په افغانستان کې د ماشوم د حقونو ټینګول

د تخار ولایت د ځوانانو جرګې استازي،‎ ښاغلی نادر قادري وویل "ماشومانو نظر ته درناوی هغوی ته د خبرو کولو موقع ورکوی او کولای شی کومی ستونزې چی د هغوی کور او ټولنه اغیزمن کوی شریک کړی." خبریاله میرمن ستاره سلیمان زاده زیاته کړه "دا ډول برنامې د ماشومانو پر وړاندی تاوتریخوالي کموی. ماشومان او ځوانان ننی ټولنه کی د بېلابېلو ستونزو سره مخ دی."

په کابل کې د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتوب د نوښت مخکې ارزونه

د نوموړي نوښټ مرستیال ښاغلي ایدی ریچ وویل: "دا د افغاني لوریو دپاره یو عالي فرصت دی چې خپلې لړۍ ته په ژوره توګه کتنه وکړي، خپل پرمختګ وویني او د لومړیتوب سیمې د راتلونکو کارونو دپاره راوپيژني." ولسمش اشرف غنی، د مالیې وزیر ښاغلي حکیمي، په دې وروستیو کې د کانونو او پترولیم نومول شوې وزیرې میرمن نیهان، د المان د سفارت د پراختیا د څانګې مشر ښاغلي ګیلین او نړیوال مرستندوی سازمانونو لکه یوایس ایډ او اروپایې اتحادیې او همدارزا د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتوب نوښت د څوګټیزې ډلې غړو په نوموړې ارزونې کې په دې باب خبرې اترې وکړې چې څنګه د استخراجي صنایعو د روڼتوب نوښت کولای شي په افغ

د ولسي پولیسو له خوا د ټولنې د پاره د معلوماتو خدمتونه

په کال ۲۰۱۶ کې نوموړي پروګرام او د کورنیو چارو د وزارت د ولسي پولیسو ریاست په ګډه ورته کتابچې چاپ او د بلخ ولایت د ښوونځیو زرهاوو تنو زده کوونکو ته وویشلې. په دغو کتابچو کې د ولسي پولیسو د دندو، واکونو او په دې باب چې خلک څنګه په مناسبه توګه د هغوی سره همکاري وکړي، معلومات برابر شوي دي. سربیره پردې، په هغو کې مهم حقایق لکه د بیړنیو حالاتو د پاره د عاجل تیلفون شمیره (۱۱۹) هم شتون لري.  دا ډول فعالیتونه د خلکو په منځ کې د پولیسو د فعالیتونو په باب د پوهاوي په ژوره کیدو کې مرسته کوي.

په سمنګان او بغلان کې د ۵۵۰ تنو ولایتې استازو د پاره د شخړې د حل په باب روزنیز کورسونه

په نوموړو ورکشاپونو کې لاندې موضوعګاني شاملې وې: برابري، روڼتوب او په افغانستان کې د شخړو د حل لپاره د ټولنیزو او قانوني کړنلارو دوامداره کارول. هر کورس درې ورځې دوام وکړ. د سمنګان د اوو ولسوالیو او د بغلان د اوو ولسوالیو څخه استازو په نوموړي کورسونو کې ګډون کړی وو. هغوی د نوې پوهې د لاسته راوړلو وروسته اوس کولای شي د هرچا دپاره چې د شخړو څخه رنځ وړي په رسمي توګه د شخړې د حل لاره وړاندې او عملي کړي او دوی پوهیږي چې څنګه د اړتیا په مهال د خپل د واک د حوزې نه بهر ملاتړ وغواړي.

په افغانستان کې د ۵۰ تنو برخه والو په ګډون د کان ایستنې او مځکې پيژندنې د پوهنتونونو ټولیزه غونډه

د لوړو زده کړو د وزارت مرستیال ښاغلي پروفیسور عبدالتواب بالاکرزی غونډه پرانیسته او داسې یې وویل: "مونږ د مځکې پیژندنې او کان ایستنې په ډګر ګې زمونږ د ظرفیتونو د کچې د لوړلو په موخه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت او افغانی پوهنتونونو سره د المان حکومت د شاوخوا ۱۵ کلونو ملاتړ ستایو. دا ملاتړ باید نه یوازې د کابل د پولیتخنیک د پوهنتون څخه بلکه همدارنګه د ټول هیواد د پوهنتونونو څخه وي."

د افغانستان د پاره نوې کیدونکې انرژي – دپایښتونکې انرژۍ اونۍ همدا اوس

اجرائیه رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله د اونې د پرانیستلو په مهال داسې وویل: "برښنا د امنیت، پوهنې، روغتیا، ترانسپورت، بیخبنا او اقتصادي پراختیا بنسټ جوړوي. افغانستان د نوې کیدونکي انرژۍ زیات پوتنسیال لري او کولای شي حتی هغه نورو هیوادونو ته صادره کړي.

په بلخ کې د ۷۲۰ تنو زده کوونکو د پاره د انجینرۍ یو نوی انستیتوت

دا د انجینرۍ نوی انستیتوت به خپلو راتلونکو زده کوونکو ته د معمارۍ، سړک جوړونې، ودانیزې انجینری، د اوبو رسولو انجینری او د کمپیوتر پروګرامونه وړاندې کړي. د انستیتوت په ګاونډیتوب کې د تخنیکي ښوونکو د روزنې اکادمي (TTTA) او د کرنې سیمه ایز انستیتوت (AVI) په یوه انګر کې پراته دي چې دواړه د ۲۰۱۶ کال د مارچ په میاشت کې پرانیستل شول. دا تعلیمي مرکزونه د ښوونې او روزنې د عصري او مجهزو ودانیو په توګه کارول کیږي. په ټولیزه توګه، د المان پانګونه په دغه ځای کې ۷۰۸ میلیونو افغانیو ته رسیږي.

نړیواله همکاري (فلند، المان، ایران او افغانستان) د ۱۵ تنو افغانو کارپوهانو دپاره د کان ایستنې او مځکې پیژندنې د تفحص په ډګر کې روزنه آسانه کوي

د ګدونکوونکو ښوونکو له ډلې څخه یو تن ښاغلي اقبال داسې وویل: "دغه روزنیز پروګرام چې د فنلد د مځکې پيژندنې دسروې د ادارې او د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام له خوا په ګډه جوړ شوی وو، ډیر ګتور وو. یو لړ موضوعګانې، په تیره بیا د فضا څخه جیوفزیک زمونږ دپاره نوې وې. مونږ هیله لرو چې دا ډول علمي همکاري په راتلونکي کې پراخه شي.

د کرنې او لاسي صنایعو نړیوال سوداګریز نندارتون په مزارشریف کې پرانیستل شو

د دې کال نندارتون پاملرنه هغو شرکتونو او موسسو ته شویده چې ښځې یې څښتنتوب لري. د کوچنیو او منځنیو شرکتونو زیات شمیر ښځینه خاوندانې په سوداګریزو خونو کې خپل محصولات نندارۍ ته وړاندې کوي او هغه خلکو ته ښکاره کوي، تر څو چې په تیره بیا د بالقوه پانګوالو او پیرودونکو پاملرنه خپلو محصولاتو ته راواړوي.

د بغلان د دولتي ښوونځیو ۵۸۰ تنو کارکوونکو د دولتي ښوونځیو د مناسبې ساتنې او څارنې په باب روزنه وموندله

د تیرو دوو میاشتو په ترڅ کې ګډونوالو د دولتي ښوونځیو د ښې ساتنې او څارنې په باب خپل معلومات زیات کړل. د بغلان د ۱۵ ولسوالیو د ښوونځیو کارکوونکو د خپلو ښوونځیو د مراقبت په اړه د خپلو مهارتونو کچه لوړه کړه.