کې چې تراوسه پورې ددې امکان نه وو، وپلوري.